اګست 15, 2020

د دوحې تړون په اړه دې امریکا خپل مسؤلیتونه درک کړي!

د دوحې تړون په اړه دې امریکا خپل مسؤلیتونه درک کړي!

د شهامت مجلې سر مقاله:

له هغه وروسته چې دچنګاښ په ۱۳مه(۱۳۹۹ل) دقطر په پلازمینه «دوحه» کې دامریکا د بهرنیوچارووزارت د ځاڼګړي استازي «زلمي خلیل زاد» او د افغانستان اسلامي امارت دسیاسي مرستیال اودقطر دفتر دمشر«ملا عبد الغني برادراخند» ترمنځ لیدل وشول

دکابل ادارې دیوتن ویاند «صدیق صدیقې» لخوا رسنیوته وویل شول :چې دیکشنبې په ورځ به څوسوه نوربندیان هم له بندڅخه خوشي شي، په وینا یې څودطالبانو(اسلامي امارت) اوامریکا ترمنځ دلاسلیک شوي هوکړه لیک وروسته دسولې په باب دمستقیموخبروفرصت رامنځته شي .

دیادونې وړده چې له دینه وړاندې دکابل ادارې مشر»اشرف غني» هم ویلي وو چې تر راتلونکي یکشنبې به دپنځه زره خلاصیدونکو بندیانو له ډلې  پاته شمیر هم پوره کړي.

دادی یکشنبه تیره شوه! خود بندیانودخلاصون څرک ونه لګیده، ښکاري چې دکابل ادارې دمشرپه سویه چارواکي هم خپلو ژمنو اوویناووته ځانونه ژمن اومتعهد نه بولي اونه یې په اړه کوم اخلاقي مسؤلیت احساسوي.

دکتونکوپه اند څنګه چې کابل اداره دمختلفو ډلو ټپلو اوبانډونوڅخه ترکیب ده، دچارواکو ترمنځ یې وحدت اوهماهنګې شتون نلري، په ګڼو مواردو اوقضایاووکې له یوبل سره لاس وګریوان دي،امرالله صالح اونور چې بندیانوخوشي کولو سره دمخالفت سربیره دجګړې په دوام هم ټینګار لري نه غواړي چې د دوحې تړون باندې دعمل کولوفرصت برابرشي اوپه قصدي توګه هڅه کوي چې دتطبیق په وړاندې یې موانع اوخنډونه واچوي چې یوله هغوڅخه دبندیانوخوشي کولو د پروسې تخریب اوتعطل دی.

ښکاره ده چې دوحې په تړون کې دامریکا متحده ایالاتو اودافغانستان اسلامي امارت ترمنځ توافق شوی وچې دلاسلیک له نیټې څخه وروسته په لسو ورځوکې دننه به دواړه غاړې ۶زره بندیان خوشي کوي او دځنډ پرته به بین الافغاني مذاکرات شروع کېږي، خومتاسفانه چې امریکايې لوري نه یواځي چې څنګه ژمنه کړې وه هغسې یې دتطبیق په لړکې خپل مسؤلیت اداء نکړ بلکې دکابل ادارې لخوا د دوحې تړون د نه عملي کولو په جسارت یې هم سترګې پټې کړې خو د افغانستان اسلامي امارت د دې باوجود پخپل ټول توان، تدبر او بصیرت سره د دوحې تړون ته ژمن پاته شو او اجازه یې ورنکړه چې امریکا او دهغې لاسپوڅې اداره یې نقض یا لغوه کړي .

لنډه داچې چې ددې اوسني ځنډ او تعطل مسؤلیت هم د امریکا په غاړه دی ،داپوښتنه له ډیرو خلکوسره شته چې ولې امریکا د خپلې کړې ژمنې سره سم تر اوسه دپنځه زره بندیانو خوشي کولو وعده پوره نکړه ؟ نو اړتیاده چې د افغانستان اسلامي امارت په څیرامریکاهم د دوحې تړون ته ژمنه اومتعهده پاته شي او چاته یې د نقضولو اجازه ورنکړي، هو! د کابل ادارې په عنوان د سولې ضد هغه عوامل دي له منځه یوسي کوم چې د دواړولورو ترمنځ د رامنځته شوي باور او اعتمادفضا تخریبوي او د حقوقي او اخلاقي مسؤلیت له مخې دي د سولې دښمن عناصرو ته سرزنشت او تنبیه ورکړي څو په عامه توګه افغان ولس اونړیوال درک او وفهموي چې امریکا رښتیاهم د اشغال پای ته رسولو ترڅنګ افغانستان ته د سولې د راتلو سره علاقمندې لري.

Related posts