اګست 15, 2020

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۴۹ مه برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۴۹ مه برخه

لیکنه مفتي عبد الله رشاد

 خواله رسنۍ او د ځوان نسل لپاره يې د استعمال شرعي اصول او ضوابط !!!

د بیان ازادي د انسان لپاره یو حیاتي ارزښت لري، په دې سره خلک کولای شي چې خپل غږ تر واکمنو ورسوي، د مظلومیت اواز اوچت کړي، د خپل حق غوښتنه وکړي، حق بیان او د باطل بدي ورباندي څرګنده شي.
د بیان ازادي د ټولني په سم جوړښت کې رغنده رول لري، ښو ته دعوت ور باندي کیږي، او له بدو، فساد او فحاشي څخه ټولنه په ساتله کیږي، له همدې امله اسلامي قانون د نظر او بیان ازادي ته ځانګړی اهمیت ورکړی، او د هر انسان لپاره یې دا یو مشروع او روا حق بللی، چې د خپلو حقّه حقوقو د تر لاسه کولو لپاره اظهار نظر وکړي، همدا شان د بشري حقوقو په نړیوال قانون کې هم د بیان ازادي په رسمیت پېژندله شوې ده، خو دا اهداف هله تر لاسه کېدای شي، چې د بیان ازادي د اصولو او قوانینو سره سمه وکاروله شي.

د لویدیځ ډیموکراسي او اسلامي ټولنه !!

په اسلامي ټولنه کې د غربي ډیموکراسي د نورو فورمونو په شان د بیان ازادي هم ستر مشکلات زېږولي، د دې اصلي لامل دا دی، چې اسلام غواړي چې ټولنه د نفع او نقصان پر متوازي اصولو باندي استواره جوړه کړي، که په یو څه کې د ټولني تر نفعِ نقصان زیات وي، شریعت هغه د {وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا} [البقرة: 219] د قانون پر اساس منع کوي، او په غربي ډیموکراسي کې بیا د هر قانون لپاره انسان د خپل عقل د مستوا سره سم حدود او اصول ټاکې، نو په غرب کې به ممکن دا اصول او قوانین تر یو حده ځکه د اعتبار وړ وي، چې هغوی د نفسي خواهشاتو سره سم ژوند کول غوره ګڼي د اسلامي ټولني په شان هلته اسلامي محدودیتونه شتون نلري، خو په اسلامي ټولنه کې بیا د ډیموکراسي او د ډیموکراسي تر عنوان لاندي د بیان ازادي کله له دین او کله بیا له انساني عزت او عنعناتو سره په ټکر کې راځي، نو ځکه موږ ګورو چې تر ټولو زیات مشکلات هم په همغه اسلامي نړۍ کې شتون لري، چرته چې غربي ډیموکراسي ورته وارده شوې.
د اشغال له راتګ سره سم زموږ پر هیواد د ډیموکراسي تر عنوان لاندي داسي نو وارده سیسټم مسلط کړل شو، چې دا دی تقریبا شل کاله تېر شول، خو لايي هم په ټولنه کې ځای ندی نیولی، په دې کې یو هم د بیان ازادي وه، چې له خواله رسنیو نیولي، تر تلوزیونونو، رادیوګانو، ورځپاڼو او مجلو پوري د ټولو په مټ يې په افغاني ټولنه کې د اشغال په پلوي هغه څه خپرول چې د ټولني له نبض او معنویت سره 180 درجې متصادم ول.

خواله رسنۍ او اسلامي اخلاق او آداب

د بیان ازادي هغه که په ژبه سره وي، او که په قلم سره باید د هغو شرائطو په لحاظ ساتلو تر سره شي، کوم چې شریعت ورته ټاکلي، مثلا: د بیان د ازادۍ په عنوان سره د یو چا توهین کول، چا ته سپکي سپوري ویل، درواغ او بهتان ویل او یا د یو چا ارزښتونه ګواښل؛ دا هر څه حرام دي، ولي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (ښه) مسلمان هغه څوک دی، چې نور مسلمانان يې د لاس او ژبي له شر څخه په امان وي، د بخاري شریف په حدیث کې راځي چې: مسلمان ته ښکنځل کول، فِسق دی، مرتکب یې فاسق بلل کیږي، او د فقهي حکم له مخي د فاسق شاهدي قابل قبول نه ده.

په بل روایت کې راځي چې د مسلمان پر مسلمان باندي هر څه حرام دي، وینه يې حرامه ده! مال يې حرام دی او عزت يې ورباندي حرام دی. فيض القدير (4/ 84)

او الله رب العزت فرمایي: او هغه څوک چې بې له کوم جرمه مؤمن سړي او مؤمني ښځي ته ضرر رسوي، هغوی د بهتان ویلو او ښکاره ګناه پېټی (پر خپل ځان) بار کړی دی. [الأحزاب: 58]

ابن حجر الهیثمي رحمه الله داسي شعر ویل، چې په هغه کې د مسلمان بدي بیان شوي وي، که څه هم په حقیقت کې هغه بدي په دې سړي کې شتون هم ولري، او هغه شعر چې په هغه کې فحاشي بیان شوې وي او یا دروغ په کې ویل شوي وي، دا ټول د کبائرو او د سترو ګناهو له جملې څخه ګڼي، او وايي: چې د داسي سړي شهادت قابل قبول نه دی. الزواجر: ص: 662.

د عمر رضي الله تعالی عنه په وخت کې نجاشي بني عجلان د یو چا هجوه او بدي بیان کړه، هغه سړي امیر المؤمنین ته شکایت وکړ، حضرت عمر رضي الله تعالی عنه له تحقیق وروسته نجاشي ته وویل چې: که دي بیا داسي وکړل ژبه به دي پرې کړم. المفصل فى تاريخ العرب قبل الإسلام (17/ 246)

علامه مناوي رحمه الله وايي: په مسلمان پسي بد رد ویل که رښتیاوي او که په دروغو، حرام کار دی. فيض القدير: 2/7.

له یادو روایاتو څخه په واضحه توګه معلومه شوه، چې د بیان د ازادي لپاره شریعت ښکاره اصول او ضوابط لري، هغه دا دي، چې د بیان په ازادي کې به له بد رد ویلو، دروغو، بهتان او د مسلمان له بې عزتي او هجو څخه ځان ساتل کیږي، ولي چې دا ټول کارونه د شریعت له نظره حرام دي، نو مسلمان باید په فیسبوک، ټویټر، انستګرام او په ټولو رسنیو کې په خپله ژبه او قلم سره د اسلامي حدودو، اصولو، اخلاقو او آدابو رعایت وکړي.

ځوان نسل او د خواله رسنیو ناخوالي !!

یرغلګرو د خپل بربنډ اشغال څخه د دفاع لپاره زموږ په ټولنه کې ترټولو د ښکته درجې خلک پر ولس مسلط کړل، په نظامي برخه کې يې د اربکیانو په نوم داسي منحوسي ملېشې جوړي کړې، چې په هر ځای کې يې دومره وحشتونه وکړل، چې دا دی اوس ټول ولس د نفرت په سترګه ورته ګوري، او په فرهنګي برخه کې یې د مجاهد او طالب د بندنامولو لپاره هغه خلک وګومارل چې د یو څه مادي امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره آن تر خپل عزت هم تېر شول، هغوی په تلویزونو، رادیوګانو، اخبارونو، مجلو او خواله رسنیو کې د اشغال دومره دفاع وکړه، چې په خپله امریکایانو به هم نه وي کړې، دوی د اشغال په دفاع کې د شریعت پولي هم ماتي کړې، مطلقا له مجاهد، طالب او ملا سره يې بدي را واخیستله، تر دې چې دوی په معنوي لحاظ بیخي مسخ شول، دوی د خپل ځان او هیواد نجات د وحشي امریکایانو په سیوري کې ویني، کله چې به د امریکایانو الوتکي د چاپې لپاره را پورته شوې په دغه خواله رسنیو کې به دوی دومره خوشحالي ورته کوله چې سړی به يې پر ایمان شکمن شو!!
موږ تاسو ټول د صحنې شاهدان یو، کله چې به یرغلګرو پر ولسي خلکو، ښځو ماشومانو، ودونو، جنازو، جومات او مدرسو بمبار وکړ، په وینو سره عکسونه به یې نشر شول، خو دغه خلکو به بیا هم د یرغلګرو په دفاع کې د هغوی دا جنایات توجیه کول، په وینو لړليو ماشومانو او ښځو ته به یې د طالب او ترهګر نوم کاراوه!!
د روان کال مٸ میاشتی پر 12 مه چې په کابل کې پر یو نسايي روغتون برید وشو، دغو فیسبوکي اربکیانو سمدستي مخ پر طالبانو راواړاوی او بغیر له تحقیق څخه يې په دې کې طالب ښکېل وباله، سره له دې چې داعشي ملېشو یې پړه هم پر غاړه واخیستله، مګر بیا هم دوی پروپاګند په طالب پسي کاوه، ځکه چې د دوی اصل عُقده له طالب او مجاهد سره وه، آن تر دې چې شرعي حدود يې مات کړل او طالب ته يې ډېر بد رد خطاب وکړ. والعیاذ بالله

ابن خطل او د کعبې تر پردو لاندي يې وژنه !!

د مکې د فتح په ورځ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ټولو خلکو ته عامه عفوه اعلان کړه، د امام بخاري رح په روایت، انس بن مالک رضي الله تعالی عنه وايي: د مکې د فتح په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم مکې ته په داسي حال کې داخل شو، چې ډال يې لا پر سر و، څرنګه چې يې ډال له سر لیر کړ، یو سړي ورته وویل: چې ابن خطل د کعبې په پردو پوري پناه اخیستې، ده (صلی الله علیه وسلم) حکم وکړ، چې ويي وژنئ !!
له دې سره سم صحابه کرام ورغلل او ابن خطل يې د کعبې مبارکي په حرم کې په داسي حال کې وواژه، چې هغه د بیت الله په پردو کې لاسونه خښ کړي ول.
امام نووي رحمه الله د ابن خطل د وژلو د لامل په هکله وايي: چې ابن خطل له اسلام څخه مرتد شو، بیا به يې په نبي کریم صلی الله علیه وسلم پسي بد رد ویل، او دوې منځي يې هم درلودې، چې هغو به بیا په سندرو کې د مسلمانانو بدي او هجوه کوله، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم له عامّي عفو څخه استثنا کړ او په حرم کې يې د هغه د وژلو حکم صادر کړ. طرح التثريب في شرح التقريب (5/ 87).

د بخاري په شرح کې ابن بطال رحمه الله تعالی وايي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې تر پردو لاندي د ابن خطل د قتل حکم ځکه ورکړ، چې ده به نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ښکنځلي کولې. شرح صحيح البخارى لابن بطال (4/ 519).

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: تر ټولو بد شاعر هغه څوک دی، چې د پوره قبېلې بدي وايي. الأدب المفرد: (ص: 470).

غربیانو نه یوازي دا چې زموږ پر هیواد مسلح یرغل وکړ، بلکي هغوی له فوځي یرغل سره یو ځای زموږ د ځوان نسل د فکر او ذهن د مسخ کولو لپاره هم فکري جګړه پیل کړه، رنګارنګه نوي چینلونه يې پر لار واچول تر دې پوري چې په خپلو غوړو شعارو سره يې زموږ د هیواد پوه قشر هم تر یرغل لاندي راوستی، هغوی دومره متاثر شول چې د خپل هیواد او ځان بقا يې د امریکایانو په حضور کې بلله، تل به يې په غیر شعوري توګه د اشغال تداوم ته کار کاو، آن تر دې چې په شعوري او غیر شعوري توګه به يې د کفارو لپاره د معاصر ابن خطل وظېفه اجرا کوله، د ملا، طالب او مجاهد په ټوله ډله پسي به يې بد رد ویل، ټولو ته يې بلا امتیاز ښکنځلي کولې، تر دې چې دوی دومره عُقديي شول چې ځینو يې د قرآن کریم په ثابتو احکامو پسي هم (والعیاذ بالله) په مستقیم او غیر مستقیم ډول استهزاء کول پیل کړل، دا هر څه د دې لپاره ول، چې له ملا، طالب او مجاهد سره خپله کینه ښکاره کړي.

اوس هم وخت ندی تېر!!

چې د الله په دربار کې توبه وباسئ او الله ته راجع شئ، پر خپلو ټولو کړو وړو باندي له سره غور وکړئ، کنه !! ممکن چي په راتلونکي کې داسي بې لاري خلک د معاصر ابن خطل تر عنوان لاندي محکمې ته را کش کړل شي، هلته به بیا وخت تیر وي.

نور بیا . . .
2020-07-12

Related posts