اګست 10, 2020

سمنګان مرکز کې په استخباراتي مرکز استشهادي بريد کې ۷۰ ګوډاګیان مړه او ژوبل، جګړه روانه ده

د الفتح عملیاتو دښمن ځپونکي بهیر کې نن غرمه ۱۱ بجې د سمنګانو ولایت په مرکز کې د کابل ادارې په استخباراتي مرکز استشهادي برید ترسره شو.

دغه اتلوال برید د دښمن په هغه شرځاله ترسره شوی چې په شمالي ولایتونو کې یې د اولسي خلکو د وژني، په مساجدو، ښوونځیو او عام المنفعه ځایونو د بریدونو او بمبارویو پلانونه جوړول او په سیمه کې ګڼ لوی او واړه جنایات ترسره کول.

دغه برید کې تر دې دمه  د یاد ریاست شاوخوا ۷۰ استخباراتي ګوډاګیان مړه او ژوبل شوي دي، دښمن ته دروند مالي زیان اوښتی او جګړه لا په شدت روانه ده، چې پوره جزئیات به یې وروسته خپاره شي.

2020/7/13

Related posts