اګست 15, 2020

هغوی ته چې په دیپلوماتیکه ژبه نه پوهیږي

هغوی ته چې په دیپلوماتیکه ژبه نه پوهیږي

جواد فاتح:
نن غرمه مهال د استشهادی کنډک اړونده درې تنه اتلانو په سمنګان ولایت کې د استخباراتو شیطاني ځاله تر خپلو تندریزو ګذارونو لاندې ونیوه.
استشهادیان په پوره بریالیتوب د دښمن تر ټولو خوندي ځای ته داخل او په ښه ډاډګیرنه یې د مظلومانو په قاتلینو عدالت پلی کړ.
تر سلو زیات د کابل د ادارې پاتې شونې او د اسلامي نظام په لار کې خنډ اچونکي یې له منځه یوړل؛ او د امت درې تنه محسنان هم د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل.

د اسلام دښمنان باید په دې پوه شې چې د اسلامي امارت دیپلوماسي او سیاسي هڅې په دې معنا نه دي چې د کابل مزدوره اداره دې د هیواد په ګوټ ګوټ کې په ړندو بمباریو او هواي ‌‌پیرونو کې زموږ بې دفاع هیوادوالو په وینو کې لمبوي او د اسلامي امارت څخه دې د ترحم او انعطاف او د جګړې ودرولو غوښتنه او هیله ولري.
اسلامی امارت د اسلام تر سیوري لاندې خپلو ژمنو ته متعهد او د خپلو مسلمانو هیوادوالو د وینو او زورولو پوښتونکی دی، هغوی چې زموږ د هیوادوالو په ربړولو او وینو تویولو کې پړه دي هرومرو حساب ورکونکي او د خپل جرم سزا لیدونکي دي.

د ستونزو په حل کې سولیزې هڅې او دیپلوماتیکي منډې ترړي یو منل شوی اصل دی، خو کله چې مقابل جهت سولیزه هڅه د خپلو شومو موخو لپاره د تکتیک په ډول کاروي او غواړي په مختلفو بهانو مجاهدین غافله او د خلکو سترګو کې خاورې وشیندي، مجاهدین مکلف دي تر څو دښمن په هغه ژبه پوه کړي چې د دیپلوماسۍ په ژبه نه پوهیږي.
د سمنګان ولایت مرکز کې په استخباراتي ځاله  نننی برید هم هغوی ته چې په سیاسي ژبه نه پوهیږي ، او غواړی د خپلو شخصي موخو او ګټو د خوندیتوب په تکل د ماشومانو په څیر یوه کرښه رسم او بله ړنګه کړي همدا پیغام درلود تر څو د قضي د د حل اصلي جهت ته په را ګرزیدو له سرتمبګیو لاس په سر شي.

 

Related posts