اګست 11, 2020

په سمنګان کې د فدايي بریدونو ورستي جزئيات: په بریدونو کې ۱۱۹ استخباراتي کارمندان مړه او ژوبل، ګڼ وسائط ویجاړ شول

د الفتح عملیاتو په لړ کې نن غرمه شاخوا یولس بجې د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار کې د مزدور دښمن د استخباراتو (په اصطلاح ملي امنیت)په ریاست چې په شمالي ولایتونو کې د ملکي خلکو په ضد د بریدونو، بمبارونو، نیونو او وحشت پلانونه په کې جوړیدل او نن هم په همدې اړه مهه غونډه پکې روانه وه، د اسلامي امارت د استشهادي کنډک ۳ تنو استشهادي مجاهدینو (حافظ محمد کندهاري، بیت الله زابلي او سیف پکتیکاوال) لخوا اتلوال فدایي بریدونه ترسره شول.
د یوتن فدايي مجاهد لخوا د لومړني درانه انفجار په وسیله د موانعو په لرې کیدو سره ۲ تنه نور فدایان وتوانیدل چې له خپلو وسلو او مهماتو سره د ریاست ودانۍ ته ننوزي او په باقې پاتې مړژوانده عسکرو او استخباراتي کارمندانو باندې د خپلو ټوپکو باړونه وچلوي.
د ۴ ساعته عملیاتو په جریان کې د مزدور دښمن د مهمو استخباراتي افسرانو او کارمندانو په ګډون ۴۷ تنه عسکر ځای پرځای ووژل شول، ۷۲ تنه نور مرګونې ټپيان شول.
د عملیاتو په نتیجه کې د یادې استخباراتي ودانۍ ډيره برخه نړیدلې، ګڼ شمیرې وسائط او وسائل يې له منځه تللي او سخت ګوزار يې خوړلی دی.
د یادونې وړ ده چې له دغه استخباراتي مرکز څخه د شمال زون د ډيرو ولایتونو لپاره د عملیاتي مرکز په توګه استفاده کیده چې په کې ګڼ شمیر ملکي خلک وژل کیدل، نیول کیدل او همدا ډول د مجاهدینو په ضد هم عملياتي پلانونه په کې طرحه کیدل.
اسلامي امارت د دې غوښتونکی ده چې هرڅه ژر بین الافغاني مذاکرات پيل شي او د جګړې د ختمیدو لپاره معقوله حل لاره ولټول شي؛ خو مزدور دښمن لاهم د بین الافغاني تفاهم څخه تيښته کوي، د ملي پروسې په وړاندې خنډونه جوړوي او د جګړې دوام غواړي.
په ځانګړي ډول د دښمن استخباراتي ارګانونه هره ورځ د ملت په وړاندې د دسیسو په جوړولو او شومو پلانونو بوخت دي چې مجاهدین يې له نیږدې څاري، وخت په وخت يې پلانونه کشف کوي او د طراحانو مراکز دا ډول تر ګوزار لاندې نیسي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۲/۱۱/۱۴۴۱هـ ق
۲۳/۴/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/7/13م

Related posts