اګست 15, 2020

د توافقنامې له لاسلیک وروسته د لومړۍ پړاو (۱۳۵) ورځو د تکمیل په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د توافقنامې له لاسلیک وروسته د لومړۍ پړاو (۱۳۵) ورځو د تکمیل په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

داچې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې د توافقنامې ۱۳۵ ورځې بشپړې شوې موږ يې په اړه لاندې ټکي ابلاغوو.
ــ د توافقنامې له حکم سره سم د امریکا د متحده ایالاتو او بهرنیو متحدینو لخوا يې د ځواکونو کمښت او له پنځو اډو څخه وتل یو ښه او مثبت ګام دی.
ــ په یاده زمانه کې د توافقنامې د لومړي شرط یعنی د بندیانو د خلاصون پروسه تراوسه ځنډول، د تأسف وړ خبره ده چې د بین الافغاني مذاکراتو او سر تاسری سولي د ځنډ باعث شوې اوس باید له ورکړل شوي لست نه علاوه نور بندیان هم خلاص شوي وای.
ــ تر اوسه پورې د اسلامي امارت د مشرانو د تور لست موضوع هم لاینحله پاتې کیدل، د انديښنې وړ ده، چې باید جدي غور پرې وشي او عملي ګامونه پورته شي.
ــ د توافقنامې له لاسلیک څخه را وروسته د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا په بهرنیو ځواکونو بریدونه نه دي ثبت شوی چې پخپله د اسلامي امارت لخوا د توافقنامې مندرجاتو ته ژمنتیا څرګندوي.
ــ سره له دې چي په توافقنامه کي صراحت موجود دی چي د جنګ له ساحي دباندي به هر ډول نظامي حرکت بند وي خو په تأسف سره چې د امریکايي ځواکونو او داخلي ملاتړو لخوا یې په تیرو (۱۳۵) ورځو کې وخت په وخت په غیر جنګي سیمو کې بمبارونه شوي، د کابل ادارې عملیاتي قواوو څخه د تعرض په مهال حمایت شوی، د کابل ادارې د ځواکونو الوتکې د امریکايي پيلوټانو لخوا چلول شوې چې په ملکي خلکو، مجاهدینو او عامه تأسیساتو يې بمبار کړې دي.
امریکايانو تنها په تیرو لسو ورځو کې په لوګر، بادغیس، میدان وردګو، غزني، زابل، ارزګان، هلمند او کندهار کې پرلپسې ګڼ شمیر ډرون بریدونه او بمبارونه کړي او دوه ځله يې چاپې وهلې چې له توافقنامې څخه برالا سرغړونه او په لوی لاس غټو حملو ته د مجاهدینو پارونه کېدای شي، اسلامي امارت دا ټول بریدونه غندي او هرڅه ژر يې د متوقف کیدو غوښتنه کوي.
ــ د سمنګانو په ولایت کې د تیرې ورځې برید، همدا ډول په ځينو نورو برخو کې د جنګ شدت د کابل ادارې د پيل شوو عملیاتو، لکه د هلمند د سنګین د پيښې غوندې په ملکي خلکو د و حشیانه حملو او د امریکايي ځواکونو لخوا له توافقنامې څخه د سرغړونو په غبرګون کې شوي، چې عمل نه؛ بلکې عکس العمل ورته ویلی شو.
ــ اسلامي امارت یوځل بیا په امریکا او اړوندو جهتونو غږ کوي چې د دوحې توافقنامې بشپړ او ژر عمل کیدل د ټولو اړخونو په ګټه دي، باید له رامنځته شوي فرصت څخه سالمه استفاده وشي، پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي او پرینښودل شې چې وضعیت د لا ډيرې بې باورۍ، خطر او ستونزو خوا ته لاړ شي.
امریکایې لوری باید یوې خاصي کوچینۍ کړۍ ته فرصت ورنه کړي چې اوبه خړې کړي او ماهیان پکې ونیسي دلته باید د ټول ملت مصالحو، نظریاتو او غوښتنو ته احترام وشي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۳/۱۱/۱۴۴۱هـ ق
۲۴/۴/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/7/14م

Related posts