اګست 15, 2020

میدان وردګ کې ۳ انسان تښتوونکي نیول شوي، ۳ تښتول شوي ژغورل شوي دي

میدان وردګ کې ۳ انسان تښتوونکي نیول شوي، ۳ تښتول شوي ژغورل شوي دي

څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو یوې ۳ کسېزي ډلي د میدان وردګ له جلریز ولسوالۍ زنګا کلي څخه د محمد یحی او محمد فرهاد په نومونو ۲ ماشومان او د سلطان محمد په نوم یو سړی چې له هزاره قوم سره یې تړاو درلود وتښتول، چې له نیکه مرغه نن د نرخ ولسوالۍ په ده حیات سیمه کې د اسلامي امارت د کشفي ارګان لخوا په یوه سراچه ډوله موټر کې د لېږد پر مهال ټول یو ځای ونیول شول او تښتول شوي کسان وژغورل شول.

تښتول شوي کسان نن د مجاهدینو لخوا د یو- یو جوړه جامو په ورکولو سره خپلو کورنیو ته روغ رمټ وسپارل شول او تښتونکي د اسلامي امارت محاکموته وسپارل شول.

2020/7/14

Related posts