اګست 15, 2020

پکتیکا په ۳ ولسوالیو کې له ( ۴۰۰۰ ) کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

پکتیکا په ۳ ولسوالیو کې له ( ۴۰۰۰ ) کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د اسلامي امارت د موسساتو کمیسیون لخوا د پکتیکا ولایت، اومني، نکې او وړممۍ ولسوالیو کې له غریبو او بې وزلو کورنیو سره د اولیه خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرسته کې اوړه، غوړي او نور خوراکي شامل و، چې د یاد کمیسیون د مسؤلینو لخوا د اومني ولسوالۍ ۱۸۰۰ کورنیو، د ووړممۍ ولسوالۍ ۶۰۰ کورنیو او په نکه ولسوالۍ کې هم په ګڼو کورونیو باندې وویشل شول.

د سیمې خلکو د اسلامي امارت د دغه اقدام د بې ساري هرکلي ترڅنګ په دې برخه کې د لازیات کار غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت لخوا په بیلا بیلو ولایتونو کې له اړمنو افغانانو سره د اولیه توکو مرسته شوې ده.

2020/7/14

Related posts