اګست 15, 2020

اشرف غني ولي د بهرنیانو په وتلو ګیله من دی؟!

اشرف غني ولي د بهرنیانو په وتلو ګیله من دی؟!

معین احمد ( معین):

د جون میاشت چې په تیرو کلونو کې به د کال د نورو میاشتو په پرتله د طالبانو او امریکايي پوځیانو ترمنځ د سختو جګړو شاهده وه اوس د جګړو په ځای له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د پرشاتګ په میاشت بدله شوې.

د امریکا مشهورې تلویزوني شبکې «سي اېن اېن» د دوو امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره له افغانستانه د څلور زره نورو امریکایي عسکرو په ایستلو غور کوي او په دې برخه کې يې پلان په وروستي کېدو دی.

تر دې وړاندې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کېټ مک کنزي رسنیو ته ویلي و چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون په اساس امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له خواو شا ۱۲۰۰۰ زرو څخه ۸ زره او ۶۰۰ تنو ته را کم کړی دی.

مک کنزي دا هم ویلي و چې که شرایط برابر شي، امریکا تیاره ده په افغانستان کې د خپل نظامي حضور کچه صفر ته راټيته کړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې توافقنامې په اساس باید امریکایي ځواکونه د راتلونکې جولای میاشتې تر نیمایي پورې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته را کم  او په څوارلس میاشتو کې دننه باید ټول بهرني عسکر له افغانستانه وباسي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو راپورونه داسې مهال ورکول کیږي، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د بهرنیو ځواکونو چټک وتلو ته اندېښمن دی او دا کار د افغانستان او امریکا په زیان بولي.

نوموړي په دې وروستیو کې له ټي ، اي ډي په نوم بنسټ سره  په خپلې ویډیويي مرکه کې ادعا کړې ، چې د امریکايي عسکرو چټک وتل به تر افغانستان امریکا ډېره تاواني کړي.

نوموړي دا هم ویلي چې تر ټاکلي وخت وړاندې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې پروسه زیانمنه وي، باید امریکایان د افغانستان د شرائطو په پام کې نیولو سره په تدریجي ډول له افغانستانه ووځي.

خو د اشرف غني د انديښنې برخلاف بهرنۍ مداخله په تیره پوځي هغه یې په افغانستان کې د جګړې او بي ثباتي اساسي لامل ده او څومره ژر چې د دې مداخلې کچه کمیږي په هغه اندازه ورسره د سولي د ټینګښت امکانات زیاتیږي.

که واقعا هم لکه امریکايي جنرالان چې وايي د دوي (۴۰۰۰) سرتیري تر ټاکلي وخت پنځه ویشت ورځې وړاندې له افغانستانه وتلي دا به په افغانستان کې د سولې د عملي کیدو په لاره کې یو تر ټولو مهم او عملي ګام وي چې د امریکایانو لخوا اخیستل کیږي.

د سولې تړون نورو مؤیدینو ، ناټو ـ او ملګروملتونوـ ته هم په کار دي چې د دې تړون د تائید او تکمیل ترڅنګ د هغه د مثبتو اړخونو را څرګندولو په غرض دغه ډول څرګندونې وکړي؛ نه دا چې د یو شمیر مغرضو حلقاتو په دستور د هغه د تخریب او تضعیف هڅه وشي.

پر کابل رژیم د بهرنیو ځواکونو ژر پرشاتګ ځکه منفي اغیز لري چې د هغوی اعتماد او باور په همدې ځواکونو دی.

همدا بهرني ځواکونه وو چې کابل رژیم ته یې په لامشروع ډول په افغانستان کې د تحمیل کیدو زمینه مساعده کړه.

که نن بهرني ځواکونه له افغانستانه وزي د هغوی په ټانګونو او الوتکو کې راوړل شوي ښاغلي نور دلته د پاتي کیدو کوم چانس نه لري.

ځکه نو هغوی تل په افغانستان کې د بهرنیانو شتون ضروري او وتل یې د افغانستان او امریکا په تاوان بولي.

خو واقعیت دادی چې له افغانستان څخه د بهرنیانو پرشاتګ او د افغانستان د اشغال پایته رسول نه د افغانستان په زیان دی او نه هم د امریکا ؛ بلکې د زیان په ځای د افغانستان او ټولې سیمې لپاره د ثبات او امنیت پیغام له ځانه سره لري

Related posts