اګست 15, 2020

د خوست ولایت په ګڼو ولسوالیو کې د تعلیمي ادارو له مسئوولینو سره ناستي وشوې

د خوست ولایت په ګڼو ولسوالیو کې د تعلیمي ادارو له مسئوولینو سره ناستي وشوې

د خوست ولایت د تعلیم او تربیې رئیس، مرستیال او د یو شمېر ولسوالیو مدیرانو په ګډه د مرکز، نادرشاه کوټ، ګربزو او تڼیو ولسوالیو په بیلا بیلو سیمو له ګڼو تعلیمي ادارو څخه لیدنې وکړې او ګڼو تعلیمي مسئوولینو سره یې جلا جلا غونډې ترسره کړې.

د غونډو ګډونوالو ته د دغه ولایت د پوهنې مسئولینو لخوا د دیني مدارسو د تعلیمي نصاب، د ښوونځیو درسي پروګرام او دغه راز د مدارسو او مکاتبو د کړنلارو په اړه هر اړخیزې او تفصیلي خبرې وکړې.

همدا رنګه دوی په خپلو ویناو کې د علماء کرامو مسئولیت او مقام، علماء د خـپل دین په خپرولو او حق ویلو کې تر هرچا وړاندې وي، د کفري قانون قباحت او مذمت، د داعیشي فتنه ګرو، وهابیانو او د هغوی باطلې مفکورې او په تعلیمي ادارو کې د دوي مخنیوی په اړه ځانګړې سپارشتنې وشوې.

د غونډو ګډونوالو هم د اسلامي امارت د پوهنې له مسئولینوڅخه مننه وکړه چي هروخت د تعلیمي ادارو لیدنه اوکتنه کوي، د تدریسي کیفیت د ښه والي، د تعلیم او تربیې داصولو او مقرراتو مو خبروي او له خپل لوري یې د تعلیمي اصولو د بشپړ تعمیل اطمنان ورکړ.

د یادونې وړده چي د شاګردانو څخه په شروع مضامینوکې پوښتني وشوې او کامیابو شاګردانو ته تشویقي انعامونه ورکول شول .
یادې غونډې دمعمول سره سم دقرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسیدې.
۲۰۲۰/۷/۱۳

Related posts