اګست 15, 2020

بغلان: پلخمري کې دښمن په کلي چاپه کورونه تخریب، ۴۵ کلیوال نیولي دي

د مزدور رژیم عسکرو تېره شپه د بغلان ولایت، پلخمري ولسوالۍ کې د خواجه الوان په کلي وحشیانه چاپه وهلې، دغه جنایت پر مهال ګډو وحشیانو د خلکو کورونه تالاشي کړي، قیمتي توکي یې لوټلي، خلک یې له کورونو په زور را ایستلي او ۴۵ تنه کلیوال یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

دا په داسې حال کې دی، چې دښمن د هیواد په نورو برخو کې هم په کلیو هاوانونه ویشتلي، بمبارونه کړي او عامو اولسي خلکو ته د سر او مال درانه تلفات اړولي دي.

2020/7/14

Related posts