اګست 15, 2020

میدان وردګ کې د ابتدائيه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

میدان وردګ کې د ابتدائيه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

 د ميدان وردګ ولایت  بند چک ولسوالۍ د خوات درې د مدو په کلي کې چې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې ساحه ده د يو باب ابتدائيه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه .

ياد ښونځی چې د بنسټ ډبره یې د موسساتو د مسؤل لخوا نن کېښودله شوه د شپږ څلوېښت لکه دری شپېته زره افغانیو په لګښت جوړېږي او تر شپږم ټولګي پورې به پکې سیمه ييز ماشومان زدکړه کوي.

پاته دي نه وي چې تېره ورځ په یاده ولسوالۍ کې د یو بل ښوونځي د بنسټ ډبره هم کېښودله شوې وه، اسلامي امارت هڅه کوي د هیواد په ټولو برخو کې ښوونیز مراکز فعال او نوي نسل ته د ښووني او روزني په برخه کې پراخ امکانات او اسانتیاوي را منځته کړي.

2020/7/14

Related posts