اګست 15, 2020

بغلان: دوشي کې دښمن په کلیوال مسجد ۱۲ راکټونه ویشتلي او تخریب کړی دی

بغلان: دوشي کې دښمن په کلیوال مسجد ۱۲ راکټونه ویشتلي او تخریب کړی دی

وړمه ورځ د مزدور رژیم چورلکو د بغلان ولایت، دوشي ولسوالۍ اړوند ظهرابي سیمه کې د ملا نصرو په نوم یو کلیوال مسجد بمبار کړ، په دغه مسجد د جنایتکار دښمن لخوا ۱۲ راکیټونه ویشتل شوي دي، چې له امله یې مسجد په مکمل ډول تخریب شوی او په کلي کې سخته وېره ګډه شوې ده.

تر بریدوروسته دښمن یاد جنایت په دې توجيه کړی چې ګواکې د ذاکر په نوم د مجاهدینو ځایي مشر یې په شهادت رسولی، خو دغه ادعا دروغ او په دغه پېښه کې هیڅ کوم مشر یا کشر مجاهد ته زیان نه دی رسېدلی.

2020/7/14

Related posts