اګست 04, 2020

د زابل په مرکزي زندان کې د یوه بندي د وفات په اړه د بندیانو چارو کمیسیون اعلامیه

د زابل په مرکزي زندان کې د یوه بندي د وفات په اړه د بندیانو چارو کمیسیون اعلامیه

د کابل ادارې په زندانونو کې د بد وضعیت او د بندیانو د وفات په لړ کې مو، په خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ چې تیره ورځ د زابل ولایت په مرکزي زندان کې یو تن بندي ( حمیدالله و لد مرادخان) چې د زابل ولایت دایچوپان ولسوالۍ د دوزي سیمې اوسیدونکی وو د ناروغۍ له امله وفات شو.
یاد بندي له تیرو دوه میاشتو را په دې خوا بندي و چې په مکرر ډول يې د زندان له مسئولینو څخه د خپلې تداوۍ غوښتنه کوله، خو متأسفانه چې هيڅ پاملرنه ورته ونشوه او دغسې په ناروغۍ کې پاتې او بالآخره وفات شو.
د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمیسیون له یاد بندي سره بې غوره چلند او په قصدي ډول ناروغ پریښودل چې د وفات سبب يې شو په کلکه غندي.
د تیر په څير یوځل بیا له بشري نهادونو او حقوقي ادارو څخه په کلکه غواړي چې زموږ د بندیانو د د وضعیت په اړه د مسئولیت احساس وکړي، د ناروغو بندیانو د تداوۍ لپاره لاس په کار شي او د کابل ادارې په چارواکو فشار وارد کړي چې له بندیانو سره خپل چلند انساني کړي.
موږ د متوفا بندي لپاره له الله تعالی څخه د فردوس جنت غوښتنه کوو، کورنۍ او خپلوانوته يې د جمیل صبر او جزيل اجر هیله لرو.
د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون
۳/۱۲/۱۴۴۱هـ ق
۳/۵/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/7/24م

Related posts