اګست 04, 2020

دهیواد له نامتوعالم نمونه اسلاف جناب مولوی نظرګل صاحب دامت برکاته سره مرکه

دهیواد له نامتوعالم نمونه اسلاف جناب مولوی نظرګل صاحب دامت برکاته سره مرکه

جناب مولوی صاحب!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

وبعد!  د افغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چارو کمیسیون په پام کې لري، تر څو د هیواد له نومیالیو علماء کرامو او مشایخو سره علمي، جهادي او هر اړخیزې مرکې وکړي، تر څو چې نوی نسل او ځوان قشر ترینه ګټه ترلاسه کړي او د خپلو اسلافو له افکارو، صفاتو، کردار سره اشنا شي.

د دغو مرکو لړۍ جاري ده، چې له تاسو سره داځل مرکه هم ددې لړۍ یوه کړۍ ده. هیله ده چې د څرک دمینه والو اذهان  په خپلو ذرینو خیالاتو او علمي ویناوو مزین کړئ.

  پوښتنه: جناب مولوی  صاحب!  ستاسو شهرت ، علمي مقام او جهادي ژوند هر چاته ښکاره دی، خو بیا هم د مرکې  د دود او دستور په اساس  که لطف وکړئ او د څرک مجلې لوستونکو ته ځان معرفي کړئ، ښیګړه به مو وي.

ځواب: د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو د کمیسون ټولو محترمو مشرانو،  کشرانو او ټولو کارکونکو او عامو لوستونکو او کتونکو ته!

 السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

وبعد اولاً د څرک مجلې د مسئولینو ډیره شکریه ادا کوم چې زه یې هم د هیواد د علماؤ په لیست کې شامل کړم دا دوی حسن ظن ده الله ج دې مونږ په حقیقي علماؤ کې شمار کړي

 زه مولوي نظرګل د حاجي صاحب قلم الدین زوئ د حاجي صاحب محمد امین لمسی د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د مغل خیلو د کلي اوسیدونکی یم او د خپل عمر ۷۲ پسرلی شمارم

دوهمه پوښتنه: جناب مولوی  صاحب! د خپلو زده کړو په باب که رڼا واچوئ چې مروجه   دودیز فنون مو چیرته  لوستي، په ځانګړې توګه  د لوړو زده کړو یعنې موقوف علیه (وړه دوره) او لویې دورې په باب مو راته ووایاست  چې چیرته او له کومو استادانو مو  لوړې زده کړې وکړې؟  اوهم که لطف وکړئ او دخپلو یو څو هغو استادانو نومونه راته بیان کړئ  چې زیات فیض اوپوهه مو ترینه ترلاسه کړې ده ؟

جواب:محترمو ستاسو ته به معلومه وي چې افغانستان کې سابقه درسونه په شخصي او انفرادي توګه  وو، فنون مې په مختلفو استادانو ویلي بعضې معتمد فنون او د تکمیلې کتابونه مې له دغو محترمو استادانو څخه ویلي دي مرحوم شیخ الحدیث فقیرمحمد نورالله مرقده چې د لوګر مرکز د پادخواب شانه د کلي ؤ او الحاج عبدالحلیم صاحب نورالله مرقده چې په سرسنګ اخندذاده صاحب سره مشهور وو  اصلي دلوګر مرکز د شمک د قلعه ؤ  او بل مرحوم حاجي صاحب محمدصادق نورالله مرقده چې اصلي د غزني د شلګر وو او د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د محمداغې په کلي کې مدرس او امام وو او د محمداغې حاجې صاحب باندې مشهور وو او بل شهید مولوي صاحب علم ګل نورالله مرقده چې د لوګر مرکز پادخواب د کلي اوسیدونکی وو مشهور استادان مې دغه وو او موقوف علیه (وړه دوره) مې له شهید ګمنام مولوي فضل الحق اخندذاده صاحب مشهور په ملاحسن قلعه اخندذاده سره ؤ اصلي د لوګر محمدآغې ولسوالۍ د کُلي د کلي ؤ او په ابتدأ د خلق او پرچم کې امیر د ولایتي هم ؤ سره وکړه.

او لویه دوره مې له الحاج شهید مولانا محمداسلم صاحب رحمه الله باندې کړې ده چې مرحوم د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ د سره کلي ؤ د لوې دورې ابتدأ مو په کابل سرچوک کې د کوهیستان د حضرت صاحب په څلورمنزله جومات کې شروع کړه،  خو بیا د ښار له ژونده  طالبان او استادان ډیر په تنګ شول وجه يې داوه چې دښار منځ وو د زیات شور له وجهې طالبانو او استادانو مطالعه نشوه کولی شیخ صاحب محترم مې راته وویل چې په اطرافو کې ځای پیدا کړه پسرلی له کابل نه ځم

جناب شیخ القرآن والحدیث میرصاحب د مغل خیلو او شیخ القران والحدیث جناب فضل الحق اخندذاده صاحب د لوګر ولایت مرکز پادخواب شانه کلي کې د شاهي بیالې د سړک په غاړه نوې مدرسه تأسیس کړه یو کال مخکې به فضل الحق اخندذاده صاحب له کلنګاره د درس له پاره ورته راته د مدرسې د اهتمام چارې یې شهید مولوي محمدنبي چې د لوګر د پاتخواب  د سیمې اوسیدونکی وو ورته سپارلې وې زه ورته راغلم حال مې ورته بیان کړ چې مکمله دوره استادان او شاګردان زه درته راولم که ته یې اداره کولی شې او شیخ صاحب تنخوا هم نه غواړي حتيٰ مستقل خوراک هم نه غواړي نو مهتمم ډیر خوشحاله شو او دې کارته حاضر شو د ژمي په تیریدو سره پسرلی ټول د پاتخواب شانې کلي مدرسې ته راغلو تر مني پورې مو لویه دوره په ډیره خوشحالۍ سره سر ته ورسوله.

 پوښتنه: داسې مو اوریدلي دي چې جناب شیخ المشایخ ارواښاد میرصاحب عبدالستار جان (دمغل خیلو میر صاحب رحمة الله علیه) چې دخپل وخت لوی ولي او نومیالی عالم ؤ، له تا سره یې بې سارې مینه او زیات شفقت درلود، که ددې رمز او راز راته ووایاست او هم د ارواښاد میر صاحب (رحمه الله) دعلمي، روحاني او اجتماعي شخصیت په اړه خپل یاداشتونه راته په ګوته کړئ، نو دا به له ځوان کهول او معاصرو علماؤ سره ستاسو شفقت وي، تر څو چې دوۍ هم د خپلو  اسلافو له سیرت او حالاتو نه خبر شي.

ځواب:د مغل خیلو میر صاحب رحمه الله باره کې به دومره ووایم چې د خپل وخت لوی ولي او عالم وو ماسره يې د زیاتې مینې راز دا وو چې زما ورسره تعلق زیات وو زه به یې په خدمت کې ډیر حاضریدم په ما يې چې څومره شفقت کاوو مابه يې هغومره ډیر عزت کاوو یوه ورځ يې راته ویل چې راشه جلالین او دا نور کتابونه په شوق درته ووایم ما ورته وویل جناب ته زمونږ په کلي کې يې زه چې له تاسره په جومات کې درس وایم او پلار او وروڼه مې چې کار کوي ماته په مسجد کې طاقت نه راځي دعا راته وکړه بیا به يې ډیرې دعاګانې راته کولې.

جناب میرصاحب ډیر لوی ولي د وخت ؤ اجتماعي جنبه یې ډیره بیساري وه، د ظاهرشاه د واکمنۍ په مهال په افغانستان کې عموماً د روسانو نفوذ په زیاتیدو وو حتی په اردو کې یې ضابطان او په فارلمان کې وکیلان هم نظره پیدا کړل  کله چې د روسانو پلویان ډیر شول نو جناب میرصاحب د لوګر خاص څو کسان بافکره او د وردګو دولایت عبدالرب اخندذاده صاحب د غزني او د قندهار ډیر په راز پوی باتجربه علماءکرامو سره ډیر په مخفي توګه مشوره وکړه چې باید پر ولایت او ولسوالیو کې جید علماء کرام کاندیدان کړو او په پراخه کچه ورته کامپاین وکړو چې فارلمان ته کامیاب شي تر څو د روسانو مخه په فارلمان کې هم ونیسو هماغه وو چې  له لوګره هم مخکښ علماء کاندیدان شول خپلو علماوو کاندیدانو ته میرصاحب پخپله هم په پراخه کچه کامپاین وکړ د میرصاحب د کامپاین برکت وو چې له لوګره  مولوي صاحب محمدنبي محمدي او مولوي صاحب سیداکبر دلاور فارلمان ته کامیاب شول

 د کامپاین په جریان کې میرصاحب سره دوه نفره  د لوګر د څرخ ولسوالۍ څخه خروار(اسلام دره)ولسوالۍ ته روان شول بره د کوتل په سرک مخالفینو(دخلقیانوپلویان) په یو لوی کمر باندې سړک بند کړی ؤ تر څو میرصاحب خپلو علماوو ته کمپآین ونکړي ځکه د میرصاحب رسوخ په ولس کې زیات وو مخالفین په دې پوهیدل چې ولس د میرصاحب له خبرې نه تیریږي په خپل ټول توان یې کوشش کاوو تر څو میرصاحب د کامپاین مخه ونیسي  یو عالم ملګري يې وایي موټر مو بند شو میرصاحب جناب پکې ناست ؤ مونږ ورته کته شولو چې هر څه خواري مو وکړه کمر ونه ښورید جناب میرصاحب په اسماءالله اذکارو مصروف ؤ راښکته شو سفینه چپنه یې اغوستې وه چپنه یې قت کړه او په تیږه یې کېښوده دواړه لاسونه مبارک یې له کمرنه لاندې کړل او مونږ ته یې غږ ونکړ دالله اکبر په ویلو سره یې کمر د سړک غاړې ته کړ او لاره خلاصه شوه مونږ ټول حیران شولو میرصاحب هم نور څه ونه ویل او لاړو خروار ته.

او بله واقعه د مبارک داسې وه چې کله د ظاهرشاه د حکومت په خلاف د علماوو مظاهرې شروع شوې د کابل پل خشتي جومات کې ډیر زیات شمیر خلک راټول شوي و حتیٰ د ننګرهار، لغمان څخه هم هم لوی لوی بستونه راغلي ؤ صبغت الله مجددي او اخوانیانو د مظاهرو سرپرستي شروع کړه او مظاهره  په سیاسي طرف لاړه جناب میرصاحب په مظاهره ناراضه او خفه شو ځکه چې د مظاهرې د کوم هدف په خاطر شروع شوې وې هغه مو له لاسه ورکړی وو او صبغت الله مجددي او اخوانیانو سیاسي رنګ ورکړ، د پل خشتي دوهم چت کې میرصاحب بعضې د راز علماء کینول زه هم د میرصاحب په غوښتنه په مجلس کې حاضر شوم  جناب میر صاحب د مظاهرې منفي جوانب بیان کړل هغوی قناعت وکړ فیصله داسې وشوه چې مارشال شاولي خان چې د سردار داؤد تره ده هغه  ته به ورشو یو دوه مادې به پرې ومنو او مظاهره به رخصت کړو مونږ ته به دا  ګټه په لاس راشي چې زور او دبدبه  به مو باقي پاتې شي په دغه خبره اتفاق وشو  جناب میرصاحب او درې نفره نورعلماء شاولي خان ته ولاړل او شاولي خان ورسره مادې ونه منلې جناب میرصاحب ډیر جلالي ورنه جګ شو او شاولي خان یې له نکټایي څخه ونیو او ټکان یې ورکړ ورته یې وویل چې دغسې به دې په ورځ د قیامت د خپل جد)نیکه) په مخ کې له ستونې نیسم جد(نیکه) کې یې اشاره وه حضرت رسول الله صل الله علیه وسلم ته ځکه میر صاحب سید وو، شاولي خان د ډېر هیبت او وېرې له وجهې  چپ ودرید کوم عکس العمل یې ونکړ او میرصاحب او ملګري یې ورنه را ووتل.

او بل د میر صاحب دا عادت ؤ چې کله به لوګر ولایت ته نوی والي راغی نو میرصاحب به مبارکي ته ورغی او د لوګر د علماوو او مدارسو په اړه به یې معلومات ورکړل او د لوګر د مجاهد او متدین ولس په اړه به یې تفصیلي خبر ورکړ تر څو نوی والي دلته د علما‌وو او مدارسو په عاداتو پوی او آګاه شي  او میرصاحب به خپله همکاري ورسره ښکاره کړه نو هغوی به زیات متاثره شول

 پوښتنه: جناب شیخ صیب دخپلې تدریسي لړۍ په هکله مو معلومات راکړئ او دا راته ووایاست چې دیوه فارغ عالم لپاره تدریس څومره حیاتي ارزښت لري اوستاسې له انده یوه مدرس عالم باید کومې ځانګړتیاوي ولري؟

ځواب: محترمو د تاسو د پوښتنې په ځواب کې به دومره ووایم چې ماسره د دوره حدیث په کال هم تر دیارلس نفره طالبانو پورې ول چې درس مې ورکاؤ پس له فراغته  د لوګر ولایت د مرکز د کمالخیلو د ټول کلي امامت زما ؤ، زمونږ په وخت کې رواج داسې وو چې یو مدرس به د یو کلي امامت ونیو نو په دغه کلي کې به چې څومره جوماتونه ول د هغو امامت  به ټول ددغه مدرس په غاړه وو بیا عادت داسې وو چې دغه مدرس سره به طالبان اوسیدل او هغوی  د امامت په چارو کې به یې له خپل استاد سره مرسته کوله او درس ته به دغه مدرس امام ته راتلل، نو د کمالخیلو کلی تقریبا اته جوماته امامت ؤ طالبانو به لمنځونه ورکول او درس ته به زما مسجد ته راتلل، زه له هرې خوا درس ته فارغه وم زیاتې خوارۍ به مې په درس او مطالعه کې کولې شوق زیات راسره ؤ حتیٰ دسهار له اذانه ورسته تر جمع پورې به مې یو کتاب درس کاؤ بیا ورسته د سهار له لمانځه بیا آن تر ماسپښن لمانځه پورې به د درس لړۍ جاري وه، په اول کال راسره څه د صرفو کتابونه  په نحوه کې کافیه، جامي  په منطقو کې تر مرزا قطبي پورې او همداسې د فقه څه کتابونه څه د اصول فقه کتابونه لکه نورالانوار دا کتابونه راسره ول.

څه موده ورسته په سردار داؤد خان باندې خلقیانو کودتاه وکړه حالات بدلیدل د ملاحسن قلعه اخندذاده صاحب په سرپرستۍ لوګر کې خفیه جهادي هڅې شروع شوې زه یې له مرکز او مِحوَر د جهاد چې قلعه جواد ؤ رابط وټاکلم روزانه به تلم او راتلم تر څو په ولایت لوګر حمله وشوه او د جهاد غږ پورته شو درسونه پاتې شول اللهﷻ  دې قبول کړي.

تدریس د یو فارغ عالم لپاره خپل هدف او مقصد ته رسیدل او ښکاره غټه کامیابي ده،  ما پخپل ابتدائي حالت کې له خان، ملک او دنیاوالو نه هیڅ طمع نه کوله د علم په وجه مې پر دوی ځان لوړ باله او ټولو راته احترام درلود، خو شرط په کې استغناء عمل او مصروفیت په خپل علم ده هر فارغ عالم باید استغناء العمل ولري اللهﷻ  به ډیر عزت او وقار ورپه برخه کړي.

  پوښتنه:  ستاسې دطالبۍ په دوران کې په لوګر ولایت کې مشهور درسونه کوم ؤ او د کومو عالمانو نومونه دخلکو په خولو کې ؤ؟

ځواب: محترمه ستاسو د پوښتنې په ځواب کې به دومره ووایم چې په لوګر کې زمونږ په وخت کې  جناب میرصاحب د مغل خیلو کلي کې، حاجي صاحب فقیرمحمد د محمدآغې په کلي کې، دسهاکو اخندذاده جناب محمد نبي صاحب، جناب عبدالحلیم د سرسنګ اخندذاده صاحب، د څرخ مولوي صاحب جناب محمد دین صاحب، جناب محمد نبي د عباس د کلا اخندذاده صاحب، شیخ صاحب قدوس جان، الحاج محمدصادق صاحب، الحاج مولوي صاحب سیداکبردلاور، الحاج فضل الحق ملاحسن قلعه اخندذاده صاحب، مولوي محمدنعیم کوڼ اخندذاده صاحب، الحاج مولوي صاحب علم ګل، الحاج مولوي صاحب محمدایوب،  الحاج مولوي صاحب دورمحمد د دادوخیلو د کلي،

دا هغه اشخاص وو چې زمونږ په وخت کې په لوګر کې مشهور او معروف ول.

پوښتنه: جناب شیخ صاحب دهرمدرس  خپل تفردات وي او هر عالم ځوانانو طالبانو ته  مختلفې توصیې کوي ، نو ستاسو په اند باید یو طالب العلم  کومې نکتې د خپلې زده کړې په وخت په پام کې ولري؟

ځواب: محترمه هر طالب العلم باید ابتداً هغه مدرس استاد غوره کړي چې پوه عامل، مخلص او په زدکړه د شاګردانو کې حریص وي له داسې استادانو ډیره ښه استفاده کیدلی شي، طالب باید له استاد نه مخکې ځان په مطالعه باندې ښه پوی کړي او دا ځانته معلومه کړي چې په کوم ځای پوی او په کوم ځای پوی نشوم  مطالعه ځکه طالب ته مفیده ده چې د استاد په درس باندې بیا ښه په اسانه سره پوهیدلی شي او بل طالب باید خپل قیمتي وخت په عبث مجلسونو خصوصاً په حاضر وخت کې له موبایلو څخه ځان ډیر وساتي په اوس وخت کې په عموم کې چې علمي سویو ته صدمه رسولې هغه موبایل بللی شو هر طالب باید له موبایل نه اجتناب وکړي.

پوښتنه : ستاسې دطالبی په دور کې دمنکراتو په مخنیوي او دټولني په اصلاح کې دعلماوو کردار څومره رول درلود؟  آیا ولس ورسره همکاري کوله او څومره ورسره همغږی ؤ؟

ځواب:محترمه زمونږ د طالبۍ په دَوره کې ظهور د خلق او پرچم نه وو خو څه نور منکرات موجود ول لکه ساز او سرود، قماربازي،غلاوې او…

څرنګه چې علماؤ شتون  باید د ټولني د اصلاح لامل شي، زموږ د طالبي په دوران کې هم د اصلاح لړۍ جاري وه، خو متأسفانه په ډېره جدي توګه ترسره نه شوه.

 پوښتنه : کله چې کمونیستانو وغوښتل تر څو افغانستان ترخپل واک لاندې راولي ، نو په دې وخت کې په لوګر کې دجهاد رهبري چا کوله؟ دیو څو تنو نومیالیو نومونه راته واخلي.

ځواب:محترمه! مونږ مخکې یادونه وکړه چې عمومي رهبري د جهاد له جناب حضرت صاحب ضیاءالمشایخ رحمه الله او دده له ځوی جناب رئیس صاحب اسمٰعیل جان اغا سره وه او مرکز د جهاد د کابل قلعه جواد ؤ هغوی د لوګر لپاره آمر ولایتي د ملاحسن د قلعه اخندذاده صاحب جناب فضل الحق صاحب ټاکلی ؤ او زه یې د دوی دواړو تر منځ رابط وټاکلم  ځکه  په ما د دواړو ډیر اعتماد ؤ.

له آمر ولایتي سره خپل ځینې شاګردان لکه ملاخوشحال، ملاکاتب، ملاعزیزالله، ملا عزیزالرحمن، ملازلمی، ملاموسی جان، ملا اسدالله، او ملاخاصدار الوزئ په جهادي چارو کې همکاران ؤ ټول کارونه منظم روان وو ارتباطات تر پل خمري، وردګ، غزني او تر پکتیا پورې ورسیدل حتیٰ نصرالله منصور صاحب د څرخ مولوي صاحب سیداکبر مولوي صاحب محمدنبي به د ملاحسن قلعه اخندذاده صاحب ته راتلل او په جهادي چارو کې به یې مشورې ورسره کولې.

نو یوه کودتاه په اوردو کې برابره شوه په سرپرستي د وزیرمالیه عبدالمالک خان مونږ ته یې شفرونه راکړل مخکې له دې چې کودتا وشي کار کشف شو عبدالمالک سره له ډیرو اوردو ملګرو ګرفتار شول.

همدارنګه ملاحسن قلعه اخندذاده صاحب حاجي محمود او ملامرادګل هم په یوه چاپه کې ونیول شول باقي ملګرو په خپل منځ کې ملاخوشحال د امیرولایتي په توګه وټاکه،  ورسته له ډیرو هلو ځلو په لوګر ولایت حمله وشوه او چې وروسته ډېر خلک مسلح شول ورسته بیا هرې خواته حملې شروع شوي.

پوښتنه : ګاونډي هیواد پاکستان ته مو په کوم کال هجرت وکړ او چیرته مو استوګنه غوره کړه او دهجرت له دیار څخه مو څنګه خپله مبارزه پیل او پرمخ روانه کړه؟

ځواب: په کال ۱۹۶۳ کې پاکستان ته مهاجر شوم دوه کاله مې د بډه بیره په سیمه کې تیر کړل بیا د مولوي محمدنبي فامیلۍ چې جوړه شوه هلته مو ژوند غوره کړ.

کله چې د حرکت انقلاب تنظیم منظم شو زه د حرکت امیر صاحب له خپل ځان سره په دفتر کې د یو څه خاص کارونو لپاره حصار کړم، تر یو کال پورې مې په دفتر کې مختلف خدمات تر سره کړل او د شوری غړی هم وم بیا مې لوګر ته هم د امیرصاحب په اجازه مختلف سفرونه وکړل او خپل جهادي خدمات مو جاري ساتل.

پوښتنه : له کوم جهادي تنظیم سره مو اړیکې درلودې او کومې دندې مو په کې اجراء کړي دي؟

ځواب:محترمو مونږ مخکې هم اشاره وکړه الحمدالله د تنظیمونو له پیدا کیدلو تر مخه مو هم جهادي چارې پر مخ وړلې خو کوم وخت چې تنظیم د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان جوړ شو له لوګر نه مونږ ارتباط د همکارۍ ورسره شروع کړ او خپل جهادي خدمت مو د دوی په سر پرستۍ کې په مخ روان کړ.

کله چې لومړی مهاجر شوم په ریاست د عوت تنظیم کې په خدمت وګمارل شوم چې ډیر مهم سفرونو مو تر مرانشاه،اعظم ورسک،باجوړ او د افغانستان ډیرو ځایونو ته وکړل ورسته کله چې نظامي آلات او اسلحې را ډیرې شوې زه د فتر نظامي مرستیال وټاکل شوم له څه مودې ورسته بیا رئیس نظامي تعین شوم.

پوښتنه: دحرکت دامیر صاحب جناب ارواښاد مولوي محمدنبي محمدي (رحمه الله) په باب هم که څه توضیحات راکړئ چې دجهاد اهدافو ته څومره وفادار وو ، ولس ورسره څومره مینه درلوده؟ او دولس څومره خواخوږی ؤ؟ په دې اړه که څه خاطري راته بیان کړئ.

ځواب:محترمو د مولوي صاحب محمدنبي په باره کې به دومره ووایم چې  ډیر جید عالم، د ښه قلم او بیان څښتن وو  جهاد ته ډیر مخلص او وفاداره وو، واقعي مجاهدین یې ډیر نازول، اتفاق او اتحاد د تنظیمونو کې ډیر خوښ او مخلص وو.

یو وخت د جهاد کې داسې راغی لوګر کې تقریباً مرکزونه ختم شول مجاهدین عام پاکستان ته راغلل بعضې مشران کابل ته داخل شول لکه مولوي صاحب شفیع امیر ولایتي کابل، حاجي عبدالرازق مسئول شکردره ملک ښایسته ګل مسئول د غوڼډ ملا خوشحال امیر ولایتي لوګر صوفي خاکسار صوفي علم ګل د دادوخیلو ټول پټ وسیدل،  صوفي خاکسار یې آمیرصاحب ته راولیږه چې کابل کې مونږ ته د حکومت اسلحه ډیر په کم قیمت تر لاسه کیږي مونږ ته پیسې راولیږه امیر د حرکت په شپه کې زه راوغښتم بیان یې راته وکړ چې ډیر مهم پنځوس زره۵۰۰۰۰ افغانۍ پیدا کړه  او ته پخپله ولاړ شه چې دا کار ته انجام نکړې بل څوک یې نشي کولی یو نفر بل چې ستا څوک خوښ وي درسره یې کړه د قوس آخرې شپې وې ملګري مجاهدین په حویلیو کې ډیر ول خو ماسره دتګ کوم ملګری پیدا نشو ډیر وګرځیدم بلآخره مې مرحوم ملامحمدعمر د پاتخواب له ځان سره ملګری کړ او هغه کار مو په ډیره ښه طریقه سره انجام کړ.

ولسي خلکو نسبت نورو رهبرانو ته ده ته ډیر محبوب وو که څه هم نورو سره مادیات ډیر ؤ یوه وجه دا وه چې دلته متدین علماء طالبان مجاهدین ډیر ؤ بل دا چې ابتدا د جهاد وه علماء به دوی ته توصیې کولې چې په سیمه کې له ولس سره مشورې مفاهمې کوئ تر څو ولس درسره همکار وي.

پوښتنه: کله چې په هیواد  کې دارواښاد ملا محمدعمر مجاهد(رحمة الله علیه) په مشرۍ دطالبانو اسلامي خوځښت پیل شو ، اوتقریبا ( ۲۵ ) کاله کیږي چې دالړۍ جاري ده .په دې لاره کې  دیني عالمانو او ځوانو طالبانو قسماقسم قربانۍ ورکړې،  اوس مو پوښتنه داده چې اسلامي تحریک او د طالبانو دا مبارزه د وخت څومره غوښتنه او اړتیاوه؟  دطالبانو د دې اسلامي تحریک یو څو مهمې کارنامې را په ګوته کړئ اوکه  نیمګړتیاوې په کې وي ، نو هغه هم راته ذکر کړئ، تر څو چې داصلاح کوښښ يي وشي.

څواب: محترمو دا ښکاره خبره ده که چیرې دا مبارزه نه وای نو د اشغالګرو هجومي حملو او د ډالر دوستو مزدورانو به عملي دین اسلام ختم کړی وو د همدغې پاکې مبارزې په برکت سره  په هیواد او مسلمانانو کې د حق د داعیې جذبه راژوندۍ شوه او  د اشغالګرو او د دوی د اجیرو مزدورانو هیلې یې له خاورو سره خاورې کړې.

په کوم وخت کې چې دغه پاکه چیغه د قندهار له غیږې راپورته شوه دا هغه وخت وو چې په هیواد کې  شر او فساد اوج ته رسیدلی وو هیچا خپل سر او مال محفوظ نه ګاڼه هر ولایت هره ولسوالۍ کې هغه څوک حاکمان وو چې د چا به زور زیات وو دوی به هغه څه کول کوم به یې چې زړه غوښتل ټول افغانستان په مختلفو ډلو ویشل شوی وو پښتون زبان ته فارسي زبان دښمن ښکاریده فارسي زبان ته پښتون زبان  په هیواد کې داسې ناخوالې پېښې شوې چې تاریخ يې په لیکلو شرمیږي، د هغه وخت لپاره له هر څه وړاندې داسې څوک ضرور وو چې هیواد له دغو بد مرغیو څخه وژغوري او هغه نه وو مګر طالبان وو چې هیواد یې له ټولو بدبختیو څخه پاک کړ او ټولو افغانانو د ارام ساه واخیسته ددغه پاک تنظیم له لویو کارنامو څخه یوه دابللی شو چې هیواد يې له تجزیې او بدبختیو څخه وژغوره.

پوښتنه:جناب مولوی صاحب  په افغانستان دامریکايي اشغالګرو اودهغوئ دمزدورانو په خلاف مقدس جهاد د ولس په مستقیمې اوهراړخیزې همکارۍ پرمخ روان دی ، دیوه خواخوږي مجاهد عالم په صفت مو مجاهدینو او دجهاد مسؤلینو ته څه توصيي او مشورې دي چې په څه ډول دولس زړونه خپل کړي.

ځواب: د څرک مجلې ښاغلیو همکارانو تاسو ټولو ته معلومه ده چې اصلي حکومت کول هغه د ولس په زړونو حکومت کول دي د ولس زړه ساتل چې په هر څومره لوی قیمت وي باید وساتل شي ولس ته  عام المنفعه کارونه کول د تعلیم او د صحت اسانتیاوې ورته برابرول د سر او مال يې حفاظت کول  د هر مجاهد مبارز او مسئولینو داسې عملونه چې په اصولو برابر وي د ولس زړونه ګټل کیږي که چیرته داسې وای چې د افغانستان خلک په زور تابع کیدلی نو مخکې هم ډیرو په زور د تابع کولو کوششونه وکړل خو اما چا تابع نکړل  د زور حکومت داری بقا نلري.

مبارزین باید دا په پام کې ونیسي چې په جنګي حالاتو کې د ولس ډیر خیال وساتي، د دښمن له اسیرانو سره د اسلامي احکاماتو په رڼا کې چلند وکړي له خپلو امیرینو او لایحو څخه سر غړونه ونکړي په ښه نیت او اخلاص کې کامیابي د دارینو ده، مسئولین ملګري باید په ټولو چارو کې د ژبني  او قومي تعصبونو څخه ځان وساتي نور چې  صفوفو کې څومره مشکلات وي مسئولین ملګري باید زیات ورته متوجه شي، همدارنګه مسئولین باید په خپل صف کې هغه اشخاص چې د هغوی له وجهې دغه پاک صف بدنامیږي لرې او یا یې اصلاح کړي، همدارنګه باید عام مجاهدین له هغو کارونو ځان وساتي چې د مجاهد نوم ورسره بدنامیږي او په خپل منځ کې باید مینه او محبت وکړي، ټول مجاهدین باید دې ته ډیره توجه وکړي چې په خپل پاک صف کې د منکراتو مخه ونیسي که څوک د منکراتو مرتکب ګرځي باید په ښه طریقه اصلاح شي او دې ته ونه ګوري چې زما ملګری ده که دبل یا زما ملګری ده نو ددې په ځای چې اصلاح شي نو دفاع یې شروع کړو دا دې اسلامي صف ته ډیر لوی تاوان اړوي، له ولس سره باید ډیر ښه چلند وکړي د ولس هر مشر خپل مشر وګڼي هر کشر باید خپل کشر وګڼي دمشرانو باید عزت وکړي او په کشرانو شفقت د شهیدانو او اسیرانو د کورنیو بچیانو باندې باید خاص پاملرنه وکړي د هغوی د بچیانو ښه روزنه وکړي، همدارنګه باید ټول مجاهدین له بیت المال سره ډیر پام وکړي بيځایه یې باید مصرف نکړي، او له ټولو مسئولینو څخه مې دا هیله ده چې خپل ټول کشران مجاهدین دې ته مجبور کړي چې درسونه ووایي تر څو عملي طالبان او مجاهدین شي ځکه اکثره اوقاتو کې چې په صفونو کې مشکلات جوړیږي هغه د بې علمۍ له وجهې وي ځکه داصف چې لومړی شروع شوی له مدرسې او مسجد څخه شروع شوی او هیڅکه به مو سنګر او مدرسه خراف نشي تر څو چې د مدرسې او د سنګر تر منځ چې کوم تار غوړیدلی مظبوط وساتل شي.

پای

په هیواد کې د اسلامي او شرعي نظام د راتلو په هیله

Related posts