اګست 04, 2020

د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د راپور په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د راپور په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په کابل کې د یوناما دفتر د ملکي تلفاتو په اړه خپل شپږمیاشتنی راپور خپور کړی چې په کې راغلي په هېواد کې د ۴۳ سلنې ملکي تلفاتو مسئولیت د اسلامي امارت مجاهدینو ته راجع دی او داسې نورې ادعاوې.
موږ د یوناما راپور په کلکه ردوو، دا راپور د کابل ادارې د امنیتي ارګانونو د معلوماتو په اساس ترتیب او نشرشوی چې په واقعي بڼه د ملکي تلفاتو قضيې نه دي په کې په ګوته شوې.
اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره خپل ټول کوښښ کوي، د همدې کار لپاره يې ځانګړی کمیسیون په کار ګمارلی دی.
په هیواد کې د ملکي تلفاتو اصلي او عمده عامل په عامه کلیو او کورونو او ملکي ځایونو باندې ړندې بمبارۍ او همدا راز د توپونو او هاوانونو اورول دي چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ وروستۍ پيښه يې ښه بیلګه ده او دا ډول کارونه د کابل ادارې د عسکرو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو لخوا ترسره کیږي.
د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ښه او مؤثر ګامونه هلته اخیستل کیدی شي چې هغه نهادونه چې ځان بې پرې بولي واقعا د بشري همدردۍ له مخې د ملکي تلفاتو په قضیه باندې تمرکز وکړي، نه داچې له دې موضوع څخه د یوجهت د ملامت ښودلو لپاره سیاسي استفاده وشي او د پروپاګند لپاره توکي برابر کړل شي.
موږ پوهیږو چې د یوناما راپور د کابل ادارې د استخباراتي ارګانونو او همدا راز د بهرنیو ځواکونو له قومندانۍ سره په هماهنګي کې ترتیبیږي چې طبعا د هغوی په مزاج او خوښه خبرې په کې ځایول کېږي او د ملکي تلفاتو غوندې کاملا بشري موضوع سره سیاسي چلند او تبلیغاتي برخورد ته لاره هواروي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۶/۱۲/۱۴۴۱هـ ق

Related posts