اګست 03, 2020

غزل/ پامیر

غزل/ پامیر

شاعر: قاضي پامیر

ستا په وفا تر اعتباره نن راورسېدم
له اضطرابه تر قراره نن راورسېدم

ځان مي ایره کړ، زما رڼا تر نورو ورسېده
بس لکه شمعه تر سهاره نن راورسېدم

د اعتماد غرور مي داسې دړې وړې پروت دی
لکه سپین ږیری تر ازاره نن راورسېدم

دزړه ارمانه! لا تر اوسه مي و نه موندلې!
د خیال له بام څخه تر داره نن راورسېدم

په یبلو پښو د عشق په لاره د ازغو په څوکو
زخمي زخمي شوم خو تر یاره نن راورسېدم

شاید یوسف غوندې (پامیر) دلته ارزانه خرڅ سې
ګوره د مصر تر بــــــازاره نن راورسېدم

۱۴۴۱ هـ ق

Related posts