اګست 04, 2020

 د لوی اختر په شپو ورځو کې د اوربند په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

 د لوی اختر په شپو ورځو کې د اوربند په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

داچې هېوادوال مو د اخترشپې ورځې په لا ډير اطمینان او خوښۍ کې تیرې کړي، ټولو مجاهدینو ته لارښونه کیږي چې د لوی اختر په دریو ورځو او شپو کې له خپلې خوا په دښمن باندې هيڅ ډول عملیات ترسره نه کړي.
البته که د مقابل جانب لخوا ستاسو په طرف کوم برید وشو، بیا کلک ځواب ورکړئ.
همدا ډول ټول مجاهدین باید متوجه واوسي چې هيڅوک هم د دښمن سیموته د ورتګ اجازه نه لري او نه هم د دښمن عناصروته زموږ سیموته د راتګ اجازه شته، د اختر شپې ورځې په خپلو سیمو کې تیرې کړئ او ولس ته د امن او اطمینان فضا برابره کړئ. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت
۷/۱۲/۱۴۴۱هـ ق
۷/۵/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/7/28م

Related posts