اګست 03, 2020

د فاتحې فلسفه

د فاتحې فلسفه

ليکنه : قاضي پامیر

موږ که شریعت، فقهې او تعامل ته په دقت سره متوجه سو؛ ليري نه ده چي د دینې فلسفې په تعقیب سره بیا تر دینې علومو، د یونانې فلسفې ترجیح نه کړو تائید.
متاسفانه موږ تل فلسفې ته ژمن یو ، خو اصلي دیني فلسفه؛ له موږ نه په ډېر واټن کي پرته وي او ډېر لږ کسان لاسرسی ورته لري.
فاتحه چې په شریعت کې ورته تعزیت( تسلي/ غمرازي) وایې که یې شرعي اړخ په تفصیل سره سپړو کیدای سي وخت واخلي لنډ به دومره ووایم:
ملا علي القاري (رح) لیکلي دي: د (اهل السنت والجماعت) مسلک دادی چې په حق تعزیت کې دعاء کول، صدقه ورکول جائز او روا عمل دی او فتاوی محموديه د شامي په حواله لیکلي دي:
له تلاوت کولو وروسته داسې الفاظ: اللهم اوصل ثواب ماقرأنا الی الخ ـــ ویل اصل اوثبوت لري.
همدارنګه د پیغمبر(صلی الله علیه و سلم) زوی ( ابراهیم ) چي کله وفات سو نو صحابه به دتعزیت په نیت پیغمبر(صلی الله علیه و سلم) ته راتلل .

راځم فلسفې اړخ ته یې ځغلنده کتنه کوم:
قرابت، صله رحمي او همدردي په تعزیت کې تلل کیږي، له دې نه علاوه د صدقې او میلمه پالني تلل هم په نوموړي ترازو کیږي.
یقین ومنئ تاسو یې تجربه کړئ یو کس چې ستاسو سره بغض، کینه او تضاد لري، که فرضا تاسو یې په فاتحه کې شرکت او غمرازي ورسره وکړی او د خدمت سیت هم ورته وکړی دا کس به ضرور ستاسو له حسد او کینې څخه لاس اخلي او په تیرو کړنو به پښېماني څرګندوي .
او که نوموړی کس تاسو ته راشې نو ستاسو محبت اومینه به ضرور ورسره پيدا کیږي .
دا تجربه ده چې د فاتحې په ورځو کې سړی ته طبعا خپل خواږه ملګري ور یادیږي نو کوښښ کوئ چې فاتحې ته حتی الامکان ځانونه ورسوئ ترڅو مو د دوستۍ او ملګرتیا تار ته صدمه و نه رسیږي او خدای ناخواسته و نه شکیږي، داسې سوي دي موږ لیدلي دي .

Related posts