اګست 03, 2020

بلک هاک هم نسکوریدلی شي…!!

بلک هاک هم نسکوریدلی شي…!!

ليکوال : مولوي کريم الله کامران

پرون د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ اړوند سيمه کې د کابل د لاسپوڅي ادارې بلک هاک چورلکه د طالبانو په يوه رسا برید کې نسکوره شوه، ياده پيښه هغه وخت رامنځته شوه، چې د طالب وياند په وينا چورلکه سيمي ته د بمبار په موخه راغلې وه.
د کابل د لاسپوڅي ادارې چارواکو او د هغوی غمشريکو رسنيو له لورې دې پيښي ته يو ځل بيا دا رنګ ورکړل شو، چې ګواکي یادي چورلکي بيړنۍ ناسته کړې ده او دوه کسه عسکر په کې سرسري ټپيان شوي دي، خو کله چې د چورلکي انځورونه راڅرګند شول، چې ټوټه ټوټه پرته ده، د اور لمبې پر ګرځي او لوخړي ترې پورته کيږي؛ نو د کابل ادارې د چارواکو پر ادعاء يې د بطلان کرښه را کش کړه.
کابو څلور کاله وړاندي چې د هيواد د نورو سيمو په څېر د کندهار په معروف او ارغستان ولسواليو کې هم مجاهدینو د مزدور دښمن پراخ ځپل پېل کړي وو، هره ورځ یې پوستې، بېسونه، کنډکونه او لوی لوی مرکزونه ترې نیول، د ازادۍ او امن سپين توغ یې پرې رپاوه؛ د مزدور دښمن له شره یې پراخي سيمي پاکولې او هغوی یې له شرموونکي ماتي سره مخ کړي وو؛ نو امريکايانو خپلو شکست خوړلو غلامو عسکرو ته د روحيې په پار د لومړي ځل لپاره په کندهار کې د بلک هاک چورلکي ورکړې، د دې چورلکو د سپارلو لپاره د کندهار په هوايې ډګر کې ځانګړی نمايشي پروګرام ونیول شو، د کابل ادارې نيمه مشر اشرف غني هم برخه پکې درلوده، په هغه پروګروام کې د بلک هاک ښه ستاینه وشوه، چې ګواکي د بلک هاک په مټ به په يوه هفته کې د طالبانو د ماتي شپېلۍ وږغول شي، هغه سيمي به بیرته ترلاسه کړل شي، چې طالبانو له دوی څخه نيولي دي، حتی د طالبانو څخه به خپلي سيمي هم ونیسي او کلکه ماته به ورکړي، بلک هاک جګړه هم کوي او له ځان څخه دفاع هم کولی شی، ددې چورلکو په نښه کول او نسکورول يې ناشونی کار وبلل شو، لنډه دا چې بلک هاک نه وه سمه بلا يې ترې جوړه کړه.
د کابل ادارې پلويانو هم په ټولنيزو رسنيو کې د بلک هاک انځورونه پورته کښته کول چې د طالبانو د ماتي وروستۍ هيلي یې ورباندې تړلي وې.
خو د ایمان د خاوندانو ګوزار ته بلک هاک هم ټينګه نه شوه او ټوټه ټوټه شوه، د امریکا او ناټو د نورو پرمختللي ټيکنالوژۍ او ماډرنو وسلو په څير بلک هاک هم د ماتي په دود تر غوږونو لاسونه یوړل او په لوړ اواز يې دا ږغ زمزمه کړ چې د امپراطوريو په هدیره کې هيڅ رازوسائل سيګنل نه ورکوي…!
د دې غیرتي او مېړني ملت په وړاندې د بلک هاک په څېر ډير پرمختللي جنګي ماشينونه ناچله شوي او خپله اغېزه او انګېزه يې له لاسه ورکړې ده.

Related posts