اګست 03, 2020

د اميرالمؤمنين اختريز پيغام او د سپین سبا څرکونه..!

د اميرالمؤمنين اختريز پيغام او د سپین سبا څرکونه..!

 عطاءالله مبارز

د افغانستان اسلامي امارت، چې هيواد يې د نړيوال تاړاک له وحشت او يرغل څخه ازاد کړ او د بې دريغه قربانيو او وينو په قيمت يې ديني او افغاني ارزښتونه تامين کړل، اوس غواړي يو داسې ځواکمن اسلامي نظام رامنځته کړي، چې د هيواد ټول وګړي پکې خپل ځان وويني، د يني او ملي ارزښتونه پکې خوندي شي او نړۍ او ګاونډيو هيوادونو سره د بالمقابل احترام په اصل ولاړې دوستانه اړيکې ولري.

د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين شيخ هبة الله اخندزاده حفظه الله له لوري د راتلونکي لوی اختر په مناسبت خپور شوي جامع پيغام کې د راتلونکي افغانستان په اړه ډېر زيري او تر يوې تکې تورې شپې وروسته د سپين سبا څرکونه ښکاري.په پيغام کې هيوادوالو ته د اختر تر مبارکي وروسته د اسلامي امارت مجاهدينو ته د هيوادوالو د ځان، مال او عزت ساتلو په هکله توصيه شوې، د ملکي تلفاتو د مخنيوي جدي غوښتنه شوې، مجاهدين لاډېر د صفونو تنظيم او يووالي ته هڅول شوي او ناشکرۍ او کبر څخه د ځان ساتنې سپارښتنه ورته شوې.

افغان مجاهد او ځوريدلي اولس ته ډاډ ورکړل شوی، چې د جهاد هدف د اسلامي نظام راتګ دی او په دې برخه کې د ورکړل شويو قربانيو او ارمانونه سره جفا نه کيږي، دغه راز څرکنده شوې چې اسلامي امارت په يو انحصاري نظام ټينګار نه کوي او نه داسې نظام ګټور بولي. د پيغام په يوه برخه کې راغلي:« واضح پيغام مو دا دی چې د قدرت انحصار نه غواړو، د افغانانو ټول قومونه او پرګنې یوه او بل ته ضرورت لري؛ بلکې د اسلامي نظام تکامل، خپلواکي او قوت د افغانانو په اتحاد او اتفاق پورې تړلی دی، اسلام موږ ټولو ته د اسلامي ورورولۍ، امانت دارۍ او کار اهل کار ته د سپارلو امر کوي، د ولس هر وګړی حق لري چې د ژوند د ټولو حقوقو او امتیازاتو څخه ګټه واخلي او سیاسي او ټولنیز حیثیت يې د اهلیت او تقوا پر بنسټ وټاکل شي.»

د بين الافغاني مذاکراتو په هکله ويل شوي:« زموږ روانه مبارزه د يو ځواکمن او ټولشموله اسلامي نظام د اقامې لپاره ده، که دغه ستر هدفونه په خبرو او مفاهمې سره تر لاسه شي، موږ يې پلوي یو او صادقانه او جدي خبرې اترې د ستونزو د حل یوه اساسي لاره بولو، موږ له چا سره ذاتي دښمني نه لرو، بلکې د هېواد د خپلواکۍ او یوه سوچه اسلامي نظام د قیام لپاره مو وسله پورته کړې ده، د پورتنیو اهدافو د پوره کیدو په صورت کې له ټولو سره سوله ایز ژوند غواړو»
پيغام کې څرګنده شوې چې له امریکایانو سره په دوحه کې د تړون لاسلیک، بیا وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره کوښښونه هغه څه دي چې اسلامي امارت يې په اړه خپل مسئولیت ادا کړی دی. اوس په نورو جهتونو پورې اړه لري چې څومره له دې مهیا شوي فرصت څخه سمه استفاده کولای شي. دغه راز بندیانو تبادله یو مهم پرمختګ ګڼل شوی او په دې خواشيني ښودل شوې چې د کابل ادارې له لوري په دې برخه کې ځنډ او خنډ رامنځته شو او له ټولو داخلي جهتونو غوښتنه شوې چې د بين الافغاني خبرو په وړاندې پراته خنډونه له ځنډ پر ته ليرې کړي.

پيغام کې په ډاګه شوې، چې اسلامي امارت امريکا سره د دوحې تړون ته ژمن دی او له مقابل لوري هم غوښتل شوي چې تړون ته ژمن پاتې شي. که څه هم د امريکا او متحدينو له لوري يې د خپلو ځواکونو ايستل او د پنځو اډو تخليه يو ښه انکشاف بلل شوی او يو ځل بيا ټينګار شوی چې له لاسلیک کړي تړون سره سم به امریکایان او بهرني متحدین يې له افغانستان څخه خپل ټول نظامي ځواکونه او غیر ديپلوماتیک پرسونل باسي. خو د توافقنامې خلاف د بندیانو د خلاصون لس ورځنۍ پروسه څلورو میاشتوته غځول، لا هم د تورو لستونو په خپل حال پاته کېدل، وخت په وخت ډرون حملې، بمبارد، چاپې او توغندیز بریدونه غندل شوي او ويل شوي چې دا کړنې د هيچا په ګټه نه دي.

پيغام کې د هيواد د بيا رغونې، اقتصادي ودې او تعليم تربيې په اړه هم څرګندونې شوي او د راتلونکي اسلامي نظام جوړېدو سره هم مهاله دغو برخو ته د جدي پاملرنې ژمنه شوي. په مجموع کې ويلی شو، چې د اسلامي امارت د زعيم وروستی اختريز پيغام د هيواد دازادۍ، يو پياوړي اسلامي نظام د اقامې او تلپاتې سولې او سکالۍ زيري له ځان سره لري او هيله ده بل اختر داسې مهال راشي چې هيواد مو خپلواک، سولييز او د يو ځواکمن اسلامي نظام لرونکی وي.

Related posts