اګست 03, 2020

د سولې بهیر کې د بن بست مسؤل څوک دی؟

د سولې بهیر کې د بن بست مسؤل څوک دی؟

خالد افغان زوی:
په داسې حال کې چې افغان ولس د اشغال خاتمې او سولې ته انتظار باسي، بل اړخ ته د بین الافغاني مذاکراتو آغاز یو ځل بیا له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی. د بندیانو د تبادلې پروسه چې د ارګ چارواکو له پیله په ناغیړۍ ترسره کوله او بیا بیا له تأخیر او خنډونو سره مخامخ شوه، بالاخره د تکمیل په حال کې ده.
خو په داسې حال کې چې شاوخوا څلورنیم زره بندیان آزاد شوي، د ارګ چارواکو د پاتې څو سوه بندیانو له آزادولو انکار کړی دی، چې په دې سره یو ځل بیا موضوع جنجالي شوې ده. ظاهرا دا ارګ د چارواکو دا موقف هیڅ منطق نه لري، چې څلور نیم زره بندیان آزادوي خو یو محدود شمیر بیا نه آزادوي. د دې محدود شمیر بندیانو د نه خلاصون لپاره داسې بهانې کوي چې ډیر ځله خو سره ټکر وي او دروغوالی یې واضح معلومیږي.
مثلا د ارګ چارواکو یو ځل ویل چې دغه بندیانو د نورو هیوادونو خصوصا پاکستان اتباع دي او په دې اړه یې په سوشل میډیا کې جعلي لستونه او نومونه هم خپاره کړل. وروسته یې ویل چې دا قاچاقبر دي او اوس وایي چې په دوی د حقوق العباد دعوې دي نو ځکه یې خلاصوي. اما د بندیانو په اړه د دې اتهاماتو د ثبوت لپاره تر اوسه هیڅ کوم سند یا لاسوند نه دی وړاندې شوی تر څو ثابته کړي چې دغه بهانې واقعیت لري.
له دې څخه معلومه شوه چې د بندیانو د نه خلاصولو اصلي علت هغه نه دی چې د ارګ چارواکي یې رسنیو ته وایي. بلکې د پردې تر شا نور علتونه لري. څو ورځې وړاندې د کابل چاپ یوې ورځپاڼې ولیکل چې د اشرف غني په مشرۍ حاکمه اداره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هیڅ اراده نه لري، دوی فکر کوي چې که بندیان آزاد کړي نو سمدستي باید مذاکراتو ته وړاندې شي، نو د دې لپاره چې د مذاکراتو مخه یې نیولي وي، دغه بندیان یې ایسار کړي دي. د ورځپاڼې په تحلیل کې راغلي وو چې اشرف غني د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته منتظر دی. نوموړی فکر کوي چې له دې ټاکنو وروسته به امریکا په خپله موقف کې ۱۸۰ درجې تغیر راولي، د قطر توافقنامه به لغو کړي او د سولې او مذاکراتو ټول بهیر به پای ته ورسیږي.
یو بل تحلیل دا دی چې د غني او عبدالله ټیمونه تر خپل منځ د مذاکراتو په موضوع کې د نظر اتحاد نه لري. اشرف غني چې د کابیني د ټاکلو واک یې برمته کړی، تر اوسه یې د عبدالله لخوا ټول وړاندیز شوي وزیران رد کړي، بالمقابل عبدالله چې د مصالحې شوری د مشر په حیث د سولې او مذاکراتو په برخه کې صلاحیت لري، له همدې واک څخه د اشرف غني پر ضد د فشار د وسیلې کار اخلي. د همدې جنجال له امله دوی نه دي توانیدلي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د نظر اتحاد رامنځته کړي.
خو که د بندیانو د نه خلاصون او د بین الافغاني تفاهم په مخکې د خنډ ایجادولو علت هر څه وي، واقعیت دا دی چې دغه خنډ د طالبانو لخوا نه بلکې د ارګ د چارواکو لخوا ایجاد شوی دی. طالبان له خپل جانبه په دې پروسه کې بشپړ مسؤلانه چلند کوي. هره ورځ موږ اورو چې په فلاني و لایت کې دومره شمیر عسکر د طالبانو لخوا آزاد شول. دوه ورځې وړاندې د قطر دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین ولیکل چې که د اشرف غني اداره پاتې شمیر بندیان آزاد کړي له لوی اختر وروسته به سمدستي بین الافغاني مذاکرات پيل شي. خو د ارګ چارواکو دې خبرې ته توند عکس العمل وښود او یو ځل بیا یې د پاتې بندیانو د نه خلاصون خبره تکرار کړه.
عجبه دا ده چې د کابل چارواکو له صریح تخلف سره سره ځیني خلک په دې موضوع کې هم د ملامتیا ګوته طالبانو ته نیسي، چې دا واقعا بې انصافي ده. که طالبان د پاتې بندیانو په خلاصون ټینګار لري دا یې ځکه اصولي حق دی چې په دوحه کې امضاء شوې توافقنامه همداسې وايي. د دوحې توافقنامه د سیاسي حل یوه ښه لارنقشه ده. دا لارنقشه باید له پامه ونه غورځول شي او نه هم په بې ځایه تخلفاتو او تېر او بېر سره بې اعتباره شي. که نن طالبان د بندیانو په موضوع کې د توافقنامې مخالفت وکړي، نو سبا به مقابل اړخ ورته ټینګ وي چې په نورو اساسي موضوعاتو کې هم تخلف وکړي. چې په دې سره به هغه توافقنامه چې نړیوال حقوقي اعتبار لري په یوه بې معنی کاغذ بدله شوې وي.
نو ځکه وایو چې د توافقنامې په تعمیل ټینګار کول کوم داسې کار نه دی چې طالبان ورباندې ملزم کړو. باید په دې موضوع کې د ملامتیا ګوته د ارګ خواته ورواړوو چې له توافقنامې د تخلف هڅه کوي او په دې لاره د بین الافغاني مذاکراتو پيل له خنډ او ځنډ سره مخامخوي.

Related posts