اګست 04, 2020

پکتيکا ولایت خوشامند ولسوالۍ کې سیمه ییزه مدرسه پرانستل شوه

پکتيکا ولایت خوشامند ولسوالۍ کې سیمه ییزه مدرسه پرانستل شوه

د تعلیم او تربیې د مسئولینو په زیار او د سیمه ییزو ولسونو په همکارۍ د دغه ولایت د خوشامند ولسوالۍ اړوند د جمجمې په سیمه کې یو باب مدرسه چې ۲۵ کاله پخوا تأسیس شوې وه او له کلونو راهیسې پکې درسونه ویل کیدل د ځینو امنیتي ستونزو له امله تړل شوې وه بیرته پرانېستل شوه.

یادې مدرسې پرانېسته د یوې غونډې په ترڅ کې ترسره شوه چې د تعليم اوتربيې د رئيس ترڅنګ د خوشامند مدير، قومي مشرانو او علماء کرامو پکې ګډون درلود.

د يادونې وړده چې په همدې مدرسه کې 120 طالب العلمان خپلې زده کړې کوي او د یاد کمېسیون ځایې مسئولینو له لوري ورباندې د نصاب ځیني کتابونه، کتابچې او قلمونه ووېشل شول او د سيمې ولسي خلکو د بشپړې همکاري ژمنه او د دوی د هڅو څخه يې مننه او ستاینه وکړه .
۲۰۲۰/۷/۲۷

Related posts