اګست 04, 2020

لوګر: مرکز کې د پوهنې ریاست د ښوونځیو له امرینو سره ناسته وکړه

لوګر: مرکز کې د پوهنې ریاست د ښوونځیو له امرینو سره ناسته وکړه

دغه ناسته د لوګر ولایت مرکز کې د پوهنې ولایتي مسئولینو په ابتکار د دوشنبه په ورځ د ټولو ښونځیو له آمرینو او سرښوونکو سره ترسره شوه.
یاده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه چې ورپسې د دغه ولایت د پوهنې مسئولینو لخوا د ښونځیو لپاره د تعلیم او تربیې اړوند طرزالعملونه تفصیلي بیان شول، په پای کې یو شمېر مسئولینو ته هم وخت ورکړل شو او د هغوی لخوا د تعلیم او تربیې اړوند ستونزې واوریدل شوې او د ځینو ستونزو چې په دې برخه کې وې د حل لپاره یې لازم تدابیراواړونده لارښونې وشوې.
غونډه د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسیده.
۲۰۲۰/۷/۲۷

Related posts