اګست 03, 2020

بلخ: خاص بلخ ولسوالۍ کې د عصري علومو له فارغینو سره د پوهنې مسئولینو غونډه وکړه

بلخ: خاص بلخ ولسوالۍ کې د عصري علومو له فارغینو سره د پوهنې مسئولینو غونډه وکړه

له سیمې څخه د تعلیم او تربیې مسئولینو په راستول شوي راپور کې ویلي دي چې د خاص بلخ ولسوالۍ اړوند د سالارزو په متوسطه ښونځي کې د همدې ولسوالۍ د عصري علومو د پوهنتونونو او د لیسو هغو زده کونکو سره ناسته وکره چې له ۱۲، ۱۴ او ۱۶ ټولګیو څخه فارغ شوي وو.

ناسته د ذوالقعدې په ۱۴ مه نېټه چې د چنګاښ د میاشتې له ۱۶ مې نېټې سره متصادف ده جوړه شوه ګڼ شمېرفارغانو پکې برخه اخېستې وه، د سیمې علماء کرام، استاذان، پوهان او د اړوندو ښوونیزو ادارو مسئولین ورته رابلل شوي وو.

غونډې ګډونوالو ته د پوهنې ځايي مسئولینو، علماء کرامو او ځیني پوهانو خبرې وکړې د دیني اوعصري علومو انډول، د عصري زده کړو اړتیا او د عصري تعلیمي ادارو پالنه او تمویل باندې هر اړخیزې خبرې وشوې.

او دغه راز د نوي نسل په اسلامی مفکوره روزنه او ځوانانو دیته متوجه کول تر څو یې په وړاندې هر ډول مبارزې ته چمتو شي.
2020/7/27

Related posts