اګست 04, 2020

بغلان: پلخمري کې د دښمن هاوانونو ګڼ اولسي وګړي شهیدان او ژوبل کړل

 له څو ورځو را په دېخوا د وحشي رژیم عسکرو له خپلو مراکزو او پوستو څخه  د بغلان ولایت، پلخمري ولسوالۍ په مختلفو سیمو د هاوانونو بریدونه پیل کړي دي. چې له کبله یې د سیمې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د راپور له مخې د پلخمري د سرخ کوتل سیمه کې د ګداخیلو او وردګانو کلي کې مرمۍ په ۶ اولسي کورونو لګېدلې، چې له کبله یې کورونه تخریب شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ خلک شهیدان او ژوبل شوي دي.

2020/7/29

Related posts