اګست 03, 2020

د دوحې له تړون سره سم، اسلامي امارت د کابل ادارې زر تنه بندیان خلاص کړل او زموږ لخوا دا پروسه بشپړه شوه

د دوحې له تړون سره سم، اسلامي امارت د کابل ادارې زر تنه بندیان خلاص کړل او زموږ لخوا دا پروسه بشپړه شوه

د دوحې د تړون له مخې چې پکې د اسلامي امارت لخوا د ۵۰۰۰ بندیانو په مقابل کې د ۱۰۰۰ تنو بندیانو د خلاصون ژمنه شوې وه نن زموږ لخوا یاده شمیره بشپړه شوه.

د اسلامي امارت رهبري وپتیله چې د لوی اختر په مناسبت د کابل ادارې هغه  پاتې بندیان هم خوشي کړي چې د دوحې په تړون کې يې ژمنه شوې وه.

نن د هرات، فراه، غور، نیمروز، زابل او بلخ په ولایتونو کې د ۸۲ تنو بندیانو په خوشي کولو سره د اسلامي امارت لخوا دا پروسه په بریا سره سرته ورسیده.

د بندیانو د خلاصون پروسه د سږ ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د حمل د میاشتې په ۲۴ تاریخ پیل شوې وه چې د ۳ میاشتو او ۱۶ ورځو په موده کې د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون وتوانید د هيواد له (۳۰) ولایتونو څخه په ۵۴ چوپو کې د کابل ادارې د (۱۰۰۵) تنو بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړي او په دې سره څرګنده کړي چې اسلامي امارت د مسائلو د سوله ایز  حل په برخه کې جدي او پیش قدمه دی.

زموږ لخوا د خلاصو شوو بندیانو د خلاصون تاریخ، شمیرې او مرحلې وخت په وخت له رسنیو سره شریکې شوې او اوس یې یوځل بیا ستاسو سره په لاندې جدول کې شریکوو.

 

محمدسهیل شاهین د سیاسي دفتر ویاند

۹/۱۲/۱۴۴۱هـ ق

۱۳۹۹/۵/۹هـ ش ــ 2020/7/30م

شماره د ولایت نوم د خلاصو شوو بندیانو تعداد د خلاصون نيټه ملاحظات
۱ کندهار ۲۰ تنه ۱۳۹۹/ حمل /۲۴
۲ لغمان ۲۰ تنه ۱۳۹۹/ حمل/ ۲۸
۳ لغمان ۲۰ تنه ۱۳۹۹/ حمل /۲۹
۴ کندز ۵۴ تنه ۱۳۹۹/ حمل/ ۳۰
۵ کندهار ۲۰ تنه ۱۳۹۹/ ثور/ ۱۶
۶ هرات ۴۹ تنه ۱۳۹۹/ثور/ ۱۸
۷ بادغیس ۱۷ تنه ۱۳۹۹/ثور / ۲۱
۸ فاریاب ۳۶ تنه ۱۳۹۹/ ثور/ ۲۲
۹ جوزجان ۱۵ تنه ۱۳۹۹/ ثور/ ۲۳
۱۰ سرپل ۶ تنه ۱۳۹۹/ ثور/ ۲۳
۱۱ بغلان ۵۰ تنه ۱۳۹۹/ جوزا/ ۸
۱۲ کندز ۴۴ تنه ۱۳۹۹/ جوزا / ۹
۱۳ بلخ ۲۷ تنه ۱۳۹۹/ جوزا/ ۱۰
۱۴ لوګر ۱۵ تنه ۱۳۹۹/ جوزا / ۱۰
۱۵ پکتیا ۶ تنه ۱۳۹۹ / جوزا / ۱۰
۱۶ خوست ۹ تنه ۱۳۹۹/ جوزا / ۱۰
۱۷ پکتیکا ۳ تنه ۱۳۹۹/ جوزا / ۱۱
۱۸ فراه ۳۲ تنه ۱۳۹۹/ جوزا/ ۱۶
۱۹ نیمروز ۷ تنه ۱۳۹۹/ جوزا / ۱۶
۲۰ ارزګان ۱۵ تنه ۱۳۹۹/ جوزا / ۲۰
۲۱ زابل ۸ تنه ۱۳۹۹/ جوزا/ ۲۱
۲۲ غزني ۴۹ تنه ۱۳۹۹/ جوزا / ۲۲
۲۳ میدان وردک ۱۶  تنه ۱۳۹۹/ جوزا / ۲۲
۲۴ پروان ۸ تنه ۱۳۹۹/ جوزا / ۲۳
۲۵ سمنګان ۴ تنه ۱۳۹۹/ جوزا/ ۲۳
۲۶ کاپيسا ۱۰ تنه ۱۳۹۹/ جوزا / ۲۳
۲۷ کابل ۲ تنه ۱۳۹۹/ جوزا / ۲۷
۲۸ هلمند ۱ تن ۱۳۹۹/ جوزا/ ۲۷
۲۹ لغمان ۳۴ تنه ۱۳۹۹/ جوزا / ۲۸
۳۰ ننګرهار ۵ تنه ۱۳۹۹/سرطان/ ۱
۳۱ نورستان ۵ تنه ۱۳۹۹/ سرطان/ ۱
۳۲ لوګر ۴ تنه ۱۳۹۹/ سرطان/ ۱
۳۳ هلمند ۲۰ تنه ۱۳۹۹/ سرطان / ۵
۳۴ بدخشان ۳۴ تنه ۱۳۹۹/سرطان / ۷
۳۵ تخار ۲۱ تنه ۱۳۹۹/ سرطان / ۸
۳۶ کندز ۲۰ تنه ۱۳۹۹/ سرطان / ۹
۳۷ بغلان ۲۰ تنه ۱۳۹۹/ سرطان / ۱۰
۳۸ غور ۱۵ تنه ۱۳۹۹/ سرطان/ ۱۹
۳۹ غور ۱۷ تنه ۱۳۹۹/ سرطان/ ۲۰
۴۰ کندهار ۱۰ تنه ۱۳۹۹/ سرطان / ۲۲
۴۱ کندهار ۲۵ تنه ۱۳۹۹/ سرطان / ۲۳

 

۴۲ لوګر ۸ تنه ۱۳۹۹/ سرطان / ۲۴
۴۳ پکتیکا ۳ تنه ۱۳۹۹/سرطان / ۲۴
۴۴ هلمند ۳۰ تنه ۱۳۹۹/سرطان / ۲۵
۴۵ بلخ ۱۶ تنه ۱۳۹۹/ سرطان/ ۳۱
۴۶ تخار ۲۰ تنه ۱۳۹۹/ اسد/ ۵
۴۷ کندز ۱۷ تنه ۱۳۹۹/ اسد/ ۵
۴۸ بغلان ۱۶ تنه ۱۳۹۹/ اسد / ۷
۴۹ لوګر ۱۲ تنه ۱۳۹۹/ اسد/ ۷
۵۰ زابل ۲۳ تنه ۱۳۹۹/اسد / ۹
۵۱ فراه ۲۱ تنه ۱۳۹۹/ اسد/ ۹
۵۲ نیمروز ۷ تنه ۱۳۹۹/ اسد/ ۹
۵۳ هرات ۱۹ تنه ۱۳۹۹/ اسد/ ۹
۵۴ غور ۱۱ تنه ۱۳۹۹/ اسد/ ۹
۵۵ بلخ ۱ تن ۱۳۹۹/ اسد/ ۹
جمله
۱۰۰۵ تنه

Related posts