اګست 04, 2020

بادغیس: بالامرغاب کې دملکي تلفاتو دمخنیوي اوسمع شکایاتو کمېسیون مسؤولینو شانداره غونډه ترسره کړه

دبادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند د بند منګان په سیمه کې نن سهار د همدي ولایت د ملکي تلفاتو دمخنیوی اوسمع شکایات کمېسیون مسؤول ملاعبدالرازق مرزوقي په هلو ځلو یوه شانداره غونډه ترسره شوه
غونډه چې ګڼ شمېر علماؤ ،مسؤولینو او قومي مخورو پکې ګډون کړی ؤ دقرآن کریم دمبارکوآیتونو له تلاوت وروسته د مولوي جلال الدین عمري صاحب چې دشمالي ولایتونو دنظامي محکمې دمفتي مسؤولیت پر غاړه لري په ویناسره پیل شوه
په غونډه کې په یو لړ مهمو موضوعاتو باندي مفصلي ویناوي ترسره شوي او د ملکي تلفاتو دمخنیوي په اړه لازم هدایات وړاندي شول
غونډه مازدیګر ۴ بجې دعبدالسلام اخندزاده په دعائیه کلماتو سره پای ته ورسیده
2020/7/30

Related posts