اګست 03, 2020

هلمند، لوګر، ارزګان، زابل او ننګرهار  ولایتونو په ګڼو ولسوالیو، مرکزونو  او لویو لارو کې د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د مبارکۍ پيغام وویشل شو.

هلمند، لوګر، ارزګان، زابل او ننګرهار  ولایتونو په ګڼو ولسوالیو، مرکزونو  او لویو لارو کې د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د مبارکۍ پيغام وویشل شو.

د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د اسلامي امارت د زعیم شیخ صاحب حفظه الله د مبارکۍ پیغام چاپ او توزیع شو.

د هیواد په مرکزي سیمو سر بېره د جنوبي ولایتونو په مرکزونو لکه د ارزګان مرکز ترینکوټ او هلمند مرکز لښکرګاه کې هم یاد پيغام توزیع شو، دغه ډول په ځينو لویو لارو باندي هم د یاد پیغام د توزیع چاري مکملي شوې، لکه د کابل کندهار لویه لاره د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې.

دغه راز د زابل په ګڼو ولسوالیو او میدان وردګ ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې هم د پيغام د چاپ او توزیع چاره د نن ورځي په اوږدو کې تکمیل شوه.

د الاماره ویب پاڼي د همکارانو له لوري را لېږل شوي انځورونه او خبرونه ښیي چې دردېدلي اولس په ډېره مینه او تلوسه د خپل امیر پيغام تر لاسه کړ.

د اسلامي امارت له د زعیم په پيغام کې لومړۍ موضوع خپلو مجاهدینو ته د اولس د خدمت سپارښتنه وه، دغه راز یې د عام المنفعه تأسیساتو د ساتنې امر هم مجاهدینو ته کړی وو، تر څو دا دردېدلی اولس د ژوند له ټولو اسانتیاوو برخمن شي.

د اسلامي امارت د زعیم حفظه الله  له لوري د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ هر اړخیز پيغام پرون نشر ته وسپارل شو، یاد پيغام کې د هیواد په روان وضعیت باندي د اسلامي امارت لید لوری  واضح شوی، دغه راز د روان وضعیت د خاتمې لپاره په سولییز حل باندي ټینګار شوی دی.
له هیواده امریکایي ځواکونو وتل یو مثبت ګام ګڼل شوی او نور بېلابېل موضوعات پکې راوړل شوي دي.

د یادوني وړ ده چې د شیخ صاحب حفظه الله همدا پيغام به سبا ورځ په ټول هیواد کې د اختر له لمانځه وروسته واورول شي او نورو کسانو باندي به هم وویشل شي.

لاندي د نن ورځي په جریان کې د همدې پيغام د چاپ او نشر څو انځوریزي صحنې درسره شریکوو.

Related posts