اګست 03, 2020

د اسلامي امارت سوله ییز دریځ

د اسلامي امارت سوله ییز دریځ

د ورځي خبره:

اسلامي امارت دوې ورځې وړاندې دلوی اختر په مناسبت اوربند اعلان کړ او مجاهدینو ته یې امر وکړ چې د اختر په دروو شپو او ورځو کې پر دښمن باندې هیڅ ډول عملیات ترسره نه کړي. همداراز تېره ورځ اسلامي امارت وویل چې دامیر المؤمنین حفظه الله دشفقت او ښه نیت له مخې به د اختر تر ورځې دکابل رژیم د ۱۰۰۰ تنو بندیانو له جملې پاته زندانیان هم خوشي کړي او له مقابل لوری هم باید ددوحې د تړون له مخې داسلامي امارت د۵۰۰۰ اسیرانو دخلاصون پروسه دور کړل شوي لیست مطابق بشپړه کړي، ترڅو بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.
که څه هم داسلامي امارت سوله غوښتونکی دریځ دلمر په شان روښان و او دی، خو دښمن به وخت ناوخت ویل چې اسلامي امارت پر جګړې ټینګار کوي. د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ مذاکراتو او بیا توافقنامې ښه ثابته کړه چې کوم لوری پر جنګ اصرار کوي او کوم جهت سوله غوښتونکی دی.
د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د مذاکراتو له پیل او توافقنامې له لاسلیک سره کابل رژیم تر بل هر وخت زیات خپله جګړه ییزه څېره بربنډه کړه، ګن شمېر مسجدونه، ښوونځي، روغتونونه او عام المنفعه بنسټونه یې ویجاړ کړل، دولسي خلکو د راټولیدو ځایونه، بازارونه، ګنجونه، جنازې او ودونه یې بمبار او دثقیله وسلو هدف وګرځول چې له امله یې په یوه یوه حمله کې لسګونه ولسي هیوادوال شهیدان او ټپیان شول. دسنګین او هرات وروستۍ غمیزې د مظلوم ولس پر ضد درژیم د کرکې، وحشت او جګړه ییز دریځ وروستي مثالونه دي.
کابل ادارې د ولس پر ضد د ښکاره عملیاتو، چاپو او بمبارونو سربیره په جوماتونو او بازارونو کې مرموزو چاودونو او د علماوو او سیاسي شخصیتونو ترور ته هم لاس اچولی، چې په ځینو موادرو کې دهمدې پیښو عاملینو او مستخدمینو اعترافونه هم کړي او د رژیم دننه هغه کړۍ او افراد یې هم مشخص کړي چې د عام وژنې او ترور مدیریت ورته سپارل شوی.
اوس چې د ۵۰۰۰+ ۱۰۰۰ بندیانو تبادله تکمیل ته نژدې ده او په توافقنامه کې منل شوې چې تر تبادلې وروسته به بین الافغاني خبرې پیلیږي، اسلامي امارت د معلوم شمېر اسیرانو له خوشي کیدو وروسته توافقنامې ته په ژمنتیا سره سمدستي بین الافغاني خبرو ته چمتو دی؛ نو مقابل لوری نور باید د بین الافغاني خبرو مخکې خنډونه ایجاد نه کړي او دسولې میسر فرصت د خپل ناروا هوس قرباني نه کړي.
داچې دکابل رژیم د جګړه ییزو اعلانونو او مانورونو سربیره اسلامي امارت لومړی درې ورځنی اوربند اعلان کړ او بیا یې د رژیم د ۱۰۰۰ تنو عسکرو له ډلې پاته بندیان هم د ښه نیت له مخې خوشي کړل، داسلامي امارت د سوله ییز دریځ یوه بېلګه ده. کابل رژیم نور باید له جګړې لاس واخلي او دسولې خبرو ته باید په صادقانه ډول را وړاندې شي.

Related posts