اګست 03, 2020

لوګر کې په ملکي خلکو د چاودنې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

لوګر کې په ملکي خلکو د چاودنې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نن ماښام د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د ملکي خلکو په یوه ګڼه ګوڼه کې درنه چاودنه رامنځته شوې چې لسګونه تنه زموږ هیوادوال يې شهیدان او ټپیان کړي دي.
اسلامي امارت د اختر په شپه دا غم لړلې پيښه په ترټولو سختو ټکو غندي.
دا فاجعه د هغو جنګ طلبو استخباراتي حلقاتو کار دی چې زموږ په هېوادوالو يې سوله، امن، خوښۍ او اختر نه دی پیرزو.
هغوی چې غواړي لا هم د جګړې اور بل پاتې شي، کرکه او نفرت دوام وکړي، بهرني اشغال او د دوی بدنامه واکمنۍ وغزیږي.
اسلامي امارت په ملت غږ کوي چې د مکار او ظالم دښمن ورته دسیسوته جدي متوجه واوسي.
دا ډول استخباراتي پلانونه په کار اچول چې ملکي خلک، عامه تأسیسات، مساجد، مدارس او علماء کرام په نښه کوي، د هیواد او اسلامي نظام د دښمنانو د کمزورۍ او مایوسۍ وروستی حد دی چې ان شاءالله د هغوی په ماتې او محوه کیدو به منتج شي.
د افغانستان اسلامي امارت
۹/۱۲/۱۴۴۱هـ ق
۱۳۹۹/۵/۹هـ ش ــ 2020/7/30م

Related posts