اګست 03, 2020

“مجاهدينو وروڼو! خپل صفونه لا قوي او منظم کړئ! “

“مجاهدينو وروڼو! خپل صفونه لا قوي او منظم کړئ! “

بلال کریمي:

وړمه ورځ د ۱۴۴۱هـ ق کال د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدلو په مناسبت د اسلامي امارت د زعیم امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د مبارکۍ پيغام خپور شو.
پیغام خورا واضح، سنجیده، هراړخیز او د ګران هیواد افغانستان د روان بحران د داخلي او خارجي ابعادو په اړه لازم او مهم موضوعات په ډیر معقول انداز په کې ځای په ځای شوي.
د پیغام کلمات او مطالب که څه هم ټول ډير ښکلي او په عالي محتوا سره اوډل شوي، مګر هغه څه چې زما توجه یې جلب کړه، هغه مجاهدینو ته د امیر المؤمنین حفظه الله لاندې هدایات او لارښونې دي.
په پيغام کې راغلي (څرنګه چې د الله تعالی په نصرت او ستاسې په بې دریغه سرښندنو او قربانیوسره د اسلامي نظام د راوستلو په درشل کې يو (ان شاءالله العزیز وماذالک علی الله بعزیز)، نوخپل صفونه لا قوي او منظم کړئ، خپل منځي یو والی مو لا پیاوړی کړئ، ځکه دا هرڅه د یو والي او اتفاق نتیجه ده، اطاعت او تقوا ته لا ډيره توجه وکړئ، د الله تعالی شکر اداء کړئ او له هر ډول هغه حرکت او ويناوو څخه چې الله تعالي پرې ناراضه کیږي ډډه وکړئ، ځکه چې دا کامیابي په ناکامي بدلوي.)
د اسلام د مبین د ین له نظره دا یو منل شوی حقیقت دی چې له دښمن سره په مقابله کې له مجاهدینو سره د الله تعالی نصرت او امداد هغه مهال شامل حال ګرځي، چې مجاهدین همدې پورته اصولي هدایاتو، توصیو او سپارښتنو ته عملا متعهد او ژمن واوسي، ځکه همدا پورتني هدایات د کامیابۍ او لوړو اهدافو ته د رسیدو په لاره کې حیاتي او اساسي نقش لري.
د پيغام په دې برخه کې لومړی لولو، (خپل صفونه لا قوي او منظم کړئ) د لته امیرالمؤمنین حفظه الله مجاهدینو ته د خپلو صفونو د لا منظم او قوي ساتلو سپارښتنه کړې، دا ځکه چې د جهادي صف مستحکم او قوي ساتل د اسلامي نظام د بقا او پایښت له پاره شیرازه او حیاتي برخه جوړیږي.
داچې مجاهدین د بې دریغه قربانیو او د الله تعالی په نصرت سره اوس خپل لوی هدف چې هغه په هیواد کې د اسلامي نظام قائمول دي، نژدې شوي، د اشغال شوم ټغر په ټولیدو دی او د قربانیو د ثمر اخیستلو وخت را نژدې شوی، نو بناء د جهادي لیکو لا تقویه او تنظیم هم ډير اهمیت لري.
نظم، همغږي او انضباط د نظامي ځواک اساس او روح بلل کیږي، کوم پوځ چې نظم او انضباط ونه لري هغه که د بشري قوې له پلوه هر څومره لوی او له پراخو او پرمختللو تجهیزاتو او وسائلو څخه برخمن هم وي مګر د معرکې په میدان کې کامیابي نه شي ترلاسه کولای.
له تیرو نولسو کلونو راهیسي چې د افغانستان مجاهد ملت د اسلامي امارت تر قیادت او رهبرۍ لاندې د اشغالګرو او د هغوی د داخلي غلامانو په وړاندې په جهاد او مبارزه بوخت دی، ګډ دښمن ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي او د یو موټي او متحد ملت په توګه خپلو علیا اهدافو ته د رسیدو وروستي مراحل طی کوي، دا په حقیقت کې د مجاهدینوتر منځ د یووالي، نظم او اخلاص ثمره او نتیجه ده.
د نظم، همغږۍ او خپلمنځي یووالي د ساتلو له برکته د مجاهدینو روحیه او مورال پياوړی کیږي، په لیکو کې یې د انشعاب او پاشل کیدو امکانات له منځه ځي، په جهادي لیکو کې د دښمن د نفوذ مخه نیول کیږي او جهادي صفوف د لا تقویې، ترقۍ او تکاملي مرحلې په لورګړندي ګامونه اخلي.
دغه راز لکه څرنګه چې نظم او همغږۍ د جهادي لیکو د تقویې سبب ګرځي، همداډول له لوائحو سره سم د خپلو صالحو امراوو او مشرانو څخه سمع او اطاعت کول، تقوی، له غرور، کبر او له بې ځایه ویناوو څځه ډډه کول هم په جهادي لیکو کې د معنویاتو د ودې او تقویې باعث ګرځي.
په صدر د اسلام او له هغه را وروسته د تاریخ په بیلابیلو مقاطعو او پړاوونو کې د اسلامي پوځونو د فتوحاتو او تاریخي بریاوو د حاصلولو اصلي راز هم همدا د نظم، خپلمنځي یووالي او انضباط ساتلو تر څنګ د امراوو اطاعت، مثالي تقوی، اتحاد او د الله تعالی جل جلاله د نصرتونو او نعمتونو شکر اداء کول وو.
هغوی به که څه هم د شمیر له پلوه ډیر لږ وو خو د قوي ایمان او پخې انګیزې له مخې به په بشپړ نظم، کامل اطاعت، خلوص او اتحاد سره د دښمن مقابلې ته ور وړاندې کیدل، د هغوی په قوي او مجهز و صفونو به ور ننوتل او لوی لوی لښکر ونه به یې تارو مار کړل.
اوس چې د اسلامي امارت له لوري د لوی اختر په مناسبت موقتي اوربند اعلان هم شوی، نو مجاهدین باید لا ډير د خپلو ملګرو، سنګرونو او د دښمن لخوا ورته متوجه ګواښونو خیال وساتي.
د اسلام مبارک دین له مجاهدینو څخه غواړي چې د دښمن د هر ډول تحرکاتو، حربو او ممکنه حملو په وړاندې په دوامداره توګه ځیر او څارو و اوسي، خپلې وسلې دې آن د لمانځه اداء کولو په مهال هم له ځانه نه لرې کوي او خپل سنګرونه دې مستحکم، پاخه او ثابت وساتي.
وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلٰوةَ فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُوٓا أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُوا فَلْيَكُونُوا مِن وَرَآئِكُمْ وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرٰى لَمْ يُصَلُّوا فَلْيُصَلُّوا مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ ۗ وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةً وٰحِدَةً ۚ النساء
ژباړه:
او اې پېغمبره (ص)! كله چې ته( له کافرانو سره د جګړې په مهال )د مسلمانانو په منځ کې یې، له هغوی سره په لمانځه ولاړ یې؛ نو له هغوی څخه يوه ډله دي ستا سره ودريږي او وسله یې بايد اخيستې وي، بيا چي كله هغوى سجده وکړه؛ نو هغوی دې لاړ شي او هغه بله ډله چي تر اوسه یې لمونځ نه دى کړی را دي شي او ستا سره دي لمونځ وکړي او هغه دې هم تيارسی او په وسله سنبال اوسي، ځكه چي كافران دې ته ځیر دي چې كه تاسي له خپلو وسلو او خپلو تجهيزاتو څخه لږ شان غافل شئ؛ نو هغوى به پر تاسي په يو وار ناڅاپه حمله وکړي .
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د اطاعت په برخه کې مجاهدینو ته امر کوي چې له خپل امیر څخه په هر حالت کې په سمع او اطاعت کې و اوسي.
عن أنس بن مالك -رضي الله عنه- قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: «اسمعوا وأطيعوا، وإن استعمل عليكم عبد حبشي، كأن رأسه زبيبة».
(له امیرانو څخه واورئ او اطاعت یې وکړئ، آن که یو حبشي مرېیی(عبد) هم ستاسي امیر تعین کړل شي او سر یې د یو ممیز په اندازه وي.)
د دې حدیث مبارک په استناد علماء کرام فرمایي چې د مسلمان امیر او حاکم سمع او اطاعت واجب دي.
د امیر تعنیولو ا و بیا یې د سمع او اطاعت د وجوب فلسفه همداده چې که خلک خپلې رایي ته پرینښودل شي، ځکه که هر سړی د خپلې برداشت او خوښې له مخې کار ته پریښودل شي نو په نتیجه کې یې هرج و مرج رامنځته کیږي، ارامش او امنیت له منځه ځي او د شریعت ټول مقاصد معطل پاتي کیږي.
همداډول د شیخ صاحب حفظه الله د اختریز پیغام په پورته ذکر شوې برخه کې مجاهدینو ته د تقوی په اړه هدایت او سپارښتنه شوې.
رښتیا هم چې تقوی هغه جوهر دی چې الله رب العزت ته تقرب او نزدیکت له تقوی پرته په بل هیڅ شي نه حاصلیږي او الله تعالی د هر چا د کرامت او عزت معیار د هغه تقوی ټاکلې، یوازي متقي شخص د الله تعالی په وړاندې مکرم او عزتمند کیدلای شي. إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ/حجرات
جهاد چې یوه مقدسه او سپیڅلې فریضه ده اود دین په اساسي ارکانو کې حسابیږي، نو ځکه پورته ذکر شويو مواردو ته په کې زیاته توجه کول اړین او ضروري دي او هر مجاهد باید نهایت کوښښ وکړي چې حت الوسع په پورته ذکر شویو صفاتو متصف وي.
خلاصه داچې د امیر المؤمنین حفظه الله اختریز پیغام دومره ژور او عمیق دی چې که یې د هرې کلمې شرحه او تفصیل وشي نو یو ضخیم کتاب به ترې جوړشي.
په پای کې دعاء کوم چې الله تعالی همدا لوی اختر د ټول مسلمه امت په ځانګړې توګه د افغان مجاهد ملت له پاره د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د دائمي سولې ،خوشحالۍ، امن او سوکالۍ پیلامه وګرځوي، آمین یا رب العالمین.

Related posts