اګست 04, 2020

د قربانۍ څو ضروري مسئلې

د قربانۍ څو ضروري مسئلې

د دراني ژباړه

د قرباني په نه كولو وعيد

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : څوك چې له وس سره سره بياهم قرباني نه كوي زمونږ عيدگاه ته دې نه را ځي .

قرباني دڅه لپاره ؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1) قرباني چې دحضرت ابراهيم  دسترسنت يادونه ده بايد په دې نيت وشي اوپه دي حقيقت كي یې فكر وکړي چي داهرڅه دخداى تعالى دحكم دپه ځاى كولواودهغه درضا دلاسته راوړلو لپاره دي .
(2) دقرباني اصلي فلسفه اومقصد هم دادی چې مسلمان بايدخپل ټول خواهشات اودنياوي غوښتنې دالله تعالى په مينه كي قرباني كړي . دڅاروي په حلالوكې همدا رمز پروت دی چې خپل ټول خواهشات به دخداى تعالى په مينه كې يو يو ځاروم .
(3) حضرت ابراهيم علیه السلام يواځې ديوه څاروي قرباني نه ده كړې بلكې ټول ژونداودژوندهره شېبه يې دخداى تعالى په اطاعت اوفرمانبرداري كې تېره كړې چې كله هم د خداى تعالى له لوري ورته كوم حكم شوي سمدستى يې عملي كړی دی ځان، مال، مور، پلار، كور، وطن، دزړه ټوټه اوبالاّخره هرڅه يې دخداى تعالى په لاره كې قربان كړي .
په مونږكې هم ددغسې جذبې پيداكېدل په كار دي اوچې دخداى تعالى هرحكم رامخې ته شي عمل پرې وكړو
خپل نږدې ملګری، ښځه، مور،پلار،كورنۍ، قوم هيڅ شی هم دالله تعالى دحكم په مقابل كې لوړ ونه ګڼو .
(4) كه څه هم الله تعالى دخپل فضل اوكرم له رويه له خپل نبي نه دهغه دزوی حضرت اسماعيل علیه السلام فديه ومنله اوله همدې امله اوس دزامنو دقرباني حكم نشته خو په جهاد كې دځان او اولاد دقربانولو حكم دتل لپاره دی .

قرباني په چا باندې واجب ده ؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په ځينو دينداروخلكوكې هم دامشهوره ده چې دزكات فرضيت اودقرباني دواجبېدو نصاب يو دی په داسې حال كې چې ددواړو نصاب جلا جلا دی .
زكات په څلورو شيانوكې فرض دی : 1- سره زر 2- سپين زر 3- نغدې پيسې 4- دتجارت مال .
له دې څلورو شيانو پرته زكات په څارويوكې هم فرضیږي چي نصاب يې بېل تفصيل غواړي .
دقرباني په نصاب كې له دې شيانوسره سره دهغواسبابواومالونو قيمت هم شامل دی چې له اړتيا زيات وي .
په ياد ولرئ! چې تلوېزون، وی سي آر، سي ډي پلیر اودغه راز ټول بېهوده اشياء اوله دريو جوړونه زيات كالي اوټول هغه څه چې يواځې د شوشا، اونمايش لپاره په كور كې ساتل كيږي اوپه كال كې يو ځل هم استعمال نه شي له اړتيانه په اضافه شيانوكې شمېر ل كيږي ځكه به نو ددې ټولواسبابوقيمت دقرباني په نصاب كې شامل وي .
لنډه داچې دچا په ملكيت اواختياركې چي اوونيمې تولې (479 , 87 )ګرامه سره زر يا دوه پنځوس نیمې تولې (35 , 612 )ګرامه سپين زر وي اويا نغدې روپۍ، دتجارت مال، له اړتيازيات شيان چې ياخو هريو له دوه پنځوس نيمو تولو سپينوزرو سره برابروي اويادټولو شيانو مجموعه همدومره وي اوياپه دغو كې دځينو مجموعه 52 نيمې تولې كيږي نو قرباني اوسرسايه پرې واجب ده اوهمدغسې چاته دزكات اوصدقي اخيستل هم روانه دي .

يادونه :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د52 نيمو تولو يا (35, 612)ګرامو سپينوزرو قيمت بايد له صرافانو څخه معلوم شي ځكه چې قيمتونه بدليږي رابدليږي له همدي كبله ده چې ديوې ورځې قيمت ليكل دغلط فهمي لامل ګرځي .

وركړل شوی قرض هم په نغدو كې شمار دی .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يوه غلط فهمي داهم شته چې په قرض باندې يوچاته وركړل شوې روپۍ دنصاب دحسابولو په وخت كې په نصاب كې نه ګڼل كيږي په داسې حال كې چې دقرض دلاسته راتلو تمه وي هغه په نصاب كې ګڼل کیږي ، كه هغه چا په نغدو وركړې وي اويايي يوشي خرڅ کړی وي اوقيمت يي نه وي ترلاسه كړی .

دكورنۍ دمشر قرباني دټولو له خوا كافي نه ده .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عموماً داسي تاثردی چې كله دكور مشرقرباني وكړي نو دكور دټولو غړو له خوا كافي بلل كيږي په داسې حال كې چې دكور دمشر قرباني دكور دنورو غړو له خوا نه شي كيدلی چې دځانته نصاب مالكان وي ددې معني به داسې وي چې لكه دكور يو غړی دنورو په نمايندګي دهغوي له لوري لمونځ وكړي . هو! كه چيرته اولاد خپلې ټولې لاسته راوړنې اوګټه پلارته وركوي اوله هغوی سره دومره څه اوزايد شيان نه وي چې دنصاب مالكان شي په دې صورت كې بيا قرباني اوزكات يواځې په پلار باندې فرض ده .

په قرباني كې په مال باندې دكال تېرېدل ضروري نه دي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقرباني دواجبېدو لپاره داضروري نه ده چې پرمال باندې يې كال تېرشي بلكې دقرباني په ورځوكې دنصاب په اند ازه دمال مالكېدل ضروري دي – تردې چې كه چېرته په 13 دذي الحجي له لمرلوېدو لږ مخكې هم دهمدومره مال مالك شي قرباني پرې واجب ده _ اوكه چيرته له لمر لوېدو مخكې دقرباني كول ممكن نه و، يادغفلت له وجې ناوخته شي نوديوه څاروي يادهغه دقيمت صدقه وركول واجب دي .

دښځې حلاله (ذبح) رواده .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځینې خلك دښځوحلاله روانه بولي داهم بې ځايه فكر دی _ دښځې حلاله رواده بلکې په واك هلك اوانجلۍ هم كولی شي په خپل لاس حلاله وكړي .

Related posts