اګست 03, 2020

لوګر: برکي برک کې د امیرالمؤمنین اختریز پیغام په خلکو وویشل شو

لوګر: برکي برک کې د امیرالمؤمنین اختریز پیغام په خلکو وویشل شو

د لوګر ولایت، برکي برک ولسوالۍ په جامع مسجد کې د لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) اختریز پیغام په علماؤ، ښوونکو، د مدرسو او ښوونځیو په شاګردانو ، لوستو ځوانانو او خلکو وویشل شو، همداراز د اختر په خطبه کې د شیخ نداء محمد صاحب لخوا ولوستل شو چې د خلکو لخوا یې دروند هرکلی وشو.

د ازادۍ، سولي، امن، عفوي، بیارغوني او پوهني په اړه له ګڼو هیلو ډک او پر محتوی دغه اختریز پیغام  ویش به د اختر په ۳ ورځو کې هم دوام لري.

2020/7/31

 

Related posts