اګست 03, 2020

که پرېښودل شي… زما د هېواد به هره ورځ اختر وي!

که پرېښودل شي… زما د هېواد به هره ورځ اختر وي!

محمود احمد نوید
ژباړه: سعد کټوازی

د نېکمرغه لوی أختر په درشل کې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امیرالمومنین حضرت شيخ صاحب حفظه‌الله د نورو کلونو په څېر له محتوا ډک أختريز پيغام خپور شو، داسي پيغام چې له ايمان، لارښوونې، مبارزې، اخلاص، پروتنۍ څخه سرچينه أخلي او له تدبير او سنجېدګۍ سره برابرو خورا مهمو نکتو څخه سرشاره دی.
په ياد پيغام کې د اسلام او هېواد په ننګه د مجاهدېنو او غيور ولس ورکړې بې ساري قربانۍ ستايل شوې، د حقي لاري رښتونو شهيدانو ته د لوړي مرتبو، ځخميانو ته د عاجلې صحت يابي او بنديانو ته د خلاصون دعا شوې.
د اسلامي امارت مشرتابه د پيغام په اړېنو بندونو کې مجاهدېنو ته د لا زيات د صبر او ثبات، اخلاص او نېکو کارونو لارښونه کړې، هغوی يې د خلکو د سر او مال ساتنې ته جدي متوجه کړي او لارښوونه يې ورته کړې چې په خپل ټول توان له خپل ولس سره له خواخوږۍ او نېک چلښت څخه کار واخلي.
د اسلامي امارت مشرتابه سياسي لاسته راوړنې او د دوحې تړون مهم ګڼلي، ټول جهتونه يې د هغه د توافقاتو په ښه ډول پرمخ وړلو ته رابللي او په ډاګه يې ويلي چې په افغانستان کې د جګړې ختمېدو په لاره کې خپلي ټولي هڅې په کار اچول شوې، د جګړې مهم جهتونه دي د دې ورځو ځانګړی روان وضعيت او شرائطو ته پر کتو د سولي موانع له منځه ليري کړي ترڅو افغانان خپلمنځي خبرو ته سره ورسېږي، ورځنۍ ستونزي، غميزي او د ځورېدلي ولس له توانه لوړ زيانونه له منځه لاړ شي.
همدا راز ټولو ته يې د بښنې او ميني پيغام ورکړ چې اسلامي امارت له هيڅ افغان سره ذاتي دښمني نه لرلې او نه يې لري، د کابل ادارې په ليکو کې ولاړو مخالفينو څخه يې هم غوښتلي چې له دې زريني موکې په ګټه اخيستنه د خپلو مجاهدو وروڼو له مخالفته لاس واخلي او د عقلانيت، استحکام او خپل خير لاره ځانته وټاکي.
د اسلامي امارت مشرتابه د خپل پيغام په ځيني نورو بندونو کې د هېواد د بچيانو د ښوونې او روزنې، همدا رنګه هېواد ودانولو او بيا روغونې باندې ځانګړی ټينګار کړی چې له ډېره وخته د افغانانو د هېلو زېری له ځان سره لري او ټول سترګي پر لاره دي چې د بشپړ أمنيت او ټېکاو، سرتاسرې سولي، رښتونې خپلواکۍ او ازادۍپه سيوري کې ژوند وکړي، افغانان وکولای شي يو بل ته لاسونه سره ورکړي او په خپله خپل هېواد ودان کړي.
د سولي، بين الأفغاني مذاکراتو، له نړيوالو او په ځانګړې له ګاونډيو سره د متقابل احترام پر بنسټ ولاړې ښې اړيکي ځيني نور هغه پېچلي موارد و چې أميرالمؤمنين أخندزاده صاحب حفظه الله يې په اړه په خپل پيغام کې وضاحت کړی، د هغه څه ترلاسه کولو ته يې د لاس رسي تمه ښودلې چې د هېوادوالو او هېواد په ګټه دي او يوځل بيا يې ټولو ته د دې أميد او مثبته انرژي ورکړې چې راتلونکی نظام به ټول شموله او اصولو او مقرراتو ته ژمن وي او ان شاءالله افغانان به د اسلامي نظام تر سيوري لاندې د دنيا او آخرت ګټو او خوښيو ته ورسېږي.
د مشرتابه د تبريکۍ پيغام له خپرېدو وروسته څو ساعته به لا نه و تېر شوي چې د اسلامي امارت له لوري د أختر د خوښيو لمانځلني په پار درې ورځني اوربند پيغام هم خپور شو چې يقيناً دا له خوښۍ ډک خبر د ټولو افغانانو د خوشالي لامل شو او ټولو ترې په خوښۍ هرکلی وکړ او کوي يې.
دا هم بايد وويل شي چې مجاهدين هيڅکله د تلپاتي اوربند، سولي راتلو، د هېواد د سوکالۍ او د اشغال او جګړې پای ته رسېدو په لاره کې خنډ نشي جوړېږېدلای، بلکې مقابل لوری دی چې افغانان يې د خوښيو له حق څخه بې برخي کړي او هم يې بې برخي کوي، که داسي نه وای اسلامي امارت لومړی له أمريکا سره په مذاکراتو او بيا د دوحې د تړون د توافقاتو په پلي کولو او خپلو رسمي څرګندونو کې پرلپسې له معقوليت او انصاف سره په دې تأکيد کوي چې تيار دي د خپل ځورېدلي ولس د خوښۍ، په هېواد کې د جګړې او بحران پای ته رسېدو او د شريعت په چارچوب کې د عزت او رښتونې خپلواکۍ راتلو او د هېواد د لوړو ګټو په پار د جګړې له اصلي لوري سره جوړجاړی وکړي، همدغه مقابل لوری د افغانانو له تلپاتې خوښۍ څخه د بې برخي کېدو لامل دی نه مجاهدين، خو په خواشينۍ سره چې که په افغاني ټولنه سپاره او د هغوی له درد او دوک څخه بې پروا يو څو تنګ نظرو مزاحمت او خنډ جوړېدل نه وای، نو نه يواځي د اختر شپې ورځي، بلکې د جګړې له ختمېدو سره به د افغان ولس ټولي شپې ورځي د أختر وې.
هو ! که يې بهرني دښمنان او د هغوی کورني مزدور يې پرېږدي، نو ليري نه ده چې ټولي ورځي يې أختر وي، که پرېږدي او له خنډ جوړېدو او اشغال څخه لاس واخلي، که رښتوني افغانان پرېږدي چې په خپله د خپل هېواد د برخليک په اړه تصميم ونيسي او که پرېږدي چې افغانان خپلي ازادۍ او عزت ته ورسېږي، نو شک نشته چې د هېواد هره ورځ به د خپل درانه ولس لپاره أختر وي.
هو ! زموږ په هېواد کې رښتونی أختر هغه مهال دی چې دلته جګړه او اشغال نه وي

Related posts