اګست 04, 2020

غزنی: خوګیاڼو کې د امیرالمؤمنین اختریز پیغام وویشل شو

غزنی: خوګیاڼو کې د امیرالمؤمنین اختریز پیغام وویشل شو

د غزني ولایت، په خوګیاڼو ولسوالیو کې د لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) اختریز پیغام په علماؤ، ښوونکو، د مدرسو او ښوونځیو په شاګردانو، لوستو ځوانانو او د شلګر، جغتو او رشیدانو په لاره په عامو خلکو وویشل شو، همداراز د اختر په خطبو کې د علماؤ لخوا ولوستل شو چې د خلکو لخوا یې دروند هرکلی شوی دی.

د ازادۍ، سولي، امن، عفوي، بیارغوني او پوهني په اړه له ګڼو هیلو ډک او پر محتوی دغه اختریز پیغام  ویش به د اختر په ۳ ورځو کې هم دوام لري.

Related posts