اګست 04, 2020

بغلان کې د امیرالمؤمنین اختریز پیغام چاپ او په خلکو وویشل شو

بغلان کې د امیرالمؤمنین اختریز پیغام چاپ او په خلکو وویشل شو

د بغلان ولایت، په تاله وبرفک او نهرین ولسوالیو کې د لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) اختریز پیغام په علماؤ، ښوونکو، د مدرسو او ښوونځیو په شاګردانو او لوستو ځوانانو او خلکو وویشل شو، همداراز د اختر په خطبو کې د علماؤ لخوا ولوستل شو چې د خلکو لخوا یې دروند هرکلی شوی دی.

د ازادۍ، سولي، امن، عفوي، بیارغوني او پوهني په اړه له ګڼو هیلو ډک او پر محتوی دغه اختریز پیغام  ویش به د اختر په ۳ ورځو کې هم دوام لري.

2020/7/31

Related posts