اکتوبر 21, 2020

د پروان په چاپه کې د شهید شوي زنداني په اړه د بندیانو کمیسیون اعلامیه

د پروان په چاپه کې د شهید شوي زنداني په اړه د بندیانو کمیسیون اعلامیه

د مزدور دښمن د وحشتونو په دوام، تیره شپه د پروان ولایت مرکز چاریکارو اړوند قلعه سعدالله سیمه کې د دښمن د ۲۲۲ قطعې لخوا په هغه کور چاپه ووهل شوه چې یو نوی راخلاص شوی بندي په کې میلمه وو.
یاد بندي محبوب شاه د تیمورشاه زوی د پروان مرکز چاریکارو اوسیدونکی وو، چې د تیر جون میاشتې په ۷ تاریخ له بګرام څخه را خلاص شوی وو او تیره شپه يې په قلعه سعدالله سیمه کې د یو خپلوان په کور کې میلمستیاوه.
د مزدور دښمن لخوا په دغه کور باندې چاپه ووهل شوه چې په کې د کور خاوند، او د هغه زوی ټپيان شول، د کور یوه انجلۍ شهیده شوه، یاد بندي محبوب شاه هم لومړی ټپي، وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
اسلامي امارت دښمن ته خبرداری ورکړی وو چې د راخلاصو شوو بندیانو د بیا نیولو یا په شهادت رسولو هڅه ونه کړي، کنه داسې کول به را خلاص شوي بندیان بیرته اړ کړي چې سنګرته لاړ شي؛ خو داده دښمن خپل وحشت ته دوام ورکړی او بیا يې په دا ډول جنایت لاس پوری کړ.
اسلامي امارت د دښمن دغه عمل په کلکه غندي، پارونکی عمل يې بولي او د تکرار په صورت کې يې د عواقبو مسئولیت هم دښمن ته راجع دی.
د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون
۱۶/۱۲/۱۴۴۱هـ ق
۱۶/۵/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/8/6م

 

Related posts