اکتوبر 21, 2020

د شهيد مولوي قاري سيد اغا «يعقوب» تقبله الله ژوند ته لنډه كتنه

د شهيد مولوي قاري سيد اغا «يعقوب» تقبله الله ژوند ته لنډه كتنه

ابوبكر خطيب

اسلام پر ټولو مذهبونو عالي، لوړ او غالب دی، جهاد ته بيا د اسلام لوړه څوكه ويل شوې او عملا د اسلام په تاريخ كې مسلمان ملتونه د جهاد له لاري لوړ برم ته رسېدلي، د اسلام، مسلمانانو او د هغو تر سيوري او رهبري لاندې د بشپړ بشريت لوړوالی، برم او عزت په همدې جهاد كې نغښتی دی، د بشريت په تاريخ كې او په ځانگړې له رسول الله مبارك صل الله عليه وسلم را وروسته چې كوم مسلمان رهبران، رهبرۍ او واكمنۍ ستايل شوې ټول يواځي د دوو لاملونو (جهاد+عدل) له وجې او دا دوه د ټول بشريت د ښېرازۍ كلك ضامن هم دي، خو كه ورتهيو له بل سره تړليو د وو ځانگړو دېني فرېضو ارزښت هم ور كړو او د هر راز قربانيو غوښتنې يې ور پوره كړو، موږ افغانانو  پر ميليونونه شهيدانو دا وياړ خپل كړی او په نږدې راتلونكې كې به د همدې جهاد او ورسره تړلي عدل پر ضمانت د يو ستر نووښت او بدلون شاهدان و اوسو، لاندې د دې لاري يو ستړي شهكار مجاهد ياد را أخلو، هو ! د مولوي قاري سيد اغا «يعقوب» د لومړي تلين پر وياړ د هغه پر ژوند گړېږو.

زوكړه او زدكړې: شهيد مولوي قاري سيد اغا يعقوب تقبله الله د مرحوم ملا عبدالرحيم صاحب زوی پر۱۳۵۶لمريز كال د ميدان وردگ ولايت مركز ميدان ښار اړوند عثمان خېلو سيمي د هلال خېلو كلي په يوه دېنداره، جهاد پاله او شهيد پروره كورنۍ كې دې لړزاندې نړۍ ته سترگي پرانيستې وې.

لومړنۍ دېني زدكړې يې له خپل والد صاحب څخه پيل او يو څه يې د كلي له ملا امام څخه ترسره كړې، نږدې۱۲كلنۍ كې پر۱۳۶۸لمريز كال خپل مشر ورور شهيد فضل الرحيم د پېښور خالص بابا په نوم د كډوالو پنډغالي أمير حمزه دارالحفاظ ته داخل كړ، د۳كالو په موده كې يې حفظ تكميل كړ او ورپسې د ميدان ښار په مشهوره (مدينةالعلوم) مدرسه كې د حفظ د استاد په حيث و گومارل شو او درې كاله يې دوام وركړ.

په نږدې۲۱كلنۍ كې يې يوځل بيا د درس نظامي كتابونه پيل كړل، د اسلامي امارت د واكمنۍ پرمهال يې د ننگرهار درونټې مدرسې په گډون د هېواد ځيني نورو مدرسو كې زدكړي وكړې، د اسلامي امارت له سقوط وروسته يې په لومړي ځل د هجرت لاره ونېوه، د پېښور باړه گېټ سيمي ته لاړ او خپلو دېني زدكړو ته يې دوام ور كړ، د پېښور رنگ روډ دير كالوني له زبيريه مدرسې، د يكه توب غوثيه مدرسې، د ماشوخېلو محمديه مدرسې، د گنج بازار نعمانيه مدرسې او گڼو نورو مدرسو څخه يې خپله علمي تنده خړوبه كړه.

پر ۶-۲۰۰۵زېږديز كال چې له۲۸-۱۴۲۷سپوږميز سره په سمون كې وه د پېښور نمكمنډۍ په دارالقراء مدرسه كې يې له مرحوم شيخ الحديث سراج الدين صاحب رحمه الله څخه وړه دوره ولوستله او ورپسې يې د پېښور صدر په امدادالعلوم دروېش مسجد كې له وتلي عالم او سياسي څيري شيخ الحديث مولانا حسن جان شهيد رحمه الله څخه لويه دوره ولوسته، پر۲۰۰۷زېږديز كال چې له۱۴۲۹سپوږميز او۱۳۸۷لمريز كال سره برابر وه د يو ممتاز عالم په حيث يې د ملايي پكړۍ وتړله او كور يې د پېښور بورډ بازار تاج آباد ته نقل كړ چې تر شهادته هملته پاتې شو.

دا چې نوموړی له۳كاله راسي له وقفې پرته په جهادي فعاليتونو بوخت او دوه غبرگي ډلگۍ يې درلودې، له بل لورې يې له دېني زدكړو او عربي ژبي سره بې كچي مينه لرله، نو پر۲۰۱۰زېږديز كال چې له۱۴۳۱شپوږميز سره سمون خوري هغه شخصاً خپله جهادي بوختيا محدوده كړه او په پېښور كې د عربي ژبي معهد (كليةالامام ابي حنيفةللغةالعربية) ته داخل شو، له همدې ځايه د عربي له دوه كلن نصاب څخه په برياليتوب فارغ او د پېښور بورډ بازار په دارالعلوم تاج آباد كې د استاد په توگه وگومارل شو چې د شهادت تر ورځي يې همالته پرلپسې۶كاله تدريس وكړ.

د جهاد پيل او فعاليتونه يې: شهيد قاري صاحب تقبله الله په يوه جهاد پروره كورنۍ كې ترعرع كړې او پر جهادي روحيه يې عملي او تقليدي پالنه شوې وه، مشر ورور يې فضل الرحيم د شوروي پر وړاندې يو برجسته مجاهد و او د نجيب كمونيستي دور كې په شهادت ورسېد، ورپسې يې دوهم ورور ملا سيدرحيم او بيا يې دوه نور وروڼه يو وراره شهيد عبدالرازق، شهيد قاري گل اغا او شهيد قاري محمداغا د اشغال پر وړاندې جهاد كې شهيدان شوي وه، له همدې وجې هغه يو بارز جهادي شخص او د قربانيو سابقه يې تر ډېره ليري رسي، په پيل كې د شر او فساد پر وړاندې د اسلامي امارت له غورځنگ سره د مولوي كفايت الله صاحب تر مشري لاندې په سپين بولدك كې يو ځای شو، له هغه ځايه د كندهار او بيا روزگان جهادي فعاليتونو كې برخوال شو، همداسي د زابل، غزني، ميدان وردگ، لوگر، كابل، تخار، كندز او …ولايتونو كې يې گڼ شمېر فعاليتونه وكړل چې په تخار كې د مشهور جهادي مشر شهيد قاري فياض رحمه الله له نږدې ملگرو څخه و.

د اشغال له پيل او د اسلامي امارت له سقوط وروسته شهيد سيداغا تقبله الله د خپلو پاتې زدكړو پوره كولو تر څنگ له كلنيو او ځيني نورو وړو رخصتيو څخه پر استفادې په هغه خال خال عملياتو كې برخه اخيسته چې د اسلامي امارت مجاهدېنو د اشغال پر وړاندې په نوې بڼه پيل كړي وه، وروسته د وخت او امكاناتو پر تناسب چې څومره دغه عمليات پراخېدل هغومره د قاري صاحب فعاليت زياتېده، ترڅو  عمليات په اوج كې او گڼ پرمختگونه رامنځته شول، پر همدې مهال هغه بسته دوه ډلگۍ مجاهدين پر ځان را ټول كړل او درې كاله يې له ژمنۍ وقفې پرته په پرلپسې ډول جهادي فعاليتونه ترسره كړل، خو د معهد ويلو او ورپسې د تدرېسي بوختيا له أمله يې فعاليتونه يو څه محدود شول چې بيا يې ترشهادته له كلنيو رخصتيو پر استفاده وسلوال فعاليتونه كول.

شهيد سيداغا تقبله الله د خپلي مبارزې په اوږدو كې بهرني او كورني دښمن ته خورا زيات زيانونه واړول، د ۱۳۸۸لمريز كال د گرمۍ موسم كې يې د شهيدانو سيمي حفيظ كوڅې ته څېرمه د اشغالگرو پر دوو ټانگونو يو استشهادي بريد ترسره كړ چې په ترڅ كې يې دواړه د يوې لوړپوړې امريكايي ښځي په گډون وركې سپرو سره په بشپړ ډول له منځه يووړل، نږدې دوه مياشتې وروسته يې د نرخ ولسوالۍپه سره پله سيمه كې هم د اشغالگرو پر۲ټانگونو دېته ورته يو بريد ترسره كړ چې له سپرو سره بشپړ له منځه لاړل، پر همدې كال د ميدان وردگ مركز ميدان ښار اړوند سيمه كې د بهرنيو او كورنيو وحشتگرو گډې عملياتي قوې ته مجاهدېنو له ملاخېلو تر عثمان خېلو د جگړې يو اوږد خط واچاوه چې رهبري يې د شهيد سيداغا تقبله الله په غاړه وه، پرلپسې۳ورځې جگړه وشوه او د گډ دښمن قوه د درانه مالي او ځاني زيان پر ليدو له ماتې سره مخ شوه.

پر۱۳۸۹لمريز كال جوزا په مياشت كې د ده پر قومانده د ميدان وردگو ولايت مركز اړوند كولخمار سيمه كې د اشغالگرو امريكايانو لومړنی ټانك منفجر او له سپرلي سره ټوټه ټوټه شو، ورپسې پر۱۳۹۰لمريز كال هم د مركز اړوند شهيدانو سيمي حفيظ كوڅه كې د فرانسويانو پر يوه ټانگ چاودنه ترسره كړه چې له۶تنه سوارلي سره بشپړ له منځه لاړ، پر۱۳۹۱لمريز كال يې د مركز مربوط ملاخېلو او كوټه عشرو سيمو كې د اشغالگرو درې نور ټانگان چې مهم امريكايان پكې وه پر ماينونو پورته كړل، دا چې چاودنې ډېري زوروې او تخريب يې زيات كړی وه د ازادۍ راديو د راپور پر بنسټ د امريكا كانگرس يې په اړه اندېښنه ښكاره كړه او د طالبانو له لوري په چاودنو كې كارول شويو موادو يې تبصره وكړه.

 

پر۱۳۹۶لمريز كال يې په كابل كې د فهيم په نظامي پوهنتون۲سكربيس ميزائل وار كړل، د ۱۳۹۷ كال په ړومبيو كې يې۳نور د ميدان ښار په أمنيه قوماندانۍ او د۱۳۹۸لمريز په لومړيو كې يې۲نور د لوگر پر خدر كمپاين وتوغول چې ټول پر نښه شويو اهدافو دقيق ولگېدل او دښمن ته يې د مالي زيان ترڅنگ درنه مرگژوبله واړوله، له دې پرته يې پر بهرني او كورني دښمن سلگونه واړه او لوی بريدونه ترسره كړي اوپه مخامخ بريدونو او د لاري غاړي چاودنو كې يې د هغوی تر۵۰زيات نقليه وسائط له منځه وړي.

پر دې سربېره يې د اسلامي امارت په اداري تشكيلاتو كې يو لړ مسئولتونه هم سرته رسولي وه، چې پر۱۳۸۹لمريز كال پر دريو محاذونو د ولايت وېشل كېدو سره د مركز ميدان ښار سمت محاذ مسئوليت، پر۱۳۹۶لمريز كال د كابل مركز مسئوليت چې ورسره د چريك بريدونو مسئوليت هم ور له غاړي و او ورپسې پر۱۳۹۷لمريز كال د ميدان وردگو ولايت مركز ميدان ښار مسئوليت د يادونې وړ دي چې ورسره هممهاله په ميدان وردگ او كابل دواړو كې د چريك بريدونو مسئول هم و او د ژوند تر پايه يې په خورا ښه توگه منظم چريك فعاليتونه ترسره كړل.

شهيد قاري سيداغا تقبله الله د جهاد په لاره كې ډېري سړې تودې هم گاللې وې، د اشغال پر وړاندې د دريو وروڼو او يو وراره په گډون د۵۰تنه ملگرو شهادت، له اشغال څخه هجرت، ورسره علمي بوختيا، د كور سرپرستي او پر ملا مات د كور اقتصاد هم هغه څه و چې د جهادي فعاليتونو د ټكني كېدو لامل كېدلی شو، همدارنگه پر۱۳۸۸لمريز كال ميدان وردگو ولايت ته د أمريكايانو له راتلو وروسته د هغه پرسر د جائزو اعلان، د ملي أمنيت په تور ليست كې د هغه اچول او پر هغه پرلپسې چاپې هم په جهادي مسير كې ورته خنډ نه شوې، بلكې لا څومره چې ستونزي لوړېدې هومره د قاري صاحب تقبله الله د عزم او ارادې صلابت زياتېده.

شخصيت يې: د شهيد سيداغا تقبله الله د بارز شخصيت له امله د هغه د ژوند د كېسو پر ځای يواځې پر هغو مواصفاتو بسنه كوو چې دغه كيسې يې ترې سرچينه اخلي، قاري صاحب تقبله الله د جذابي او خندنۍ څېري، غښتلو مټو، صلب وجود، نيكو أخلاقو او غوره چلند، لوړ احساس او جهادي فكر څښتن رښتونی، زړور، بهادر، شاهكار او فداكار مجاهد و، تقوا، متانت، لوړه حوصله، غښتلی أميد، د خپلو چارو پر ښو پايلو ټينگ باور، توكل، اخلاص، سخا، ميلمه پالنه، استغناء، او… يې ترې نه بېلېدونكي مواصفات و، د هېواد د ازادۍ او دلته د اسلامي نظام حاكمیت په لاره كې له هیڅ راز قربانۍ او فداكارۍ څخه مخ نه گرځاوه، الله تعالی پرې ښايسته خويونه، د زړه راښكونكي تعامل او چلند ملكه، د يو داعي نرمه ژبه او د يو رښتونې ديني عالم سپين زړه پېرزو كړی وه.

ټينگ هوډ، په هرڅومره سختو حالاتو كې نورمال اوسيدل او هيڅ شرائطو ته نه تسلمېدل، د خپلمنځي يووالي او انسجام د غښتلتيا، د جهاد د ودې او ولس د ښېرازۍ لپاره پرلپسې هڅي او…يې ځيني نور هغه صفات و چې پرې هر ځای يې ولسونه او مجاهدين پر ځان را ټول كړي وه او يو د لوړي سويې بريالی مجاهد يې بايد ولري، د خوی او عادت، ساده ټولنېز او انفرادي ژوند او په هغه كې تخنيك پوهنه، جهادي هلو ځلو، ايثار، د دښمن له مړو او اسيرو افرادو، خپلو ملگرو او ولسي وگړو سره  په زړه پوري برخورد او د هغوی ترمنځ محبوبيت، له مشرانو سره اړېكو او هغوی ته يې درناوي، جگړه اېزې وړتيا او بصېرت، جرأت اومېړانې، د جهاد په لاره كې ستړو او خواريو، جهادي اهدافو ته وفا او تعهد، د مشرانو او لائحوي لارښوونو ته يې احترام او التزام په اړه كه ډېرڅه و وايو هم ليږ به وي.

شهيد سيداغا تقبله الله كه له يوې خوا له هرڅومره مسكنت سره مستغني مزاجه هم و، خو له بل لوري چې څه يې درلودل تر ځان اړمنو خلكو ته به يې وركول او ځان ته يې تر هغو ټيټ ژوند خوښاوه، له دا ډول اخلاقو يې خلك زيات متأثر كېدل، د زړورتيا يې دا حال وه چې دښمن ته زيات مطلوب كېدو سربېره يې د زنبورك غرونو (د اشغالگرو كمپاين ته نږدې موقيعيت كې چې هر وخت يې تر بريد لاندې نېوی شو) په يوه خېمه كې درې كاله تېر كړل او له همدې ځايه يې پروگرامونه ترتيب او بيا تطبيقول.

مولوي محمدعمر صاحب وايي: قاري صاحب تقبله الله سره مې د طالبۍ۵كاله تېر كړل، كتاب ته يې زيات ادب درلود، له اوداسه پرته يې نه ور اخيسته، درس او مطالعې ته به ښه دروند او له پوره توجه سره ناست وه، ۴ازبك ملگرو سره به يې درسونه تكرارول، له خلكو سره يې تعامل او چلښت په خوښۍ او ورېنه ټنډه و، پر چا د رشخند، د چا د غيبت يا ورته د تندي او ستغې خبري او داسي نورو تمه ترې نه كېده، خو په ناروا او پارونكي كار به زيات خفه او خواشينی كېده، رنگ به يې تغير وكړ او له ورايه به سړی پرې پوهېده، د ملگرو پر هر اړخيزه شرعي، عقيدوي او جگړه ايزه روزنه ډېر حريص و، معسكراتو ته به يې لېږل او له ليري سيمو به يې استادان ورته را وستل، شرعي دورې به يې ورته ترتيبولې، جهادي اړيكي او ملگرتيا به يې تر خپلي وسي پراخوله ترڅو خپل روحيه او احساس بډايه كړي او هم نورو ته گټه ورسوي، د شرعي مالوماتو ترلاسه كولو، له نورو سره شريكولو او په خپل سر له پرېكړي په ډډه كولو كې زيات جدي و.

مولوي نورالحق صاحب وايي: د طالبانو اسلامي غورځنگ سره د مولوي كفايت الله گروپ چې سيداغا تقبله الله پكې وه او د مدرسو د طالبانو ځيني واړه گروپونه په سپين بولدك كې يوځای شول، د مشر ملاصاحب له امر سره سم له دې گروپونو۲۰۰كسيزي ډلگۍ جوړي او مشران يې معرفي شول، د مولوي كفايت الله گروپ زموږ د ډلگۍ برخه شو، كابل لا نه و فتحه د جگړې يو خط په جلرېز كې وه چې وروسته موږ ته را حواله شو، دلته قاري سيداغا تقبله الله ۱۲تنه د مدرسو تنكي طالبان له ځان سره راوستي وه، ملا مشر آخند زموږ د خط كتو ته راغی، ورسره د ملا محمديونس آخند يو معاوين تنكيو طالبانو ته پر كتو وويل دا خو ډېر واړه دي، ملا مشر د قاري صاحب او يادو طالبانو د حوصلې لوړولو په پار ورته كړه چې دوی واړه، خو زړونه يې له ما او تا غټ دي چې د جگړې لومړۍ كرښي ته راغلي.

قاري عبدالرحمن وايي: هغه مهال چې زه يې معاوين وم د أمريكايانو له لوري په يوه چاپه كې ونېول شوم، د قاري صاحب د ملگرتيا له وجې يې پر مرگ گواښلم، د تور جېل په نوم بلاك كې د تحقيق پر وروستۍ ورځ محقق وويل چې ته به باگرام ته ځې، ته د يو داسي چا ملگری يې چې موږ ترې ښه خاطره نلرو، په ټول ميدان وردگو كې مو مشران ورڅخه تنگ دي، په گزمه او چكر نشي وتلی، دېوال ته به يې سوك ور كړ او ويل به يې ته به تر هغه دلته يې چې سيداغا مو له منځه وړی او يا نېولی نه وي، همدارنگه د سيداغا د قد وقامت، لباس او د تگ راتگ لارو په اړه يې پوښتنې كولې، هغه مهال چې د سيد اغا ورور عبدالرازق شهيد شو دوی يې عكس العمل ته وار خطا و او له مايې پوښتنه كوله چې سيداغا د خواشينۍ پر مهال زموږ پر وړاندي كوم اقدام كوي؟ ځكه ته مو ترې ونيوې او ورور مو يې ور وواژه، اوس زموږ د را پورونو پر اساس هغه راته خواشينی دی.

شهادت يې: بالآخر دغه سر سپارلی مجاهد د الله تعالی په لاره كې په ستړې ساه او ستومانه وجود له يوې نړۍ سپېڅلو ارمانونو سره د۱۳۹۸لمريز كال سرطان مياشتې پر لسمه د چهارشنبې پر ماښام۸بجې د ميدان ښار مركز ته نږدې شهاب الدين سيمه كې د يرغلگرو أمريكايانو په ډرون بريد كې له خپلو څو تنه ملگرو سره د خپلو شهيدانو۵۰كسيزي قافلې او د شهادت لوړ مقام ته ورسېد انا لله و انا اليه راجعون، د نوموړي د جنازې مراسم پر همغه ورځ ترسره شول، لمونځ يې د قاري حفيظ الله په امامت ادا شو او د خپل پلرني كلي په هديره كې د نورو شهيدانو ترڅنگ خاوروته وسپارل شو.

د شهادت كېسه يې: جواد مجاهد وايي: د فعاليت له ساحې د كور پر لور وخوځېدو، قاري صاحب د معمول مطابق د خپل تگلوری ښودلو پرته له ډېرو خلكو رخصت واخيست، په چركلا سيمه كې يې يوه ملگري ته خپله وسله وركړه، وروسته بېرته پرې را وگرځېد او بخشش يې ترې وغوښت، د دښمن تر ساحې په يوه فرعي لاره په موټر كې راغلو، دوه ملگري د ترصد لپاره سړك ته ورغلل، موږ هم ورپسې تر سړك واوښتو او په خپل موټر كې د ورځې شاوخوا۹بجې ابراهيم خېلو ته راغلو چې ساحه او (كابل كندهار) سړك هم د دښمن تر كنترول لاندې وه.

د دغې ساحې له مجاهدينو مو لاره او رهبري وغوښته، هغوی تر ماښامه معطل كړو ترڅو له تيارې په استفاده له سړكه واوړو، ماښام د ساحې د دوه تنه مجاهدينو په ملتيا سړك ته نږدې راغلو، په خوندي ځای كې مو له سړك څخه د اوښتو ترتيب جوړ او ترې واوښتو،يو بل پنا ځای ته راغلو دلته ډرون الوتكې زياتې او ټيټې گرځېدې، خو قاري صاحب ويل توكل پر الله تعالی حركت كوو، له خوځېدو سره سم ډرون لومړی وار پر قاري صاحب وكړ او هغه شهيد شو، دوهم وار يې پر پاتې ملگرو وكړ چې يو زه او يو د همدغې ساحې مجاهد چې زموږ رهبري يې كوله ځخميان او نور ټول په شهادت ورسېدل، سهار مهال مجاهدېنو د قاري صاحب جسد له يوې فرعي خوندي لاري نقل كړ او نور شهيدان بيا د كابل كندهار پر لاره نقل شول.

دا چې قاري صاحب تقبله الله اشغالگر دښمن ته زيات مطلوب و، له ځمكې او فضاء يې د هغه لارې څارلې، نو له اوږدو خواريو او ستړياو وروسته يې د هغه پر شهادت خوښي هم څرگنده كړه، نوموړي تر شا موركۍ، درې وروڼه، د۶زامنو پر گډون۱۱اولادونه، تورسرې او يوه سل كسيزه جراره ډلگۍ پرېښوده، روح يې ښاد او ياد يې تل ژوندی اوسه.

Related posts