اکتوبر 27, 2020

په تعلیمي ادارو د دښمن لخوا د بریدونو په اړه د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمېسیون اعلامیه

په تعلیمي ادارو د دښمن لخوا د بریدونو په اړه د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمېسیون اعلامیه

د تعلیمي او ښوونیزو مرکزونو او عامه تأسیساتو د تخریب په دوام، په دې وروستیو کې یوځل بیا د کابل ادارې د عسکرو لخوا په فاریاب، بغلان، پکتیا او کنړ ولایتونو کې مدرسې او د دیني تعلیماتومرکزونه بمبار او په هاوانونو ویشتل شوي دي، چې په نتیجه کې یې (۱۱) تنه کم عمره طالب العلمان شهیدان شوي، ګڼ شمیر نور ټپیان شوي او ورسره یې د یادو تعلیمي ادارو تأسیسات او مساجد هم تخریب کړي دي.
په تعلیمي ادارو اوعامه تأسیساتو برید هغه وحشت او جنایت دی چې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی بلکه زموږ دښمن په شعوري ډول غواړي په دیني برخه کې د هیواد تعلیمي بنسټونه او تأسیسات ونړوي او زموږ دردیدلی اولس چې د علم او پوهې سره یې د مینې په بنسټ په سختو اقتصادي او امنیتي شرائطو کې دغه دیني مراکز (مدارس او ښوونځي ) فعال کړي له دې حق څخه محروم کړي.
د تعلیم اوتربیې او عالی تحصیلاتو کمېسیون د دې تر څنګ چې دغه وحشي کړنې په سختو ټکو غندي، په ټولو تعلیمي نهادونو او د بشري حقونو د ساتنې په ادارو غږ کوي چې د دښمن دا ډول اعمال محکوم کړي او مخه یې ونیسي، ورسره رسنۍ هم باید د داسې پيښو راپورونه نشر کړي، ترڅو هېوادوال او نړیوال د دښمن له کرغیړنو اعمال خبر شي او د داسې پيښو د تکرار په مخنیوي کې خپل مکلفیت ترسره شي. والسلام

د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون
۲۹/۱/۱۴۴۲هـ ق
۲۷/۶/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/9/17م

Related posts