اکتوبر 19, 2020

کابل اداره د ولس له قتل عام څخه څه ترلاسه کول غواړي؟

کابل اداره د ولس له قتل عام څخه څه ترلاسه کول غواړي؟

د ورځي خبره:

په داسې حال کې چې اسلامي امارت او مقابل لوري یې د سولې د مذاکراتو لپاره د طرزالعمل په جوړولو اخته وو، د کابل ادارې چورلکو او بم غورځوونکو الوتکو په مظلومو او بېګناه هېوادوالو خپلو له بمونو ډکې سینې تشولې.
په تېره او روانه اوونۍ کې د کابل ادارې ځواکونو په کندهار، کندوز او نورو ولایتونو کې لسګونه ملکي وګړي په خپلو هوايي، توپچي بریدونو او عملیاتو کې شهیدان او ټپیان کړي دي. د سپتمبر په ۱۹مه، یوازې د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې یوه هوايي برید ۲۴ ملکي وګړي شهیدان او ۵ نور ټپیان کړل.
کابل اداره داسې مهال بمبارونو ته یو ځل بیا زور ورکوي چې په ظاهره د سولې د هڅو د دوام شعارونه زمزمه کوي. د کابل په تپل شوې اداره کې په لوړو او مهمو پوستو مقرر کسان لا هم سوله له خپلې فنا سره مساوي بولي او له همدې امله یې په یوه او بله بهانه د دې پروسې د پرمختګ مخه نیولې او د اوسنیو فجایعو په څېر قصدي پيښې او خنډونه پکې رامنځته کوي.
دا پټه نه ده چې کابل اداره په خپل ټول توان سره د سولې په پروسه کې د خنډونو رامنځته کولو هڅې کوي. د بندیانو د خلاصون لس-ورځنۍ موضوع شپږو میاشتو ته غځول، اوسني بمبارونه او عملیات او همدارنګه نورې مسئلې په لوی لاس جنجالي کول په کورنۍ او نړیواله کچه هغه نظر نور هم تقویه کوي چې کابل اداره د سولې پلوې نه ده او له هرې ممکنې لارې په استفادې د دې کار مخه نیسي.
دا رژیم له اول سره د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون چې هم د هېواد او هم د سیمې په ګټه دی؛ مخالف دی، او همېشه یې هڅه دا وي چي دغه تړون له منځه لاړ شي .
سولې ته د رسېدو لپاره له مظالمو او د سولې په لار کې د خنډونو له اچولو د کابل ادارې راګرځول اړین دي او دا د رژیم د توليدوونکو او ملاتړو مسؤلیت دی.
جګړه خوښي باید پرېنښودل شي چې هېواد ته تر څلوېښت کلنې جګړې وروسته د سولې راتلو رامنځته شوی تاریخي فرصت خدای مه کړه ضایع شي.

Related posts