اکتوبر 19, 2020

سوله او خپلواکي دچا په قربانیو ترلاسه کیږي ؟

سوله او خپلواکي دچا په قربانیو ترلاسه کیږي ؟

د مورچل مجلې سرمقاله:

د هیواد د قضیې په اړه چې سیاسي فضاء نن بیا ډېره له شر او شوره ډکه ده، هر څوک په حرکت راغلي او هڅه کوي که په سیاسي چنه بازیو کې یې څه ترلاسه کړل او فکر کوي نننۍ فضاء هم د ځینو شرایطو له مخې رامنځته شوې چې د چا د قصدي هڅو او قربانیو څه دخل پکې نشته، ځکه یې تر بل هر چا ډېر شور جوړ کړی او د غټې برخې غوښتونکي دي.
خو که د امریکایانو او ناټو د اشغال په وړاندې له تېرو شلو کلونو څخه دا جهاد او مبارزه لرې کړو، څه فکر کوئ! نن به وضعیت څه ډول و؟! ایا افغانانو ته به مو دامریکایانو نننی تنزل لیدلی و ؟ هغه عزت اومقام چې افغانستان او افغانانو ته اوس ورپه برخه کیږي، بیابه هم ترلاسه شوی و ؟
نه! هیڅکله نه !
دا یواځې او یواځې د هغه مجاهد د سرښندنو، قربانیو، زولنو، هجرتونو او وینو له برکته ده چې د یویشتم قرن زورورو اشغالګرو ته تسلیم نه شو او د دوی په وړاندې یې د جهاد غږ پورته کړ، هغه مهال نږدې ټولې نړۍ د امریکایانو او اشرباڼو په وړاندې یې د مقابلې اراده لېونتوب او حماقت ګاڼه، خو د ده عزم، قاطعیت او ټینګ ایمان بیا نننۍ ورځ لرې نه بلله که څه هم د خپلواکۍ په دغه اغزنه لار کې یې کور کنډواله، جومات شهید، مدرسه ورانه او ښکلې ځوانۍ خاورې کړه، خو نن یې د همدغو قربانیو په مټ او د ولس په ټول ملاتړ د هیواد استقلال او خپلواکۍ منلو ته اشغالګر په ګونډو کړل .
د دغو قربانیو سرپرستي چې په کوم قیادت کې ترسره شوې هغه د افغانستان اسلامي امارت هغه وسیع بنیاد او د اسلامي ارښتونو د ساتنې مُضمِن چوکاټ دی چې د افغانستان ټول قومونه او ملتونه پکې راټول دي او د مقاومت په تېرو شلوکلونو کې یې د مشرتابه تر مقام پورې د ایثار، قربانۍ او صداقت جوت امتحان ورکړی .
بین الافغاني مذاکرات پیلول او د مشرتابه ترمقامه حضور پکې د اسلامي امارت یوه بله قرباني ده چې هیواد ته د سولې او حقیقي خپلواکۍ په راستنېدو کې یې ورکوي، که نه داشغال په وړاندې مقاومت او د مقاومت په بریالیو مټو اشغالګر له هیواده وېستلو ته اړکول؛ اسلامي امارت ته بلا منازعې د دې حق ورکوي چې دافغانستان راتلونکی نظام تشکیل کړي، خو بیا هم داسې نه کوي او له افغاني جهتونو سره په ګډه ناسته په افغانستان کې د یوه مستحکم اسلامي نظام رامنځته کولو لپاره یې د بین الافغاني مذاکراتو دائرولوته اولیت ورکړ ، نن که سوله، امنیت او خپلواکي ترلاسه کیږي څوک یې په خیرات کې مونږ ته نه راکوي، بلکې د اسلامي امارت دسپینو لښکرو د بې مثاله قربانیو ترڅنګ دسیاسي قربانۍ په برکت ترلاسه کیږي .

Related posts