اکتوبر 27, 2020

دبین الافغاني مذاکراتو پیل! دافغانانو هېلې او اندیښنې!

دبین الافغاني مذاکراتو پیل! دافغانانو هېلې او اندیښنې!

ابوظهیر:
له اوږده ځنډ وروسته د شنبې په ورځ، ستمبر په ۱۲مه د قطر پلازمېنې (دوحې) په شراټن هوټل کې د افغانستان اسلامي امارت د مرکچي پلاوي او د مخالف جهت مرکچي پلاوي ترمنځ مخامخ بین الافغاني خبرې شروع شوې.
د مذاکراتو په پرانستونکې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د قطر د فتر رئیس ملاعبد الغني برادر اخند په مشرۍ د امارت د مذاکراتي ټیم غړو، او د قطر سیاسي د فتر غړو په ګډون سربیره د کابل نه دمختلفو احزابو او جهتونو مذاکراتي پلاوي غړو،د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپو،دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد او د قطر هیواد دبهرنیوچارو وزیر او نورو چاروا کو ګډون درلود
دیا دونې وړده چې د بین الافغاني مذاکراتو په دوران کې د افغانستان اسلامي امارت د۲۱ کسیز مرکچې پلاوي مشرې شیخ الحدیث مولوي عید الحکیم حقاني کوي،او د مخالف جهت د ټیم مشرې معصوم ستانکزی کوي
د مذاکراتو پرانستونکې غونډې ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر د مرستیال سلطان بن سعد المریخي په پیلیزه وینا سربیره د افغانستان اسلامي امارت په استازولۍ ملا عبد الغني برادر او د مخالف جهت په نماینده ګۍ ډاکټر عبد الله همدا راز د امریکا متحده ایالاتو په استازیتوب د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویناوې وکړې
د افغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال ملا برادر اخند پخپله جامع ویناکې د سولې په ضرورت،اهمیت او ارزښت باندې درڼا اچولو په ترڅ کې د رښتینې سولې په راوستلو د ټینګار سربیره د دواړو غاړو مذاکراتي ټیمونو ته په پوره حوصله او زغم سره دسولې بهیر د مخکې بیولو توصیه وکړه او هم یې افغانانو او نړۍ ته د سولې په برخه کې د اسلامي امارت له اړخه درغنده کردار ډاډ ورکړ،چې هیواد ته د سولې راتلو په لارکې به پخپل ټول توان زیار و باسي چې بین الافغاني خبرې مثبتې پایلې ورکړي
د مخالف جهت په استازولۍ ډاکټر عبد الله وینا وکړه اوغوښتنه یې وکړه چې دوی هیلمن دي چې یوبشري اوربند رامنځته شي اوژمن دي چې د سولې راتلو لپاره به کوښښونه کوي
پرانیستونکې غونډې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پخپله ویناکې وویل: د امریکا متحده ایالات نه غواړي خپل نظام په نورو ومني، دابه افغانان پخپله حل کوي او هم دلته په هر ې کېدونکې پریکړې پورې د امریکا دمرستو حجم هم اړه لري .
له و یناوو وروسته د افغانستان اسلامي امارت د مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم حقاني له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د سولې خبرو ته ځکه هیله من دی چې افغانانو تېرې ناخوالې او ترخې تجربې لیدلې دي. نوموړي وویل، ”پر اوربند به دمیز په سر خبرې کېږي چې کله دواړه خواوې مخامخ مذاکرات پیل کړي. ”
بین الافغاني خبرې چا وځنډولې؟
ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې د فبرورۍ میاشتې په ۲۹ مه نیټه د امریکا او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ د هوکړې له امضاء وروسته په مارچ کې پیل شوې وای، خو د کابل ادارې لخوا د بندیانو په خوشي کولو کې دغیر مناسب رویې او ځنډ له کبله تراوو میاشتو وځنډېدې
خو د پنجشنبې پر ورځ قطر ته د ورو ستیو شپږ تنو بندیانو له رسیدو وروسته د افغانستان اسلامي امارت د شنبې ورځې په مخامخ خبرو کې د ګډون اعلان وکړ.
دلته د یادونې وړده چې د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ په قطر کې هوکړه لیک لاسلیکولو ته رسېدو د یو کال نه زیات وخت ونیو او ډېری شنونکي اوس هم په دې اند دي چې بین الافغاني خبرې ښايي تر هغه هم ډېرې پېچلې او زیات وخت ونیسي.
دکتونکو په نظر دا خبرې د دواړو جهتونو لپاره ننګوونکې بلل کېږي، ولې اړتیا ده چې دواړه پلاوي د افغانستان دراتلونکي لپاره ثابت او قانع کوونکي سیاسي نظریات وړاندې کړي. دعقدو اوعنادونو له لید څخه په ډ ډه کولو سره باید لانجمن قضایا تحلیل او تعبیر کړي، یا پر بل سپیناوي اړتیا ده چې دواړه طرفه د واقعیتونو په هنداره کې ستونزو ته په کتو سره حل لارې ولټوي نه داچې د ګوندي او تنظیمي غوښتنو له مخې واقعیتونه سرچپه تعبیر وتفسیر کړي
ترکومه ځایه چې د افغانستان اسلامي امارت سیاسي دریځ دی، هغه دادی چې افغانستان یو داسې اسلامي هیواد دی چې دتیرو څلورو لسیزو راهیسې یې متدینو اوپه دین باندې مینو وګړو د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره بیدریغه قربانۍ ورکړې دي، او په دې لاره کې یې نه بیانیدونکې ستونزې او مشکلات زغملي دي، نوحتمي ده چې هرکله د دو مره لویو قربانیو وروسته د سولې او مذاکراتو له لارې د څلور لسیزو ناخوالو ته د پای ټکی ایښودل کېږي د اسلامي نظام حاکمیت موضوع به د دواړو غاړو ترمنځ “ما به لاشتراک” موضوع وي او دکوم چون چرا پرته به یې دواړه لوري مني، زکه افغانان د اسلامي نظام دحاکمیت پرته په بل څه راضایت او قناعت نلري. پکارده چې دواړه لوري داسلامي نظام دحاکمیت موضوع سطحې ونه ګڼي او ورته کماحقه توجه وکړي.
په دې لړکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرمایک پمپیو داخبره چې دامریکا متحده ایالات نه غواړي خپل نظام په نورو ومني، ډاډ بښونکې ده چې بهرني هیوادونه په خاصه توګه امریکا د نظام غوره کولو په برخه کې د خپلې پخوانۍ تګلارې څخه په شا شوې ده او په راتلونکي کې نه غواړي چې د تیر په څير په افغانانو له بهره کوم نظام تحمیل کړي، بل پلو ته د افغانستان اسلامي امارت ویاند ښاغلي مجاهد شمشا د تلویزون سره مرکه کې په صراحت سره وویل: چې د نظام جوړولو په برخه کې افغانان قطعاً د خارجیانو مداخله زغملی نشي، او د اسلامي نظام تشریح او تعبیر موضوع پخپله د افغاني علماوو، پوهانو اوسیاسیونو پورې اړه لري نه تر بهرنیانو پورې.
دافغانستان اسلامي امارت له خپله اړخه په مذاکراتو کې د ښه نیت ښودو لپاره د د کابل ادارې اړوند ۲۲ عسکر له زندانونو خوشي کړل.
دښاغلي مجاهد په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي د بین الافغاني مذاکراتو د جریان چټکولو او د باور فضا رامنځ ته کېدو لپاره داسې ګامونه واخیستل شي څو یاد بهیر خپلې مطلوبې پایلې ته ورسوي او په هېواد کې د بشپړ اسلامي نظام د حاکمیت او د تل لپاره د جګړې د اختتام سبب وګرځي.
نوموړي له مقابل لوري نه هم هیله کړې چې د باور فضا رامنځته کولو لپاره دي دوی هم ورته ګامونه واخلي اوله فرصتونو دي سالمه او ښه استفاده وکړي
دکتونکو په نظر د مذاکراتو پرانیستو غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي مرستیال “ملا عبد الغني برادر اخند” وینا: ترډیره رغوونکې اوراټوله وه ویناوه، او ټکی په ټکی یې د سولې خبرو لپاره یې دبا ور رامنځته کولو پیغام لاره، چې دلته یې مهم ټکي یې له لوستونکو سره شریکوو:
= خوښ یم چې د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو د تاریخي توافقنامې د امضاء په تعقیب سره د افغانستان څلويښت کلنې معضلې پای ته د رسولو او یو اسلامي نظام د قیام په موخه د بین الافغاني مذاکراتو د افتتاحيې غونډې ګډونوال یو.
= د سولې روان بهیر د دوحې د تړون په بشپړ عملي کولو سره کامیابیدلای شي.
= اسلامي امارت د دوحې په تړون کې کړې ژمنې عملي کړي دي او عملي کوي يې.
= همدا رنګه له مقابل لوري څخه هم په کلکه غوښتنه کوي چې په تړون کې کړې ژمنې عملي کړي، ترڅو د سولې پروسه ښه پرمخ ولاړه شي، او له خنډ او ځنډ سره مخ نشي.
= زه په دې مجلس کې له حاضرو دواړونو ټيمونو څخه غوښتنه کوم چې په خپلو بحثونو او پریکړو کې د اسلام د مقدس دین او هيواد لوړ منافع په نظر کې ونیسي او دغه هدف ته رسیدل باید د ‌ډلو او ټپلو او اشخاصو تر شخصي منافعو قرباني نه کړي.
= د مذاکراتو جریان به خامخا ستونزې ولري، خو غوښتنه مو داده چې بحثونه په پوره حوصله او زغم او له موضوعاتو سره د ښه تعامل په نظر کې نیولو سره پرمخ ولاړ شي.
=د افغانستان اسلامي امارت خپل ځوریدلي ملت ته ډاډ او اطمینان ورکوي چې په پوره اخلاص سره به د بین الافغاني مذکراتو په جریان کې کوښښ وکړي چې خپل مسلمان ملت ته د سولې، آرامۍ او سوکاله ژوند لپاره زمینه برابره کړي.
= همدا رنګه نړۍ ته اطمینان ورکوي چې پخپل توان سره به هلې ځلې وکړي تر څو بین الافغاني مذاکرات ښه نتیجه ورکړي.
=موږ غواړو چې افغانستان خپلواک، مستقل، متحد، پرمختللي او آزاد هېواد وي او یو داسې اسلامي نظام ولري چې د ولس ټولې پرګنې پکښې د کوم تبعیض پرته خپل ځان وويني او د یوبل سره د ورورۍ په فضا کې په پوره صممیت سره ژوند وکړي.
=موږ غواړو چې افغانستان په آینده کې د ګاونډیو، سیمې او نورې نړۍ له هیوادونو سره مثبتې، په متقابل احترام ولاړې او ښې اړیکې ولري
که هر څوک د تعصب اوعقدې چشمې لري وغورځوي او په واقعبینانه نظر پورتني فقرات ولولي نو لفظ، په لفظ ور څخه د مذاکراتي بهیر د ډاډ منولو وږمې ځي؛ د اسلامي نظام او ملي منافعو خوندي کولو ته د والویت په اړه ډاډ ورکوي، نړیوالو او ګاونډیانو ته په متقابل احترام د ولاړو اړیکو پیغام ورکوي، دهیواد دخپلواکۍ، استقلال او پرمختیا په هوډ د اسلامي نظام په سیوري کې له هر ډول تبعیض پرته ټولو ولسونو اوپرګڼو ته د صممیت او ورورۍ په فضاکې د ژوند وعده ورکوي او په دواړو مذاکراتي ټیمونو غږکوي چې په زغم او حوصلې سره دي پر موضوعاتو باندې بحث په پام کې ونیسي.
هرچې د مخالف جهت له اړخه د عبد الله وینا وه هغه د کوم تعصب پرته کمزورې اویوه ګډوله وینا وه چې “وچ –و لامده” دواړه پکې ګډ و، د سولې او مذاکراتو په اړه د باور فضارامنځته کولو پیغام ورکولو پرځای یې ډیره برخه دخپلې ټلوالې شعارونو ته ځانګړې وه او په ډیر سطحې نظر یې د سولې د تاریخي بهیر ارزونه کړې وه، تردې چې په خواله رسنیوکې پخپله دکابل رژیم د ملاتړو کو ونکو لخوا هم دعبد الله وینا دنهیلیو ډکه وینا بلل شوې اوپه مقابل کې یې د ملابرادار اخند وینا یوه جامعه او د مقتضی الحال سره برابره او با معنی وینا بللې ده.
اوس پوښتنه داده چې ایا روان مذاکراتي بهیر به ژر کومې مثبتې ته ورسیږې؟ په دې اړه کارپوهان ډاډنلري هغوی وايي د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ چې نوولس کاله سخته جګړ شوې وه؛ کله چې دواړو لوریو غوښتل چې سیاسي حل ته سره ورسېږي، نو د یو کال نه په زیاته موده کې د سختو مذاکراتو وروسته یو حل ته سره ورسېدل.
او هرچې د افغان جهتونو ترمنځ د مذاکراتو د بري خبره ده، دا ډیر د دواړو لوریو د سولې په اړه نیت پورې هم اړه لري؛که پکې یو لوری هم د سولې لپاره رښتینی نیت ونلري، نوهره شیبه مذاکرات له ناکامۍ سره مواجه کیدای شي. البته دا ناکامي به بد مرغه پایلې ولري . چې له امله به یې افغان ولس خدای مکړه د یوبل بد ناورین او اضطرابونوڅخه په ډک ګرداب کې کیوزي
ولې چې د ارګ دننه یوشمیر اشخاص او جګړه ماران نه غواړي چې دجګړې د پای ته رسیدو لپاره خپلې شومې شخصي ګټې قربان کړي، هغوی په دې تمه دي چې همداسې د قدرت په ګد ۍ ناست پاته شي او د خپل کر غیړن واک په غځولو د افغانانو په تنو کې پاتې وینې هم وزبیښې، همدا وجه ده چې مسلسل هغوی د جګړې په ژبه خبرې کوي، د سیاست او دلیل منطق کارولو پر ځای د نفرت او کرکې خورولو لهجه استعمالوي، قومي،ژبني اوتوکمیز نفرتونه او تبعیضونه راپاروي، د هیواد په شمال کې نوي پوځي ملیشې جوړوي، وسلې، پیسې او مهات ویشي،چې په دې لړکې ځیني رسنۍ هم د هغوی لپاره د اذ هانو په خرابولو بوخت دي، همدېته په اشارې سره دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم ویلي چې: په کور د ننه او بهر ځینې کړۍ شته چې افغانستان کې د اوسني روان وضعیت دوام غواړي، خو په وینا یې دوی اقلیت دي
رازو دیته چې دارګ دننه میشت دسولې ضد مافیا دامریکا په مټو ناڅي، باید امریکایان دهغوی خولوته قلفونه واچوي او دسولې راتلو په اړه د دوحې په تړون کې خپلې کړې ژمنې دي د ځنډ پرته سرته ورسوي زکه په افغانستان کې سوله اوثبات دامریکا په ګډون دټولې نړۍ اړتیا ده!

Related posts