اکتوبر 27, 2020

د كابل سياست؛ له جگړه ييزو ادبياتو سره سوله؟

د كابل سياست؛ له جگړه ييزو ادبياتو سره سوله؟

ابو صهيب حقاني

سعد كټوازی

له څه مودې راسي په دوحه كې بين الأفغاني مفاهمتي غونډه روانه ده، د جگړې له ناورين څخه د هېواد د ايستلو په پار د هغې له ښكېلو اړخونو سره مذاكرات د طالبانو له هميشنيو انتخابونو څخه ده، لكه څرنگه چې أمريكا وروسته څو كاله جگړې بالآخر له طالبانو سره د سياسي خبرو له لاري صحنې ته ننوته او وروسته له څو مياشتي بحث او مذاكرې يوې پايلې ته سره ورسېدل، ان شاءالله بين الأفغاني مذاكرات به هم ښې پايلې ولري، خو د جگړې ټولو ښكېلو كړيو ته اړينه ده چې د مذاكراتو فضا له سياسي سرگرمۍ پرته پر مخ يوسي ترڅو د غونډي د گډونوالو تمركز گډوډ نه وي او اجازه وركړل شي چې د كشالې ټول لوري د حل ټولو ممكنو لارو ته برلاسي وي.

د تېرو كلونو په اوږدو كې دښمن هروخت مخالف غږ پورته كاوه چې طالبان له جگړې پرته بل څه نه پېژني، كه يې پېژندلای نو ولي سولي ژمنتيا نه ښيي؟ يا دا چې جگړه يې د پرديو موخو لپاره ده او….كله چې طاب له بشپړ قوي موقف سره له أمريكا سره مذاكراتو را وړاندې شو، د تبليغاتو څپې لا هم روانې وې چې ولي طالب له پرديو سره كېني، خو له افغانانو سره له مذاكراتو ته نه أماده كېږي، خو طالب د دښمن دا ډول مغرضو څرگندونو ته له كتو پرته له أمريكا سره مذاكرات روان وساتل او د خپلي جگړې او سولي دلائل يې له أمريكا سره د سولي پر مېز بحث ته وړاندې كړل او آخر كار أمريكا يې باوري كړه او د څو مياشتو پېچلو مذاكراتو پايله د اشغال خاتمې تړون و چې د ۱۳۸۹لميز كال كب مياشتي پر۱۰مه ترسره شو، د هغه ترڅنگ يې د بين الأفغاني مذاكراتو پادونه هم وكړه او د دوحې له تړون سره سم يې ورته تياری ونيوه، مقابل لوری له وېري او سرسامۍ د تړون د توافقاتو پلي كولو په لاره كې خنډونو پيدا كولو ته ملا وتړله ترڅو خپله غلامۍ پر مخ يوسي او أخيراً څو مياشتي وروته د أمريكا تر فشار لاندې همغه څه ته ورسېد چې طالب له لولي ورځي ويلي وه، لاسپوڅي دښمن بيابيا شنه او سره خطونه وكښل، مخالف غږ يې پورته كړ او ډېري پلمې يې وتراشلې، خو طالب پر خپل موقف ټينگ پاتې شو، كله چې مجاهد بنديان بشپړ ازاد شول طالبان پر هسكه غاړه د بين الأفغاني مذاكراتو مېز ته كېنستل، خو…

د كابل ادارې د خپل همېشني عادت له مخې د سولي پر وړاندې د مخالفت توره پورته او د صاح ډلي جگړه مارۍ ته مخه كړه چې له څه وخته راسي پرلپسې د طالبانو ضد څرگندونې كوي او په دې هڅه كې دي چې پر دا ډول بې بنسټه، متعصبانه او تفرقه انگېزه خبرو، بهتان، دروغو او…د سولي مذاكرات ټكني كړي او په يو ډول نړۍ او د افغانستان دروند ولس له طالبانو سره په ټكر كې واچوي، طالبانو چې تر اوسه هر څومره زغم كړی او د افغانستان درانه ولس په خاطر د كابل ادارې له حده او چوكاټه وتلو كړنو سره يې پر ورينه ټنډه او پراخه سينه چلند كړی، خو د اشرفغني د مرستيلانو د دې وروستيو څو ورځو  څرگندونو د ټول ولس پام دې ته واړاوه چې چې په ارگ پوري محدوده له څو افرادو جوړه ډله څرنگه له رواني او اروايي كشمكش او نارامۍ سره مخ او په اندېښنو خپرولو څرنگه ولس د مذاكراتو اړوند بې باوره كوي،؛ داسي څوك نشته چې ترې وپوښتي: د ارگ له ادرسه خپرېدونكي ادبيات د دې پر ځای چې نرم او سوله ييز وي، د جگړې ادبيات او د سولي مذاكراتو بدرنگه كول او تخريب دی، دا چې دوی ټول د بين الأفغاني مذاكراتو څخه ډارېدلي او د اسلامي نظام چې طالبان يې بيا بيا يادوي په اړه له اختناق او وېري سره مخ دي پرته له دې چې شخصي گټي يې له خطر سره مخ كېږي بل كوم لامل لرلای شي؟ او دوی ولې د دې پء ځای چې د له سولي څخه هركلی وكړي، دجگړې نغاره وهي؟

دوی نادره كارونه كوي، له يوې خوا له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي او له بلي خوا بيا چي هر ډول تهمت، دروغ او افتراء وي پر طالبانو يې تړي

او خپله بيا د جگړې او شقاق اور بلوي، دوی چې د جگړې ادبيات د مذاكراتو مېز ته منفي پيغام  لېږدوي، نو څنگه د باور وړ كېدلای شي؟

أمريكا ته په كار دي چې په ارگ كې خپل دغه څو منسوبين وپوهوي چې نور د تبليغاتو، د سولي پر وړاندې منفي څرگندونو، د هېواد خوا خوږو، لوړو كدرونو او سوله خوښو څيرو له منځه وړلو او د بهتان او دروغو وخت پای ته رسېدلی او همغه د پمپيو خبري دي د ارگ مېشتو تر غوږو لازيات ښكاره او صفا ورسوي چې واشنگټن هم نور د دوی په مكارانه ژړاوو نه تېروزي او نړۍ به بيا ځل د څو كسانو د خيانت ښكار نه گرزي.

له شك پرته أمريكا د څو ارگ مېشتو په ژبه ښه پوهېږي چې له څو مزدورو او څو نورو فرصت طلبه رسنيو څخه په گټه أخيستنه د اوسنۍ سوله ييزي فضا د ككړتيا په لټه كې دي او په خپله ژبه هغوی ته سر ور خلاصولای شي چې نه نور افغانان د لازيات كړاو او درد زغم لري، نه۲۰۰۱زېږديز كال دی چې په څو جعلي خبرو دې څوك تېروزي او نه د كورنيو مفاد فرستو د پخواني ملاتړ باور او وس پاتې دی ترڅو نور چوپ شي، ارام كېني او پرېږدي چې افغانستان په خپله سمه لاره ووهي.

د حقي لاري د مجاهدينو او د هېواد غيورو او زړورو بچيانو د سر لوړۍ په هيله.

Related posts