اکتوبر 27, 2020

‏طالبان ولې او څنګه را پيدا شول؟

‏طالبان ولې او څنګه را پيدا شول؟

ليکوال: محمد عمر منصور

کله چې د روسي اشغالګرو او لاسپوڅوټغر يې ټول شو, د مجاهدينو ځينو ګوندونو  د واک پر سر بدبختانه خپلمنځي جګړه پيل کړه, پلويانو يې په دې توره دوره کې له هيڅ ظلم او زياتي لاس وانخيست, د شکست خورده روسيې لاسپوڅي قومندانان هم په بېلا بېلو جهادي تنظيمو کې ځای پر ځای شول, هغوی دافغان ولس څخه د خپل شکست د غچ اخيستنې په موخه زړۀ چوونکي ظلمونه ترسره کړل, متأسفانه د ګوندونو مشرانو د همدې او خپلو نورو ظالمو قومندانانو پر ظلمونو سترګې پټولې او همدا ظالمان يې لا پر پيسو او وسلو نازول ځکه چې دا وحشيان د خپلو مشرانو ارګ ته د رسولو لپاره د نورو ډلو د غړو د مرګ لپاره تل ګوته په ماشه چمتو ولاړ وو۔

راځئ د شر و فساد هغه وخت ته چې د افغانستان د هرښار په هره کوڅه کې د هر زورواکي بېله – بېله باچاهي وه, د خلکو مال, جمال, کمال, عزت او نفس خوندي نه وو د مضمون دلنډوالي په خاطر د ټول افغانستان په ځای دنمونې په ډول يوازې د کابل ښار څو مستندو پېښو ته سرسريزه کتنه وکړو۔

 د ظلم و جبر په دې وخت کې چې چرسي قومندان, شرابي قومندان او سپی قومندان, لېونی قومندان د وياړ نومونه وو, که د حزب زرداد سپی قومندان لارۀ نو د حزب وحدت ګوند بيا لېونی قومندان لارۀ (شفيع دېوانه); د يادونې وړ ده زرداد په دې اوس کې د کاکتوس په خپرونه کې د سپي په نوم له سړي انکار وکړ او هغه سپی قومندان يې سياف ته منسوب کړ۔

لېوني قومندان (شفيع دېوانه) د خلکو په کورونو چاپې اچولې, د افغانانو مال, دولت او عزت به يې لوټۀ, ښځې به يې زنداني کولې, د کابل په پوهنتون کې به يې له ښځو په ژوندون سينې پرې کولې, ډله ييز جنسي تېری به يې پر کاوه, د خلکو په سرونو کې به يې مېخونه ټک وهل, زندانيان به يې په جوش غوړيو کې واچول او خپل دا وحشت يې “رقص مرده” نومولی وو, له نورو ډلو ټپلو سره له جنګو وروسته به يې د ويران شوو کورو دروازې او نور لرګيان دسون لپاره خپلې قرارګاه ته راوړل, د خلکو له زيان او ضرر به يې خوند اخيست او پرې چاغېدۀ۔

د هزاره شفيع دېوانه دا ظلمونه اکثر و بيشتر د پښتنو خلاف جريان درلود بل خوا ته د سياف ډله چې زياته برخه يې پښتانۀ وو, د هزاره ګانو خلاف په ورته جرمونو مرتکب وه۔

امريکايي ليکواله (کرسټينه لېمپ) وايي چې شفيع دېوانه د کابل پوهنتون کتابونه ځکه سوځول چې د سون لپاره د پوهنتون دروازې او کلکينونه ختم شوي وو۔ يوۀ زنداني د هغه وخت رسنيو ته وېلي دي: “مونږ دوه سوه تنه ورسره زندانيان وو, هره ورځ به يې دوه – دوه تنه را کې شهيدانول او د هغوی غوښې او شوروا به يې پر مونږ خوړل”۔

د څوارلس کلنې ښکلې ښايسته اندامې ناهيدې کورنۍ د روسي اشغال وروسته د هجرت له دياره د ښۀ سباوون او ارام ژوند په تمه کابل ته راستانه شوه متأسفانه کابل د زانيانو له وحشي چمبو لاندې وو, د ناهېد پتمنه کورنۍ د معصومې ناهيدې په هکله د دوستم د ګيلم جمو په پليتو ارادو خبيثو حرکتو پوه شوې وه خو د ظلم په دې سيالۍ کې د مسعود (جمعيت) شهوت پرستو توپکيانو وار ړومبی کړ او د 1993 عيسوي کال د فروري په اومه  دماښام په 6:45 بجې د کابل ښار د مکرويانو ودانۍ اتلسم اپارتمان څلورم پوړ کې د څوارلس کلنې ناهيدې کور ته ننوتل, کله چې د ناهيدې کورنۍ پوهېږي چې خداناترسه ظالمان يې د عزت اخيستلو ناپاکه نيت لري, د ناهيدې نيکۀ په مېړانه مقاومت کوي خو وحشيان يې سخت زخمي کوي او معصومه څوارلس کلنه ناهيده له ډاره رېږدي, په رپېدلي اواز کې په چيغو – چيغو ژاړي, د ځناورصفته بې رحمه انسانانو له مردارو منګولو د خلاصون لپاره د څلورم منزل له کلکين لاندې غورځي او د شهادت په لار د خالق و عدالت ته ځان رسوي۔

 د شهيدې ناهېدې خورکۍ وايي: که څه هم د شهيدې ناهيدې په سرو جامو کې په سرو وينو لت پت جسد خلک سخت وژړول خو دا وحشيان (د امرالله صالح روزل شوي) زمونږ له کوره داسې ووتل لکه هيڅه چې نه وي کړي۔

 دا وير لړلی معصوم جسد د کابل جنوب ختيځ د سهاک نومي کلي کې سبا د ورځې په يوه بجه د دردېدلو چيغو او ژړاګانو په بدرګه خاورو ته وسپارل شو۔

ناهيده د عبدالروف لور د عبدالحميد لمسۍ د کابل د سهاکو د مېاخېلو ټبر څخه وه, د نجيب په نوم ورور يې څو کاله وړاندې د کليد راډيو سره خبرو کې ووېل چې اوسمهال په پېښور کې کډوال دي خو د دې پېښې لامله يې لا هم د ژوند هره خوښي ورته غم ښکاري او زوروي يې۔

د ظلم و جبر په دې وخت کې چې خلک له شر وفساد سخت په تنګ وو, د ټولو ګوندونو له منځه پاک سپيڅلي مجاهدين او غرض ټول ولس د مجاهد ملا محمد عمر اخند په قيادت کې له سپين محمدي بيراغ لاندې د روان ناورين د ختمولو او د جهاد د ثمرې  لاسته راوړلو لپاره متحد او منظم شول۔

د الله تعالی دا فوځ په معجزانه ډول ډېر په تيزي په خپل جهادي مهارت, د عامو افغانانو په حمايت او د الله تعالی په ځانګړي نصرت له کندهار څخه ننګرهار ته ورسېد او ډېر کم وخت وروسته د زخمي – زخمي کابل پاکې خاورې په زابل راتېرېدونکو د امن د دې لارويانو قدمونه ښکل کړل۔

په 1996ء کې چې دا ولسي پاڅون (طالبان) کابل ته ننوتل د هر قوم هرې ډلې له ظالمو توپکيانو سره بې توپيره وجنګېدل ترڅو چې د کابل پاکه خاوره يې له دې پليت انسانانو پاکه کړه, د کابل پوهنتون يې بيا د پوهې او تعليم زده کولو ځای کړ, د سرور دانش روزل شوي شفيع دېوانه له زندانه يې د ښځو په ګډون زيات شمېر افغانان آزاد کړل, د سرچينو له قوله يو شمېر زنداني ښځې لېونۍ شوې وې, له پوهنتون سره نږدې عام ولس د شفيع دېوانه د تيښتې مخه ونيوله, د طالبانو لخوا عبدالحنان همت او محب الله عصمت شفيع دېوانه ونيو او ملا محب الله عصمت د شفيع دېوانه په غاړه کې پټو (څادر) واچاوه او ماښام لمانځه مهال يې د خرۀ په ګاډۍ کې چهاراسياب ته ولېږۀ۔

عجيبه دا ده چې اوس همدا زانيان, قاتلان او د پوهنتون د کتابو سوځوونکي چې يوځلې بيا د کفارو د ټانګو او B52 طيارو په مټ تر ارګ رسېدلي او هلته د افغانانو د بريدونو له ډاره محاصره حالت کې ژوند کوي ډېر په سپين سترګي د طالبانو په نوم ولسي پاڅون د ښځو د حقوقو او عصري زده کړو مخالفين خو ځان د همدې ارزښتونو محافظين ګڼي بدبختانه په همدې پروپاګند خپرولو يې يو شمېر ناخبره ساده افغانان تېر ايستلي هم دي۔ زه پوهېږم چې د داسې بې بنسټه پروپاګند خپرولو لپاره د اشغالګرو کرايه شوې رسنۍ چې لوډسپيکرونه يې د ولس غوږو ته ښه برابر دي په خدمت کې دي ولې د آزادو او خپلواک فکره افغانانو دا اسلامي او ملي مسئوليت دی چې د تشو افسانو ليکلو پر ځای د ناهيدې په څېر رېښتوني له درد او حقيقت ډکې کيسې  د تاريخ پاڼو ته وسپاري همداراز د اسلامي امارت له مشرانو په درنښت هيله کووم چې په خپله ولکې لاندې سيمه کې ځيني تأسيسات د داسې غمجنو پېښو په نوم ونوموي ترڅو د دې مفسدينو ظلمونه افشاء شي او نوي بې خبره نسل ته د اسلامي امارت د قيام لاملونه مالوم شي۔

دا د پرديو د ايجنډاوو تعميلوونکي, د اشغالګرو کفارو د کرايې قاتلان اوس هم د وطن سره د مينې د خوږو شعارو تر شا په ډېر کمال خپلې مردارې وطن دښمنې او اسلام دښمنې څېرې پټوي۔

همدا اوس دوی هسپتالونو کې ناروغان له ډاکټرانو سره يوځای شهيدانوي, ناوې د نکريزو په سرو لاسونو د واده په اوله ورځ له ورا سره يوځای بمباروي خو بيا هم دوی محب وطن دي او ولس (طالبانو) چې د ځان ساتنې لپاره توپک په اووږه کړی ترهګر او د وطن دښمنان دي۔

 د طالبانو قومندان احمد (مهاجر) د روژې په سخته ګرمي کې په يوه اووږده جګړه کې له څو ساعتونو وروسته د اجل څو مرمۍ په خپل نازک وجود لګېږي, د ژورو ټپونو لامله يې سپين کالي په سرو وينو سره کېږي, د دردونو او تندې په دې سخت حالت کې  حلق وچی ټپي (احمد) ملګرو ته د يوې پټۍ, ډاکټر يا يوۀ غوړپ اوبو غږ نه کوي بلکې له ملګرو غواړي چې له جېبه يې د بيت المال پيسې وباسي ترڅو د ټولو افغانانو دا مشترک حق د نوموړي په وينو خراب نشي بلې خوا ته خاص په همدې ورځو کې د کابل د ادارې هغه وزير چې د افغانانو شريک حق “بيت المال” په پيسو يې آسمانڅکې ودانۍ جوړې کړې د تليفون له کارټو د غلا کړو ميلينونو هغه افغانيو چې د هېواد د هر شتمن او بېوزله وګړي د موبايل څخه کاټ شوې وې, غلا افشاء کېږي خو بيا هم دوی ډېر په سپين سترګي ځان د دې هېواد او بيت المال ساتونکي او طالبان د دې هېواد او بيت المال دښمنان ګڼي۔

يوازې په کندهار کې د کابل ادارې د وسله والو لخوا سږ کال په درځنونو د جنسي زورونې پېښې ترسره شوې دی, کله چې په ټولنيزو رسنيو کې يې په اړوند شور جوړ شي هلته حاکم چارواکې محض په دې وېلو سره ځان خلاص او سپين کړي چې د پېښې عاملين به د قانون منګولو ته وسپارو,

لکه همدا اوس تازه دوه ورځې وړاندې پېښه چې د عسکرو لخوا پر يوۀ ماشوم په همدغه کندهار کې ډله ييز جنسي تېری وسو بيا يې په مقعد کې د بېلچې لاستي په ننباسلو سره شهيد کړ او والي په دې وېلو ځان خلاص کړ چې مونږ به سزا ورکړو دا پېښه ياد ساتئ دوی به هیڅکله دې پوليسو ته سزا ورنکړي۔

زه چيلينج ورکووم چې د جنسي زورونې د سږ کال لسګونو پېښو دې فقط يوه راوښايي چې عامل ته يې سزا ورکړل شوې وي, حقيقت دا دی چې همدا لوطيان او زانيان تل نه يوازې پر خپلو دندو پاته وي بلکې د پخوا په څېر پر پتمنو افغانۍ مېرمنو او ماشومانو زنا بالجبر کوي, زه د نمونې او ثبوت په خاطر د يوه سپينږيري بابا ويډيو ږدم چې زوی يې د تادين ملګرو شهيد او نږور يې همدې شهوت پرستو د جنسي خواهشاتو پوره کولو په خاطر تيښتولې, خو دوی لا هم پر خپلو دندو پاته دي او د افغانانو عزتونه لوټي نور حال په ويډيو کې له سپينږيري بابا واورئ۔

اې د اسلامي امارت مسئولينو! که دا وحشيان د سولې له لارې په خبرو  نه پوهېږي نو ډاډ درکوو چې زمونږ افغان زلمو په رګونو کې لا هم د غيرت وينه خوټېږي او تر هغو به د شيطان د دې لارويانو سره جهاد وکړو چې د وطن په هره سمه او غر کې افغانه مېرمن, افغان ماشوم د دې فاسقانو له فسق و فجور خوندي شي او د ولس هره طبقه په اسلامي نظام کې د سپين محمدي بيراغ لاندې د امن ساه واخلي۔

Related posts