اکتوبر 27, 2020

د اسلامي واکمنۍ جوړولو هدف، بڼه، ماهیت او اداري تشکيلات یې

د اسلامي واکمنۍ جوړولو هدف، بڼه، ماهیت او اداري تشکيلات یې

ابوظهیر شمس:
هو! افغان مجاهد ولس ته دډاډ وړده چې داشغال پای ته رسیدوپه اړه د دوحې تاریخي هوکړه لیک له ژمنو سره سم له هیواده د اشغالګروامریکایي ځواکونودانخلاء لړۍ له کوم ځنډیا وقفې پرته جریان لري اوهم د یو اوږده ځنډ وروسته د ۶ زره بندیانو خوشي کولو پروسې په تکمیل سره د ستمبر په ۱۲مه دقطر هیواد په پلازمېنه( دوحه) کې بین الافغاني مذاکرات پیل شول، چې تردې شیبو پورې د دواړو غاړو د تماس تخنیکي ګروپونو ترمنځ دوه ناستې هم شوې دي،تمه شته ده چې په نیږدې راتلونکي کې به دانوي پیل شوي بین الافغاني مذاکرات مثبتې پایلې ولري
څنګه چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په دوران کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري په پوره صراحت سره هیوادکې« د بشپړ اسلامي نظام د نفاذلپاره داسلامي واکمنۍ په جوړولو »ټینګار وشو، اوهم د مقابل جهت د یو شمیراشخاصو پخوانیوڅرګندونوته په کتودابرداشت شونی دی چې هغوی هم شاید په ښکاره د اسلامي نظام دنفاذ او اسلامي واکمنۍ جوړولودمخالفت جرئت ونکړای شي !البته یوه اندیښنه شته چې د اسلامي حکومت جوړولو په لړکې شاید د ځینو ناسموتشریحاتو، خطا انګیرنو اوجاهلانه معلوماتو په لرلو او وړاندې کولو سره مخالف جهت دخپل قدرت مودې غځولو هڅه وکړي او داوږدو بحثونود فضا په رامنځته کولو سره د مذاکراتودنا کامولو کوښښ وکړي، طبعي ده چې په مقابل کې به یې د اسلامي امارت مذاکراتي پلاوی هم بې غبرګونه پاته نشي او د” جواب ترکي به ترکي” په مصداق به د شرعیت د صریحو، احکامو اود اسلامي امت د جیدو علماوو داقوالو اوڅیړنو په رڼاکې د اسلام د سیاسي نظام تشریحولو اړتیا محسوسه کړي، نوبنأً دلته د پورتني سرلیک لاندې داسلامي واکمنۍ جوړولو د اساسي غرض! د اسلامي حاکمیت جوړولو د”نوعیت وماهیت او د عملي واداري تشکیلاتو” په باب یې له ښاغلو لوستونکو سره ضروري معلومات شریک کړو:
کله چې د اسلامي حکومت د تشکیل یا اساس ایښودو موضوع باندې بحث یاخبره کېږي نو بالعموم هلته دا لاندې پوښتنې مطرح کېږي:
ایادین او سیاست(حکومت) له یوبل څخه جلادي؟ایا رښتیا اسلام دیو اسلامي مملکت یا حکومت دشتون پرته ژوند؛ اسلامي ژوند نه بولي؟ یاپر بل سپیناوي ایا دمسلمانانوپه انفرادي او اجتماعي ژوندکې د اسلامي احکامو جاري کولو یا نافذولو لپاره د اسلامي ریاست رامنځته کول ضروري امر ندی؟
داسلامي ریاست صحیح تعریف څه دی؟او اسلامي هیواد په نني سیاق وسباق کې کوم ډول هیواد یارست ته ویل کېږي؟
دیو هیواد داسلامي دولت یا ریاست کیدو غوښتنې څه دي؟
داسلامي دولت، یا امارت، وضع وهیئت،نوعیت، به څه وي؟
ایا درسول الله صلی الله علیه وسلم مثالي اسلامي ریاست او د راشده خلافت د سیاسي جوړښت نمونه دتل لپاره متعین شوې ده! چې په هروخت اوهر دورکې یې د مسلمانانو لپاره تقلید اوپیروې ضرور و لازمي ده؟ او که اسلام په دې باب کې یواځي د اساسي مبادیو، اصولوپه ټاکلو اکتفا کړې ده چې دهغو په لحاظولو سره د هر دور دغوښتنو اواړتیاوو سره سم د اسلامي دولت اوحکومت خاکه یا نقشه جوړیدای شي او دهغو په رڼاکې د اسلامي دستوریا اساسي قانون جزیات او تفصیلات متعین کېدای شي؟
۴- ایا اسلامي ریاست پخپل ماهیت کې یو جمهوري ریاست دی که یوجماعتي امیریت دی؟
په اسلامي دولت،یا ریاست کې مقتدره هیئت(حکومت،/اجرائیه) او دمقننه او قضا تشکیل یا جوړولو، تګلاره یا طریقه به څه ډول وي؟
دهیواد مشربه او حکومت به څنګه غوره کېږي؟دهیواد د مشر لپاره داهلیت اوصاف به څه وي؟ دهغه دواکونو دایره به څه ډول وي؟ حکومت به دخپلو کړو وړو او خپلو وظایفو په سرته رسولو کې کومې مرجع ته ځواب ویونکی وي ؟مققنه به څنګه جوړیږي؟ دهغې دغړیتوب صفات به څه وي؟هم دا راز د قانون جوړولو په لړکې دهغوی واک او حدود به څه وي؟ داجرئیه( مقتدره هیئت) او مقننې ترمنځ دخپلمنځي ارتباط او تعامل صورت به څه وي؟ترټولو اهمه داده چې په اوسني وخت کې داسلامي شورائیت اصولوته په کتو مؤثره مقننه څنګه رامنځته کیدای شي؟ ایا په اسلامي هیوادکې دمقننې په مؤثرګرځولو سره، دمطلق العنانیت مخنیوی کیدای شي؟ د دولتي ادارو په تشکیل کې دمعاصرو سیاسي نظامونویعنې دمعاصرې نړۍ دتجربو،اختراعاتو، او اجتهاداتو څخه استفاده کیدای شي؟ که کیدای شي نوطریقه به یې څه وي؟ د یوهیواد درېیمه ستن ( قضا) به څنګه ودرولی شی؟ د هیواد د قضائي اوحقوقي نظام بڼه به څه وي؟
ایا په اسلامي دولت یا ریاست کې به سیاسي ګوندونه هم کردار لري؟
په نوي دورکې د اسلامي هیواد دننه د وګړو خپلمنځي حقوق اوفرایض به څه وي؟په اسلامي هیواد کې د نامسلمانو وګړوحیثیت و کرداربه څه وي؟او د هغوی سیاسي، حقوقي،اوښاري حقوق به څه وي؟
په اسلامي هیواد کې د قانون جوړولواو ا جتهاد کولو نوعیت او دهغه حدود به څه وي؟په اوسني عصرکې داسلامي قانون تدوین طریقه، یا کړنلاره او د هغې حدود به څه وي؟
دپورتنیو پوښتنو په اړه قناعت بښونکو ځوابونواوڅیړنوته اړتیاده،هو! دشک پرته دامت اسلافو او علماوو په دې اړه ډیرکار کړی دی، خو افسوس چې نن زموږ ډیرولویو خلکو اوپوهانو ته هم د هغوی عالمانه څېړنې، تنقیدي بحثونه او تحلیلې جایزې په نظر نه ورځي او د کره معلوماتو لرلو پرته کله یوخواته او کله بل خوا ته تیندکونه خوري، په اړه یېد څرګند او روښانه دریځ غوره کولو جرئت نشي کولی،چې له امله یې په لوی شمیر اسلامي مبارزین اومجاهدین مجبوراً د ناسمو اندونو په لوموکې په نښتلو داسلام دمعتدل مسیرنه په خطا مسیر روان شي.
رازو اصل موضوع ته چې دامت ثقه او با اعتماده علماوو د اسلامي مملکت په اصولواو مبادیوباندې د بحثونو لیکلو په ضمن کې د دین اوسیاست ترمنځ د تفریق اوبیلتون والي په مفکوره باندې تردید کړی دی، هغوی د دین اوسیاست ترمنځ ګډ امتزاج په د لایلوسره توضیح اوښکاره کړی دی، پر بل سپیناوي داسلامي شریعت دلارښوونوله مخې: اسلام او سیاست دیوبل سره لازم وملزوم او یوبل څخه نه جلا کیدونکي دي،یعنې زموږ شریعت، په دوه جلا، جلا اقلیمو نو کې د”اسلا اوسیاست” ویشلو پرځای د دواړو د وحدت او امتزاج علمبردار دی، ددې لپاره مسلمانانو څخه دیو متعین، حاکم سیاسي هیئت د جوړولو غوښتنه کوي، په دې لړکې با اعتماده محقق علامه اسد دیادې نکتې په اثبات کې لاندې استدلال کړی دی :
عظیم الشان قرآن دخپل پیغام پیل له همدې اساسي مفکورې څخه کړی دی چې د انساني ژوند ټول اړخونه دالهي وحي تابع دي، اوځانته یوجلا اخلاقي وقدروقیمت لري ، همدا وجه ده چې اسلام ځان یواځي ترروحاني لارښوونو او اخلاقي ارشاداتو محدودنه بولي، بلکې دانسان په ټولو کړو،وړوبحث کوي، که هغه د انسان انفرادي کړه وړه دي اویا یې اجتماعي،اقتصادي اوسیاسي کړه وړه، اسلام غواړي د انسانانو دیني، اخلاقي، اعتقادي او ټولنیز معاملات له یوبل سره تړل شوي وي، اسلام ددیني او دنیاوې چارو ویش له امکان څخه وتلی بولي او د دین اوسیاست یوځای کول او امتزاج د اسلام ځانګړتیا ده.
همدا راز د ا سلام مخاطب یواځي فردندی، بلکې دوګړو یا افرادو هغه خارجي ډله یا اجتماع هم ده، کومه چې موږ ټولنه بولو، اسلام د ټولنیز ماحول سره د فرد په یوځایوالي ټینګارلري، د دې لپاره دفرد روحاني اودیني روزني ترڅنګ دافرادو خپلمنځي اړیکو ټینګولو او په سمه لار دټولنې بیولو اود فساد څخه دهغې ژغورلو لپاره څرګندې لارښوونې، احکام اوقوانین را استولي دي، دعظیم الشان قرآن له مخې د اسلامي “حنیف دین” هدف تنهادټولنې وګړوته اخلاقي طرزالعمل ښودل ندي بلکې د هغوی اجتماعي ژوند هم د مثالي عدل و انصاف نمونه ګرځوي، د دې لپاره دافرادو یا وګړوعملي اجتماعي اړیکي په داسې ډول جوړول غواړي، چې په سبب یې هرفرد دخپل شخصیت په جوړولو کې د کمو ستونزو او مشکلاتوسره مخ شي او زیات نه زیاتو اسانتیاووڅخه برخمن اووسي، اسلام دیوې داسې ټولنې دجوړولو داعي اوغوښتونکی دی چې هغه دخپلو افرادو دروحاني او اخلاقي ترقۍ او د هغوی د ذهني وفکري ودې لپاره مناسب ماحول برابر کړي او ترڅنګ یې هرفردته دجسماني او مادي اړتیاوو دتکمیل تضمین هم ورکړي څودټولنې دننه هرفرد په سمه توګه اسلامي ژوند وکړای شي
ددې مقاصدو دلاسته راوړو لپاره اسلام خپلومنونکوته په نظم کې دځایولولپاره یومعین اجتماعي نظام تشکیلول غواړي ،چې په دې توګه اسلام یوځانګړی ټولنیز،اقتصادي، حقوقي اوسیاسي نظام تجویزوي،او دجوړولو لپاره یې د خپلولارویانوڅخه ددیني او اخلاقیاتوپه مجموعه تصورکې دننه دیو متعین سیاسي طرزالعمل غوره کولوغوښتنه کوي او ددې لپاره دیو سیاسي امت د تشکیل وتنظیم عملي لائحه، د انفرادي حقوقو وفرایضو اوداجتماعي مسؤلیتونو لپاره یوه خاکه یانقشه وړاندې کوي
نوموړی په دې باره کې درسول الله صلی الله علیه وسلم په “اسوه حسنه” باندې استدلال او استشهاد کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دنبوت په ۲۳ کلنه دوره کې یواځي دافردو په اخلاقي او روحاني تربیت اکتفا ونکړه، بلکې هغوی ته یې داجتماعي ژوند کولو په اړه دترتیب وتنظیم یوه غوره نقشه هم ورکړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د افرادوپه دیني او اخلاقي پالنه بسیا ونکړي بلکې د یوې عادلانه او منصفانه ټولنې دجوړولو دستور یې هم ورکړی دی.
نوربیا…

Related posts