
شاعر: انس حقاني
نر یې نه ښاغلی، نه اغلی دی
دوی کې د سړیو قحط راغلی دی
غواړي له فطرت سره جګړه وکړي
دا څومره احمق څومره لویدلی دی
څومره بر ملا د دین توهین کوي
څوک چې د لویدیځ بادو وهلی دی
پوه دې شي نړۍ په دې خبره ښه
ګران افغانستان ځوان دی، ښاغلی دی
مه تپئ په مونږه د غرب سپک فطرت
هرچا چې منلی غولیدلی دی
شکر ای انسه مسلمان یو مونږ
دود د افغانیت مو لا سپیڅلی دی