اکتوبر 27, 2020

د میزان په شپږمه د کابل د فتحې د کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

د میزان په شپږمه د کابل د فتحې د کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

 د میزان شپږمه نیټه زموږ د هیواد په معاصر تاریخ کې یوه مهمه او تاریخي ورځ ګڼل کیږي، د افغانستان پلازمینه کابل چې د تنظیمي جګړو پر وخت د بوږنوونکو غمیزو او بدمرغیو شاهد و د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په شپږمه د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس فتحه او هیواد له یوه خطرناک او تباه کوونکي بحران څخه نجات وموند.
د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته ځینې د قدرت حریصان او د کمونیستانو مؤتلفین پخپل منځ کې په جګړو واوښتل، که څه هم په دې مرحله کې په ټول افغانستان کې فساد او هرج و مرج خپور و؛ خو د فتنو او غمیزو اصلي ډګر د هیواد تاریخي پلازمینه کابل و، کابل ښار د څو مشهورو تنظیمي جګړه مارانو تر منځ تقسیم او د خپلمنځي جګړو په ډګر بدل شوی و.
په درې کلنو جګړو کې د کابل ښار له څلورو درې برخې ودانې سیمې له یوې مخې تباه او ونړیدې.
هیواد یوازې په مادي ډول نه شو تباه؛ بلکې معنوي تباهي او د تاریخي اثارو، کتابخانو او موزیمونو لوټ تالان تر دې څو برابره بوږنوونکی داستان لري، د هیواد د تجزیې نقشې تیارې شوې وې او د رڼا هیڅ څرک نه ښکارېده.
د افغانستان اسلامي امارت د تیارو په همدې اوج کې قیام وکړ، جګړه ماران یې له هیواده ورک کړل، په سمتونو تقسیم شوی هیواد یې متحد کړ، کابل یې د شروفساد له عناصرو او لوټمارانو تصفیه کړ او د افغان ولس سر، مال او عزت یې بیرته خوندي کړ.
په همدې اساس ویلی شو چې د میزان شپږمه د سقوط، تجزیې او بربادۍ له خطر څخه د افغانستان د ژغورلو ورځ ده.
په همدې ورځ په هیواد کې د یو داسې سوچه اسلامې نظام واکمني پیل شوه چې زموږ د ملت د یو نیم میلیون شهیدانو ارمان او هدف و.
د افغانستان اسلامي امارت د دې تاریخي ورځې د رارسیدو په مناسبت خپل مظلوم او مجاهد ملت ته مبارکي وایي او زیری ورکوي چې ان شاءالله هغه ورځ رانږدې ده چې هیواد مو یو ځل بیا د یرغلګرو له وجود او د افغانستان موجوده سلطې څخه د خلاصۍ او خپلواکۍ ورځې ولري او د راتلونکي لپاره باید ټول هوډ ولرو تر څو مو ولس د یوه سوچه اسلامي نظام په نفاذ سره خپلو لوړو ارمانونو ته ورسیږی، ان شاءالله تعالی وماذالک علی الله بعزیز

د افغانستان اسلامي امارت
۱۰/۲/۱۴۴۲هـ ق
۶/۷/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/9/25م

Related posts