اکتوبر 27, 2020

بدخشان: یاوان کې د کابل ادارې ۶۰ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

بدخشان: یاوان کې د کابل ادارې ۶۰ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

د بدخشان ولایت، یاوان ولسوالۍ کې د حقیقتونو د درک په نتېجه کې او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ د قومندان حوس خان، قومندان عنایت الله او قومندان امان الدین په ګډون د کابل ادارې ۶۰ تنه کارکوونکي له جګړې لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا ورته ښه راغلاست وویل شو.

همداراز د ۱۵ کلیو خلکو چې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ کېږي له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او عملا د مجاهدینو له صفوفو سره یو ځای شول. دا په داسې حال کې ده چې د یادې ولسوالۍ ۵۰ سلنه خاوره وار له مخه د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې ده .

2020/9/27

Related posts