اکتوبر 27, 2020

د كابل پر بام دسولې پرښتې!

د كابل پر بام دسولې پرښتې!

محمود احمد نويد 

سعد كټوازی

(د طالبانو پر لاس د كابل د فتحې څلوروېشتمې كليزي په وياړ يوه خاطره)

په داسي حال كې چې ښايسته كابل د كورنيو ويجاړوونكو جگړو په لمبو كې سوځېده، شپه ورځ يې د هاوانونو، ميزائلو، بمونو او چاودنو په اور كې په ډېره ستونزه تېرول، هغوی چې د نور هېواد د وگړو په څېر كابل ميشتو ولسونو هم ور پوري خپلي هيلي غوټه كړې وې د شوروي سره ښكېلاك پر وړاندې د مجاهدينو له بريا وروسته د يو اسلامي نظام او محوري عدالت شاهدان واوسي او د ځپلي افغانستان درد دوا او زخمونه يې ورغوي.

خو په خواشينۍ سره چې په اصطلاح جهادي! مشرانو د چوكۍ پر سر خپلمنځي جگړې پيل كړې او سلگونه زره مظلوم هېوادوال پكې مړه، ژوبل او ورك او ځيني نور يې نږدې او ليري هېوادونو ته په هجرت كولو اړ شول، هيچا نور پرې د ښې ورځي راتلو د هيلي تلوسه نه لرله، خو الله تعالی په خپل فضل سره پر موږ لطف او احسان وكړ، د علم او مدرسې بچيانو (ديني طالبانو) ته يې د سر پورته كولو توان وركړ او هغوی يې وهڅول ترڅو كورنيو جگړو ته د پای ټكي پر ښودلو سره د الهي عدالت هغه نظام راته ډالۍ كړي چې افغان ولس ورته سترگي پر لاره و.

په داسي حال كې چې د ښائسته كابل له تنه ويني بهېدې او په خپلو لويو لارو، عامه او هم وړو كوڅو كې د خپلو گرانو بچيانو او درنو اوسېدونكو د مظلوميت شاهد و، نه يې د واك وږيو څخه ارام درلود او نه يې ځان او مال خوندي و، غلو او شوكه مارانو د خلكو په مالونو او شتمنيو پسې را أخيستې وه، وژني او ناأمنۍ عامې شوې وې، چا د ښار په تر ټولو أمن سيمه كې د تگ را تگ زړه نشو كولای او څوك چې به سهار له كوره وتو له دې وېري به يې له اولاد او كورنۍ سره وروستۍ مخه ښه كوله چې ښايي بيا به ژوندی را نشي.

الله تعالی د مظلومانو دعاوي قبولي او د هغوی غږ يې واورېد او د سولې، أمن او سوكالۍ زېري ور كونكو او د كورنيو جگړو پای ته رسونكو پرښتو ته يې د دې توان ور وباښه چې په همدې (د۱۳۷۵لمريز كال تلي مياشتي لومړيو) شپو ورځو كې د كابل پر ښار په واكمنېدو سره دلته د سولي او ټېكاو غږ پورته كړي، د طالبانو پر لاس د كابل د فتحې له ورځي پر هېواد د أمريكا تر لښكر كشۍ پوري خلكو بل د هيڅ ټوپك غږ نه اورېدلی او نه يې هم ليدلی وه، پر ځای يې خلكو ليدل اورېدل چې طالبان ډېر سپېڅلي او د ښو أخلاقو څښتن دي، د خلك يې كرارۍ ته را بلل، د الله تعالی بندگۍ، لمانځه او نيكو كارونو سپارښتنه يې ورته كوله او د عدالت زېری يې ور كاوه.

هغه ورځ او شپه د كابل او ټول هېواد د درانو ولسونو ډېره ښه په ياد ده چې د بي بي سي راډيو د ملي راډيو څپو څخه د عظيم الشان قرآن تلاوت اورېده او د نړۍ د ورځپاڼو سرخط همدا و چې طالبانو د افغانستان پلازمېنه كابل نيولی او هلته د ارگ پر برجونو يې خپل بيرغ رپولی او مسلمان ولس ته يې د خوښۍ، أمن او سوكالۍ د ورځو زېری ور كړ.

له همغې ورځي راسي د زور او زور گويي خبره نه وه، ناحقه وژني صفر ته را ټيټې شوې، كابل ښار دومره ښه په أمن كې شو لكه هلته چې شته هغه أمن او سوكلي، ټيټي بيي او سوله، خوشالي او خندا، خدا پرستي ـ مينه او يووالی دی او چې هلته نشته هغه نل أمني او ستونزي، شاته پاتې والی، سختۍ او بدحالۍ وې چې د افغانستان د نورو ښارونو اوسېدونكو په څېر نور كابل ميشتو ولسونو هم نه ليدل چې تازه د طالبانو تر حاكيميت لاندې راغلي وه.

هو ! كله چې د (۱۳۷۵) لميز كال تلي پر۶مه د سولي پرښتې، أمانتداره او پرښته خويه انسانان پر كابل واكمن شول، له غم او خواشينۍ، كورني كړاو او درد څخه ډكو جگړو څخه د افغانستان له درده ډك زړه او هم ټول وجود د ارامتيا احساس وكړ، افغان ولس پرته له دې چې د شپې ياهم ورځي له مخې د غلو، وژني او چاودنې وېره او اندېښنه احساس كړي د اسلامي نظام په سيوري كې يې د ژوند خوند په ټول بدن لمس كړ او د عزت او سوكالۍ تر سيوري لاندې پر خپل روزگار أخته شول.

اوس (۱۳۹۹) د كابل ښار حالت هماغه د طالبانو كابل ته فاتحانه ننوتلو وړاندې وختونو ته ور گرځېدی چې افغان ولس په لوړه كچه نا أمنۍ كې ژوند كوي، د غلو او شوكه مارو له وېري څخه په أمن نه دی، د كابل ادارې د منسوبينو له تېريو او زورواكۍ څخه ستومانه او ستړي دي، د طالبانو د بيا راتلو د ښو ورځو انتظار كوي او ارمان كوي چې په كابل او ټول هېواد كې يوځل بيا الله تعالی د طالبانو په څېر أمنيت واكمن كړي او د يوې داعيې له مخې د الهی عدل د نظام په سيوري كې د بشپړ يووالي ژوند وكړي.

په همدې هيله

Related posts